کور / خبرتیا او پيغامونه / غوره ويناوې او زما تعبيرونه کتاب خپور شو

غوره ويناوې او زما تعبيرونه کتاب خپور شو

 


    غوره ويناوې او زما تعبيرونه کتاب خپور شو


   دا غوره کتاب چې تازه له چاپه  راوتلي په خوست ولايت کې د سوداګری د خونو ريس اقتصاد پوه  نواب  اميرزي  پنځم اثر دی چې خوږې پښتو ژبې ته يي ډالۍ کوي .


   پدغه څيړنيږ اثر کې د بيلابيلو اسلامي او غربي پوهانو په ويناوو او غوره خبرو باندې څيړنه شويده.


  د دغه کتاب يوه ښيګنه داده چې پکې ځيني تاريخي روايات هم راغلي او ځای ځاې پکې د پښتو ژبې د ځينو لوړو شاعرانو شعرونه هم راوړل شويدي ، او همداشان ليکوال هڅه کړيده  هغو ويناوو ته اشاره وکړي چې دا مهال ورسره زموږ ټولنه لاس او ګريوان ده .


   ليکوال پخپله سريزه کې چې د يادشوي کتاب په سرکې راغلي ده د پښتون قوم  وروسته پاتي والی ته ګوته نيولي او غوښتنه پکې  شويده  چې پښتون قوم هم بايد د نورو قومونو پشان په سياست ،اقتصاد او نورو کې برخه واخلي .