کور / تازه خبرونه / پوليس: د افغان سفير د تښتوونكو څرك لګېدلى دئ

پوليس: د افغان سفير د تښتوونكو څرك لګېدلى دئ


د پېښور د پوليسو مشر ملك نويد خبريالانو ته وويل چي د پاكستان دپاره د افغان سفير حاجي عبدالخالق فراهي د تښتوونكو څرګ يې لګولى دئ.
د پاكستان دپاره د افغانستان سفير چي اوس يې مياشت پوره كېږي د پېښور په حيات آباد سيمه كي پر يوه نامعلوم لوري وتښتول سو.
د نوموړي تر تښتولو وروسته د ولسي جرګې ځينو غړو او ټيټ پوړو افغان چارواكو د پاكستان پر استخباراتي كسانو تور لګولى و چي د ښاغلي فراهي په تښتونه كي لاس لري.
د پېښور د پوليسو مشر د ښاغلي فراهي د تښتوني په لومړۍ ورځو كي هم دې ته ورته څرګندوني وكړې، او آن يو ځل خو يې د خوشي كېدو دروغجنه آوازه هم خپره كړه.
په پېښور كي مېشت افغانان د پاكستان او افغانستان پر حكومتونو نيوكه كوي چي د ښاغلي فراهي په خوشي كېدو كي مخلصانه هلي ځلي نه كوي.