کور / تازه خبرونه / بيت الله مسود دوهم واده وكړ

بيت الله مسود دوهم واده وكړ


د څه باندي ۳۰۰۰۰ قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود چي دوې اونۍ دمخه يې په سي اين اين او جيو نيوز تلوېزونونو كي د مړېني خبرونه خپاره سول دوهم واده وكړ.
د خبرونو له مخي بيت الله مسود اوس هم سخت ناروغه دئ او د واده په مراسمو كي يې معالج ډاكټر يوه شېبه هم نه ځني لېري كېدئ.
د بيت الله مسود يوه نيژدې همكار د اېرت نيوز ته ويلي چي مسود له خپلي لومړۍ ښځي څخه نارينه اولاد نه درلود، ځكه يې دوهم واده وكړ.
د شكري او فشار په ناروغي اخته دغه طالب قومندان د بې نظير بوټو په مرګ تورن امريكا او پاكستان ته مطلوب كس دئ، چي ويل كېږي له لومړۍ ښځي څخه يوازي څلور لوڼي لري.
د نوموړي په مشري طالبان له څه باندي دوو كلونو راهيسي په افغانستان او پاكستان كي د حكومتونو او بهرنيو ځواكونو پر ضد جنګېږي