کور / طنز / د نيويارک له لوی ريس Big Boss سره مرکه

د نيويارک له لوی ريس Big Boss سره مرکه

 (طنز)

خبریال : زه له بېګ باس سره یو څه کار لرم .
باس :  yo, yo yo, wats up ( یو، یو، یو! وتز اپ؟)

خبریال : وروه زه پښتون یم . غواړم چې یو څوتورې  سپینې . . .
باس : خدای د راوله د نامي زو . زه پویېژم  چې یا به سپین غواړې، یا تور یا هم شنه .

خبریال : نو سپین اوتور څنګه دي او چېرته دي؟
باس : په بیه کې به سره جوړ شو . خو چې تاسې یې په امریکا کې غواړی، په اروپا کې  کې که دلته .

خبریال :  په امریکا کې به څنګه وي،  په  اورپا کې او دلته؟
باس : امریکا ته یې د ولسمشر په الوتکه کې درلېږم، اروپا ته د وزیرانو او دلته یې پولیس دروړي .

خبریال : د دې کرځی چېرته دی؟
باس : کرزی په معاملو پسې ګرځي . همدا دلیل دی چې د تخار شخړه لا همداسې تازه پازه پرته ده .

خبریال : زه ولسمشر نه یادوم، بلکې د دې تورو او سپینو او شنو د کرلو ځای .
باس :  داسې ځای د بلا شي چې موږ به نه وي کرلي .

خبریال : وروره زه خبریال یم . یو څو تورې پوښتنې لرم، سپین ځوابونه راکړه .
باس : باله خو د نظري په ژبه ووایه چې خبرمار  یې . د خبري رسنۍ خو د ګرد سره مخ ورک شي . له نیو یارک ټایمزه یې راونیسه تر طلوع او لمر پورې .

خبریال : د نیویارک ټایمز د تور په اړه  څه وایاست؟
باس : زه به یوه لنډۍ ووایم :

خلک به هر څه هر څه وایي
جانانه مه د چا منه نه یې منمه

خبریال : دا څووم ځل دی چې تاسې په قاچاق سره تورنېږئ . ان د امریکا څارګرې ادارې ( اېف بي آی)خو څو ځلې په خپل روپوټ کې وکښل .


باس : نو تاسې څه خبر یاست، امکان لري چې اېف بې آی په خپله تورن وي .

خبریال : که یو ځل ستاسې لنډۍ ته بیا راوګرځو . یو خوا طالبانو او  اسلامي ګوند خلک د اختر د مبارکۍ په پلمه ملي پاڅون ته راوغوښتل، خو بلخوا تاسې وایاست چې جانانه د چا مه منه  . افغان ولس څه وکړي؟
باس : خدای خبر دی چې طالبان څوک دي . دوی یوازې هغو شهیدانو ته دعا وکړه چې امریکا وژلي دي، خو هغو ته یې ونه کړه چې یا طالبانو په خپله وژلي  یا هم د دوی په ځانمرګو بمونو کې وژل شوي دي . بله دا چې آیا افغان ولس ته طالبان دا ژمنه ورکوي چې د دوی له وینو به ناوړه ګټه نه اخلي؟ خو زه  وایم چې بس هر سړی پیدا دی خو خپل کار لره کنه، هر څه د ول ول شي ټول ایران او پاکستان لره کنه . هر سړی پوه شه او خپل بېزنېس . د ملي پاڅون لپاره موږ منلی بېګ باس نه لرو .

خبریال :نو تاسې څه فکر کوئ چې که طالبان دولت ونیسي ښه به شي؟
باس : ګرد سره به ( ښه کړل شي ) د امارت په دوره کې به هرې مېرمن ته د څاروي په سترګه کتل کېدل، خو دې ته یې پام نه کاوه چې همدې مېرمنو دغه جنګیالي او غیرتي طالبان  زیږول او لا به یې زیږوي . اوس د همغو مېرمنو شعرونه د خپل تبلیغ لپاره کاروي . که مو بارو  نه کېږي، نو په دې پته یې کتلای شئ .
http://www.alemarah1.com/sher-01-10-2008.html .
خبریال : نو تاسې اوس رښتیا قاچوغ بر یاست که بوجي بر که الوتکه بر؟  افغان ولس ته ووایاست چې تاسې د جرګو او ملک مشري کوئ که د تورو او سپینو سوداګري .
باس :
کله ناکله ست د جام کوه
زه امریکن یم خولې ته پام کوه