کور / تازه خبرونه / تقریبأ ۱۹۰ زره قبایل د جګړې له لاسه تښتېدلي دي

تقریبأ ۱۹۰ زره قبایل د جګړې له لاسه تښتېدلي دي

اسوشیټیډ پریس د ملګرو ملتونو په حواله لیکی چی څه کم ۱۹۰۰۰۰ خلک په قبایلی سیمو ( خصوصأ باجوړ ) کی د حکومتی پوځی عملیاتو له لاسه د سیمی څخه وتلي دي . څه نا څه شل زره قبایل او افغانان کنړ ته راغلی او متباقی هم د شمال لویدیځ پاکستان سیمو ته تللی دي . منبع زیاته کړه چی کډوال د ډېورنډ د کرښی پر دواړو خواوو د خپلوانو سره اوسیږی او نور هم د پاکستان په دننه کی په مؤقتی کمپونو کی شپې سبا کوی . ویل کیږی چی د طالبانو او پاکستانی پوځ تر منځ روانه جګړه په خپل شدت سره جاری ده او ښایی ډېر نور خلک هم کډی کولو ته مجبور سی .