کور / راپور / وردګ : دملي واكمنۍ … دوه ورځنى وركشاپ پيل شو

وردګ : دملي واكمنۍ … دوه ورځنى وركشاپ پيل شو

په وردګو ولايت كې د ملي واكمنۍ د ټينګښت او اداري اصلاحاتو په اړه دوه ورځنى وركشاپ پيل شو 


ميدان وردګ ، مطبوعاتي دفتر


1386 دليندۍ 11
د ميدان وردګو ولايت په مركز ميدان ښار كې د دغه ولايت د والي ، د كورنيو چارو وزارت ، اداري اصلاحاتو او نورو ارګانونو د چارواكو او ددغه ولايت د ټولو ادارو د مشرانو په ګډون د ملي واكمنۍ د ټينګښت ، د ادارو د چارواكو ترمنځ د ښه تفاهم ، د خلكو د ستونزو د ښه هواري د لارو چارو او د راتلونكي كال لپاره د چمتو والي په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيل شوه .



په نوموړې غونډه كې د وردګو ولايت والي الحاج عبدالجبار نعيمي په خپله وينا كې دغه ټكي ته اشاره وكړه چې د ميدان وردګو ولايت كه څه هم مركز ته ډېر نږدې دى خو بيا هم په هغه كچه ورته كار نه وو شوى چې لازمه وه او زياته يې كړه چې د دولتي ارګانونو دودانيو په رغولو سربېره د اداري اصلاحاتو په برخه كې هم ډير كار شوى دى .



هغه  د جوړ شوي وركشاپ اهميت ته په اشارې سره وويل :  دې ته په پام سره چې د حكومت او ملت ترمنځ واټن رامنځته نشى  او د ادارو ترمنځ تفاهم او په حكومت اعتماد زيات شي ، دا ډول پروګرامونه اړين دي .


هغه زياته كړه چې ولس بايدددولت سره همكارۍ ولري،په دلوت اعتمادولري اوددولتي اداروترمنځ بايدهمغږي موجوده وي، كه داسې ونشي نودملي واكمنۍ دشمنان به له فرصته څخه بده اوناوړه ګټه واخلي . 



د بيارغونې په اړه يې د خپلو خبرو په دوام كې يوځل بيا ټينګار وكړ چې راتلونكى كال مې د بيارغونې د كال په نوم نومولى خو بايده دي چې په عمل كې ثابته كړو . 



هغه د ښونې او روزنې اهميت ته په اشارې سره وويل : ډير د وياړ ځاى دى چې همدا اوس ۱۳۷۰۰۰ تنه زده كوونكي په زده كړو بوخت دي او زياته يې كړه چې ديني مدرسو ته هم ډير زيات پام شويدى . 



د وردګو ولايت والي د پوهنې په برخه كې هم دې ته د ورته يو وركشاپ د جوړولو غوښتنه وكړه او ويې ويل چې موږ هڅه كوو چې په سالمو ادارو او مامورينو سره په كلك هوډ دغه ولايت ورغوو او خدمت يې وكړو . 



ورپسې د كورنيو چارو د وزارت امنيتي مرستيال ډګر جنرال منير منګل نوموړې غونډې ته په خپله وينا كې د وردګو ولايت د امنيت ستاينه وكړه او ويې ويل په حكومت د اعتماد جلبولو ، ښو پوليسو او په قانون ښې پايبندۍ ته اړتيا شته .



د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو مرسيتال محمد نادر هوتك هم نوموړى وركشاپ وستايلو او په اوسنيو شرايطو كې يې د دغه ډول وركشاپونو اهميت ته په اشارې سره د ميدان وردګو له والي څخه مننه وكړه . 



هغه د والي له خوا د ۱۳۸۷ كال د بيارغونې د كال په توګه غوره كول يو ښه اقدام وباله او ويې ويل چې له دې لارو د ولس اعتماد جلبېداى شي او د حكومتي ارګانونو ترمنځ تفاهم ، سالمه اداره او قانون ته پايبندي هغه لارې دي چې موږ خپل هدف ته رسولاى شي . 



د ميدان وردګو ولايت د ولايتي شورا يو غړي محمد سعيد سعيدي هم په تېرو څو كلونو كې د ملي انتخابي حكومت رول ته اشاره وكړه او د قانون د حاكميت په كلكې غوښتنې سره يې پدې برخه كې د كلكو اقداماتو غوښتنه وكړه . 



د وردګو ولايت د امنيې قوماندان مظفرالدين هم د غونډې اهميت ته اشاره وكړه او ويې ويل چې ددې وخت رارسېدلى څو د خپلو شخصيتونو له وړتياوو او شته امكاناتو څخه استفاده وكړو . 



هغه هم په حكومت د باور د جلب مسئله مهمه وبلله او ويې ويل چې په خپلو امنيتي پروګرامونو كې يې هم نوموړى اصل په نظر كې نيولى دى . 



په نوموړې غونډه كې د ميدان وردګو ولايت د ټولو حكومتي ارګانونو په چارواكو ، ولسوالانو او شخصيتونو سربېره له كابله هم ګډونوال د حكومتي ارګانونو د مشرانو ترمنځ د كاري اړيكو د انسجام او همغږۍ په موخه خپل وړانديزونه ، ستونزې او غوښتنې مطرح كوي . 



د يادولو ده چې لدې وړاندې هم د نوموړي ولايت د ارګانونو او مامورينو د ښې اصلاح په موخه دې ته ورته وركشاپونه ترسره شوي وو .