کور / تازه خبرونه / ملايان: په پاكستان كي ځانمرګي بريدونه حرام دي

ملايان: په پاكستان كي ځانمرګي بريدونه حرام دي


د پاكستان د ديني عالمانو  ټولني د ځانمرګو بريدونو غندنه كړې او دا كار يې حرام بللى دئ.
د خبرونو له مخي په لاهور كي د متحده عالمانو ټولني يوه غونډه جوړه كړې، چي د اهل سنت والجماعت، اهل تشيع، اهل حديث (سلفيانو، يا وهابيانو)، ديوبندي او بريلوي عالمانو پكښي ګډون كړى و او په ګډه يې يوه فتوا صادره كړې چي په پاكستان كي يې ځانمرګي بريدونه د اسلام د مقدس دين خلاف كار بللى دئ.
د پاكستاني عالمانو دغي ټولني پر حكومت ږغ كړى، چي په بانكونو كي سودي نظام ختم كړي او اعلان يې وكړ چي ډېر ژر به د قبايلو نا آرامو سيمو باجوړ او سوات ته سفر او د حقايقو څېړنه وكړي.
د يادوني وړ ده چي د ديني عالمانو دغه فتوا يو ډول ګونګۍ او حراموالى يې يوازي په پاكستان كي ښودل سوى دئ، په فتوا كي دا نه دي ويل سوي چي ځانمرګي بريدونه په كومو شرايطو حلال دي او په كومو دلايلو حرام دي.