کور / تازه خبرونه / امنيه قومندان: پر ښار د طالبانو بريد خنثى شو

امنيه قومندان: پر ښار د طالبانو بريد خنثى شو


د هلمند پر مركز لښكر ګاه د طالبانو دويم بريد خنثى شو.
د هلمند چارواكي وايي طالبانو غوښتل پر لښكر ګاه ښار باندي بريد وكړي چې د ملي پوځ او پوليسو له مقاومت سره مخ شول او بريد يې پر شا وتمبېدى.
د هلمند امنيه قومندان اسدالله شېرزاد د چين د زينها آژانس ته وويل د ۱۸ طالبانو مړي اوس هم د جګړې پر ډګر پاتي دي.
دا په روانه اونۍ كې د طالب جنګياليو دوهم بريد دى، چې د هلمند ولايت پر مركز لښكرګاه يې ترسره كوي.
د شنبې په ورځ سهار وختي هم طالبانو دې ته ورته يو بريد كړى و، چې د ولايتي چارواكو په وينا ۶۲ طالبان يې په هوايي بمباريو او مخامخ نښته كې ووژل.
طالبانو د تېرې شپې د بريد په اړه تر اوسه رسمي غبرګون نه دى څرګند كړى.
د هلمند په ولايت كې له تېري يوې مياشتې راهيسې حالات كړكېچن دي، چې ولايتي چارواكي په دې حالاتو كې د ښكېلتيا ګوته ځينو سيمه ايزو چارواكو ته نيسي او وايي هغوى په لوى لاس غواړي په سيمه كې امنيت ګډ وډ كړي.
دا په داسې حال كې ده چې د هلمند ځينو قومي مشرانو په دې وروستيو كې د ولسمشر حامد كرزي څخه د پخواني والي شيرمحمد اخندزاده د بيرته ټاكلو غوښتنې ډېري كړي او وايي چې د هغه د ولايت پر مهال په هلمند كې ډېره آرامي وه.
شيرمحمد اخندزاده د هلمند پخوانى جهادي قومندان او قومي مشر دى چې په سيمه كې له طالبانو سره كلكه دښمني لري، د امريكا او ولسمشر كرزي له ملاتړ څخه برخمن او د نشه يي موادو غټ قاچاقبر دى.
د قاچاق وړونكي په توګه د شيرمحمد اخندزاده نوم په ۲۰۰۵ كال د ايرلنډۍ خبريالې كارلوټاګال په هغه راپور كې ذكر شوى و، چې هغه وخت يې د نيويارك ټايمز په ورځپاڼه كې خپور كړى و.
د نيويارك ټايمز په هغه راپور كې د ولسمشر حامد كرزي د كشر ورور احمدولي كرزي نوم هم په لومړي ځل د يوه قاچاق وړونكي په توګه راڅرګند شو، چې تېره اونۍ يو ځل بيا دغې موضوع په مطبوعاتو كې يوه نوې هنګامه وزېږ%8