کور / نوميالي / دا زموږ زېبا وطن، دا زموږ ليلا وطن ، دا وطن مو ځان دی

دا زموږ زېبا وطن، دا زموږ ليلا وطن ، دا وطن مو ځان دی

گـــران افغـــــانــســــتان



د فيع الله ستانکزى ليکنه


ارواښاد ملنګ جان په (۱۲۹۳) کال کې د ننګر هار د بهسودو په چمیار کلی کې یو داسی روښانه ستوری دنیا ته راغی چي په راتګ سره د چمیار کلی ته حو شخالی او په حقیقت کې یې ټول ننګر هار ته روښنایې ورکړه دغه پر ثمره ونې دتل لپاره دڅپلو هیواد والو لپاره میوه تولیده ،او دخپلی میوي په واسطه یې خلک او خپل هیوادوالو خو شحاله سا تل او همیش لپاره یې یو غږ په خوله باندې جاريو چې هغه ازادی وه .



دغه روښانه شخصیت ښاغلی محمد امین (ملنک جان) دعبدالشکور زوی دی ، نو موړی په دری کلنۍ دخپل پلار څخه یتم پاتې شوی او پوله پټی یې دتر بګنیو له لاسه ورته باتې نشو اوپه (۵) کلنۍ کې بلارنۍ ټاټو بی څخه دمسافرۍ غیږی ته لویدلی او دکامې ړلسوالۍ په مزدوری بوخت شوی دی . نو موړۍ دمسافرۍ په وخت کې .و دشعر ژبه یې روانه شوه شپږ میاشتی وروسته له کامی څخه بیرته خپل اصلی ټا ټوبې ته راستون شو او وروسته له دی څخه دجلال آباد په امنیه قو مندانۍ کې او دکونړ په لویه ولسوالي خپله دعسکری دوره تیره کړه . دنوموړۍ ترانه داتحاد مشرقي په اخبارکې خپره شوه ، دا هغه وخت و چې دده سندري دسین غاړو ته رسیدلی وز او دپوره نوم څښتن شوی و.



په کال (۱۳۳۲ه) کې دکابل رادیو ديشتو مو سیقۍ منتظم ړټاکل شږ ، خو ددغې دندۍ څخه بیرته (۱۳۳۳) کې ګو ښه کړی شو او بیا بیر ته (۱۳۳۵ه)کال همدغی دندۍ ته را وبلل شو او تر ژوند تر پایه پورې پدغه بر خه کې دنده اجرا کوله . په اول کې دی یو نا لو ستی شا عر و حتی خپل شعر یې هم نشوای لیکلای ،خو په کال (۱۳۲۸ه)کې دسردار محمد داود لخوا ورته یو دلیک لوست ښوونکی وټاکل شو او په شپږو میا شتو کې دومره څه زده کړه چې پس له هغه نه یې شعرونه پخپله لیکلای او لو ستلای شول .



په (۱۳۳۶ه)کال هغه و چې ملنګ جان دخپلی کډې سره او دري نیم کلن ما شوم دوا جان یې هم په غیږه کې و ،خو کله چې دبند په کږ لیچونوکې بری ګاډی واوښت چې لو مړۍ یو بل سړی او ورپسی ملنک جان او دوا جان ورولويدل هغه بل سړی بچ او ملنک جان سره دخپل واړه ماشوم ځانو نه دادي ژوند غیږی ته وسپارل او له پا نې دنیا نه یې تل ستر ګې پټي کړي .ښایې چې دا به دتقدیر کر ښه وې او دملنک جان په هغې دعا به ملا یکو آمین کړی وې لکه چې وایې :
ستا سو ځانو نو ځنې ځان مې ځار شه ستا سو بچو نه دوا جان مې ځار شه واورﺉ له ما ملنک جان ګرانو وروڼو زما محکو مو مظلو مانو ورونو
دملنک جان ژوند ته دپای ټکی ایښودل کیږي او دبهسو دو دچمیار کلۍ په پلارنۍ هدیره کې خا وروته سپارل کیږی (روح دی ښادوې او یادی تل وې )
ملنګ جان یو عوامې او ملی شاعر دپښتو سندریز شعر او ادب زمو نږ د ټبر یو مهم تخنیک دی چې زمونږ لرغونو او تاریخې شاعرانو په همدغه لړ کې خپل تا ریخی الها مات دمحیط او بشر په ژبه څر ګند کړي دي.
زمونږ دملی شاعرانو خپل تا سیرات او احساسات دملی آوازونو په قا لب کې داسي ځای کړی دی چې دسندر غا ړو په ژبه دساز او سرود سره خلکو ته رسیږی ، همدغه دلیل دی چې زمونږ شفا هې ادبیات له پخوا زمانونه تر اوسه پورې دخلکو په زړونو او ازها نو کې به سبت او هیڅکله به هیر نشی.



عامیانه شاعرانو زیات زحمتونه ګاللی دي یعنې دملنګ جان تر وخته پوری زیات پړاونه وهلی دي ، ډیری تجرو بې یې طی کړیدي ، ډیر مو ضو عات یې پخپله غیږه کې ځای کړيدي او ډیر اهنکونه یې خپل کړی دی ،خو کله چې ملنګ جان پر دی ډګر ور ګډشو ،نو عا میانه شاعرۍته یې هم دتر نګ او داهنګ له مخې او هم دمو ضوع او محتوا له مخی نوی خوزښت او تحریک ورکړ.



ملنګ جان دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې دژور سیاسی شعور او لوړ ملی احساس په درلودلو سره ضد مو ضوعات طرحه کړل اوپه پارونکو او هڅو نکو اهنګونو کې یې خپل ولس اوملت ته ورسول ،دده نغمي او تراني اوس ورسره زمزمه کړی ،ورسره غبرګیکړی او په لرو بر پښتنو کې یې نه سړ یدونکی چیغې اوهنګامې تودی او ولاړيکړی او خوږې نغمی یې دتل لپاره خو ږې پا تې شوی څرنګ چې دپښتو عا میانه شا عرۍ معمو لاً نالوستو شاعرانو کړې ، نو ځکه ددوی دشا عرۍ هر درک په لیدنو ولاړو ،خو ملنګ جان د خپل وخت ضد سیا سی مسا یل او جر یانو نه په ډیره ساده او روانه ژبه کول او ولس ته یې رسول او دادپښتو په ټوله عامیانه شاعرۍ کې دده امتیاز و اړ همدا امتیازدیچې مونږ دپښتو په عامیانه شاعرۍ کې دنوی تحرک اوخو ځښت را منځ ته کوونکې بللی او دحاس حماسی شاعر لقب ورکړ شوی .



ارواښاد استاد قیام الدین خادم پخپل کتاب (النبوغ او عقبر یت )کې ملنګ جان یو نا بغه بللی دی.ځکه ده ذده کړی نه دی کړی ،خو درک یې ، احساس او شاعرانه استعداد یې په خلایې تو ګه څپا نده ، ځلانده او خو ځنده وه . دی ځوانو شاعرۍ یې ځوانه وه ،ډیره هیله یې لرله چې دپښتو په عا میانه شاعرۍ کې نورۍ زیاتونې وکړی او نوره ګټوره پا نګه را منځ ته کړی ،خو نا څا په مړ ینه او ځو نیمر ګۍ نه یوازی دی ځوانیمرګ کړ بلکه دده شاعرۍ یې هم ځوانیمرګه کړه ،او پښتنۍ ټو لنۍ دیو داسی څپانده استعداد او نا بغه شاعرۍ له نعمت نه محرومه کړ ،چې دپیړۍ تیریده به هم داتشه ډکه نه کړي.


دداخلي پو هانو له نظره



کله چې مرحوم ملنګ جان دمرګ څپړه په مخ وخوړه ،نو دافغا نستان راډیو یو ځانګړی پروګرام خپورکړ چې دښاغلی پتان لخوا معرفی شوی و وروسته دهغه ځنی دنو موړۍ په باب یو لړ مشرانو پیغا مونه هم ورواورول شول لکه : دمطبو عاتو دریس سید قاسم رښتیا ، صدراعظم پیغام چې هغه هم دملنګ جان مړینه دافغانستان لپاره یوه ستره ضایعه وبلله په همدی تر تیب نورو خلکو هم دغه راز پیغامونه واورول لکه : دکوټۍ دیو ستر مشر پیغام چې نوم یې نه دی څر ګند ، دحمزه شنواری لخوا ، میرا جان سیال او داسی نور . ددی سره دلری او برۍ پښتونخوا شاعرانو او لیکوالانو د نظم او نثر له لاری خپل نظریات وړاندې کړی دي او دده احساس او ستاینه یې پخپلو لیکنو کې راوړې دی لکه عبدالله بختا نی چې دملنګ جان داخلاقو صداقت او دالفا ظو دصراحت او ظرافت په باب داسی لیکی : « مرحوم ملنګ جان په عمل او وینا کې ډیر عفیف ، صر یح او صادق انسان و،په وینا کې دصراحت نه بیغر ظرافت هم درلود» . همداراز پوهاند محمد خمیر ساپی ملنګ جان دیو مبتکر شاعر په حیث پیژنې . دهیواد یو تکړه شاعر عبدالر حمن پژواک هم دملنګ جان دشعی استعداد په باب خپل نظر څر ګند کړی او وایې : «  در اشعار واحسا سات اظهار سده است که اگر حقیقت ا به قدر تا ثیران نبا شد نما ینده استعداد وی در شعرات واگر با شد دلیل بر علوا احساسات وی است که حتماٌ شما یان احترام است000 »
زمونږ دهیواد یو بل تکړه لیکوال او شا عر ګل پا چا الفت دملنګ جان دشعر هنر په هکله خپل نظر داسی لیکی :« ۰۰۰ دده خوږی نغمي زمو نږ په خو شحالولو کې او خو ښولو کې ډیره ستره برخه لری ، دساز او سرود په دنیا کې نوی تال پیداکول دده کاروه ، غمونه هیرول او غم په ښادۍ بدلول دده هنروه ۰۰۰ » ددی سره سره محمد ایوب اڅکزی ديښتو نستان په تحریک کې دملنګ جان ونډه له پا مه نه غورځوی او ديښتو نستان په تحریک کې د ژوند دپیداکولو په خاطر تل دملی جذباتو ناز رانی ورکړی دي . همدارنګه زیات شمیر لیکوالانو لکه : محمد ګلاب ننګرهاری ، غلام حبیب نوری موسی شفیق ، مرخوم عبدالباقی با غوانیوال ، محمد شریف شریف ، عبد الروف قتیل ، مولوی محمد صدیق ، داړرشاه لیوال او مو لا نا قیام الدین خادم هم دمر حوم په مرګ با ندې خواشیني څر ګندي کړی دي او دملنګ جان په اشعاروکې د قوم بیدارۍ ته اشاره کړۍده او وایې :(۰۰۰ دده په شعر کې هم ترنم و ،هم قومیت اوهم دبیدارۍ پیغام۰۰۰ ) (۰۰۰ دده په مرګ عموماٌ پښتا نه ،ادبی ،موسیقی او ملی محا فل خصو صاٌ خوا بدي او غمګین شول ۰۰۰ ) له بل پلوه دننګر هار ادبی او ثقا فتی پښتو میاشتنۍ مجلې (۱۳۳۶ه،ش)کال اتمه ګڼه دده مړینه ته ځانګړې شوېوه چې دیو شمیر پو هانو لیکني يکې نشر شوی او دزیت شمیر لیکوالانو لیکنۍ تری پاتي شوي لکه :غلام نبی شنواری ، حبیب الله کاریزی ،محمد کریم ، محمد مونس مالیار ،غلام سرور مجنون ،محمد سلام بیدار اوداسی نور و لیکوالانو لیکنی وې ۰ (۱) واجد، عبدالواجد ، دملنګ جان په اشعارو کښی د هیواد پالنی انګازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ه ) لمریز
ددې سره سره یو بل خوږ ژبی لیکوال رحیم جان جو هر ملنګ جان ته دمو سیقۍ دجهان معمار او همدارنګه یې دده په مرګ دمو سیقۍ جهان وران ګڼلی دی دی وایې : ملی شاعره دپښتون له درد او رنځ خبره  ! دپښتون دموسیقۍجهان شو وران درپسې تر ځنکدن نه غلی نشوې دغیرت له چیغو ځکه تمام پښتونخواکوی لو لان در پسې



ملنګ جان دخارجي پو هان نو له نظره



په رښتیا سره هم دملنګ جان خوږي نغمي همداسی خوږی وې داخو پریږده چې په ټولو افغانانو کې محبو بیت درلود ،کله چې دده خوږي نغمی له سرحدونو څخه واوښتې ، دده شهرت نور هم زیات شو او دده اشعارو ته نور هم په علمی نظر وکتل شو او دبهرنیو پوهانو تو جویې ځانته واړوله ، دلته دشوروی اتحاد دځینو پو هانو نظرونه راوړو . دشوروی اتحاد دعلومو اکاډومۍ دایشیایې ملتونو دانستیتوت علمی کارکوونکی او دافغانستان دپښتو ټولنی افتخاری کارکونکی استاد نیکو لالی او ریانکوف پخپله یوه څیړنه کې چې عتوانیې دی (دافغانستان مسله او افغاني شعرونه )کې دملنګ جان داشعارو په باب داسی لیکی:


(دځوانیمرګ ملی شاعر ملنګ جان دتو جه وړ سرنوشت دافغاني شعرونو دارتقا سره ارتیباط لری .بې مبا لغی ویلی شو چې دغه لوی شاعر چې دولس نه پورته شوی دی دافغانستان او پا کستان دننی سرحد ددواړو خواوپښتنو په منځکې فوق العاده نومیالی شاعرده چې په همدغه سبب یې پخپلو سندروکې خپل شاعرانه استعداد دملی هدف په خدمت کې وښود ۰۰۰ )


یوه بله روسۍ لیکواله میرمن ګراسیمو او ښا غلی ګیرس پخپل کتاب (دافغانستان ادبیات ) کې چې د شفا هی ادب په باب یې لیکی دی دملنګ جان سندری هم راوړی دی او وایې چې کله مونږ دملی شفاهی ادب به باب خبري کوو نو مجبور یو چې دملنګ جان سندريهم پکی راوړو اویادونه تری وکړو بل یو پوه کو ختیف هم یو کتاب (دافغانستان بیو ګرافی ) په نوم لیکی اودملنګ جان په باب یې معلوماتورکړي او دی دافغانستان یو ملی شاعر بللی دی ددی سره سره یو بل عالم ښا غلی انا کاو سوف افغانستان ته راغی اوخپل خا طراتې په ازبکی لیکلی چې دښاغلی یاکوف کوزولو فسکی لخوا په روسی اړول شوی چې دیوی مجمو عی عنوان یې (دملنګ جان سندره ) ده او دغه بختانی صاحب په پښتو نظمکړیده: دغه زړه دی که فرهار دی ؟ دغه زړه دی که فرهار دی؟ دازما پدی سینه کې دردمن زړه دملنګ جان دی ؟ دردمن زړه دملنګ جان دی ؟ ای اسمانه !مهرباشه نو په مینه په توندۍ په یو متحده چالاکۍ په زړه واچوه کمند ځغلوې په سپیره کنده په سپیره او تشه کنده ښا غلی ملنګ جان
دغه څه شی ؟ ده څه وایې ؟ له کوم ځایه ؟ دا څه وایې ؟ ځواب ته دی لیوال یم . په ټولو ګران چې ځغلوی ډک له ویاړه ملنګ جان دغه څه شی ؟ له کوم ځایه ؟ زارشه زارشه راته وایه ! له سپینو سپینو وریځو ځغلوی او بیا ژړیږي دده اوښکه نه پټیږ غښتلی ملنګ جان (۲)
(۲) واجد،عبدالواجد، دملنګ جان په اشعارو کښی دهیواد پالنی انګازی ، آزادی مطبوعه کابل ، کال (۱۳۸۳ ه ) لمریز



دملنګ جان داشعارو ډولونه





دفورم له مخی دملنګ جان داشعاروډولونه



په پښتو شعر کې دعربي اوزانو تقلید یو نوی شی دی ، جې دعربی او فارسی ژبو دنفوز په وخت کې په پښتو ژبه تسلط مومې ، زمونږ شفاهی ادبیات زمونږ په تاریخ کې هغه فصل دی جې دقومیت او ملیت ډیر علی سجا یاووڅخه نماینده ګې کوی او دزمانی په تیر یدو سره دیوی ژبی نه بلی ژبی ته تللی او انعکاس یې مو ندلی او دهیواد ټولو اوسیدونکو ته یې تا سیرات بخلی دی . همدغه سبب دی چې اوازونه یې ډیر خواږه او الها مات یې ډیر ساده و خو یو خصو صیت چې زمونږ په قوم کې یې لری هغه زمونږ دشعر او ادب سندریز فورم ده چې ډیر قوی دی ملنګ جان دغه سندریز فورم بیا را ژوندی کړی او روح یې پکې پو کړی . دقوم او قبیلو حال او احوال نه یې رښتییاني الهامات دقوم او قبیلو په ژبه دساز او سرود په اواز خلکو ته واورول او همداسبب و چې خپله افغانی ټولنه کې یې محبوبیت پیداکړ .
خو دملنګ جان شعرونه مونږ په مقام ، داستان ، غزلو ، چاربیتو ، لوبو ، او بګتیو باندې ویشلای شو ، دا ځکه چې له یوی خوادازمونږ دشاعرۍ دودیز فورمونه دی او له بلی خوا داوسنی شفاهی سندرودود هم دی .ملنګ جان پخپلو اشعاروکې ددغو ټولو ملی عنعنوی فورمونو څخه ډیره ښه ا ستفاده کړیده او پوره کار یې ورڅخه اخستی دی او دده شاعرۍ اساسی منبع دپښتو هغه ملی اوشفاهی اشعاردي چې تل په دی وروستیو کلونوکې د ننګرهار په حجرو اودیروکې دسنذرغاړو له خوا ویل کیدل،خو په هر حال دملنګ جان دخپل فطری استعداد په واسطه کولای شول چې دموضوع په لیدلو سره سم دستی شعر وایه او اشعاریې داسی په وزن او تول پوره وه چې دتل لپاره دخلکو په خوله کی پاتی وې.



د ملنګ جان آثار


خو هغه څه چې له ده ځنی راپاتې دي یعنی په (خوږي نغمۍ ) چې راغلی دی په لا ندې ډول دی





    • (۳۱) چاربیتي
    • (۴۰) لوبي
    • (۶) بګتي
    • (۶۰)غزلي او
    • (۳) مقامونه



او له دی څخه داسی ښکاری چې ملنګ جان دپښتو فلکلوریکو اشعاروله ډولونو سره په پیژند ګلوی کې نو موړۍ اشعار مونږ ته را پریښی دي .



دملنګ جان داشعارو سبک



داخو څرګنده ده چې هر شاعر یا لیکوال ځانته یوه لاره او ځانته یو لیک لری او دهمغی په خوا باندې روان وی . ملنګ جان هم یو له هغو شاعران ځنی دی چې ده خپل اشعار په یو نوی سبک با نې بنا کړل ، نه یې درحمان بابا نه یې دخو شحال حټک ، نه یې حمید مومند پیروی وکړه اوده یوازی اویوازی خپل شعرونه دوطن په ازادۍ ، دبښتو نستان په ازادۍ کې وویل او ځلمیان یې داشعارو په زور را وپارول . دملنګ جان په اشعاروکې عشق او تغزل یو مضمون ،وطن ،ملت اوټولنه بل مضمون دی اوده دغه دواړه دلرغونی عنعنی تاسیر اوخپل هنری ذوق پر بنا داسی سره ګډکړی دی چې یو نوی سبک یې رامنځته کړی دی داهم ویلی شو چې ده پخپلو اشعارو کې حسن او جمال ، مینه ، دمعشوقو مینه او دوطن مینه ښه سره یو ځای کړی ده . دالفت صاحب په نظر هرڅوک نه شی شاعر کیدای ، بلکی هغه څوک شاعر کیدای شی چې دملت غم ، دقوم فکر ورسره وی ، خو ملنګ جان کې دغه حصو صیت موجود دي او دالفت صاحب له نظره هم شاعردی



دملنګ جان داشعارو مېنځپانګه



دملنګ جان اشعار (خوږي نغمي )که څوک ولولی نو په څرګند ډول به ورته معلومه شی چې ده پخپل شعر کې څه شی ځای کړی او دده په اشعاروکې مهم او لومړنۍ شرط دانسان دژوند لپاره څه شی ګڼل شوی دی . ده خپلو اشعاروکې دهر څه نه مخکې ازادۍ ته نغوته کړیده اوازادۍ یې دهرڅه نه بهتره دانسان لپاره ګڼلی ده .ځکه وایې: انسان ازاد پیداشوی او حق لری چې ازاد ژوند وکړی او په دی باند ی ټول پوهیږوچې ازادۍ یو دبل په حقو قو او درناوې کې نغښتی ده ، او که داسی نه وې هغه دخوشحال خان خبره : مرګ په سل ځله بهتر دی ترژوندو نه دعزت سره چې نه وی زیست روز ګار (۳) په هر حال مونږ دلته دازادۍ په نورو اړخونو باندې نوره راڼا نه اچوو خو هغه انسان چې په ازادۍ باندې مین وې او دولس او خلکو غوښتني ښي ورڅرګندیوې او دنامه سره هر هیوادوال تشناوې او پیژنو یې هغه ملنګ جان دی .دملنګ جان هره غزله نه یوازی په زړونو منګولی لګوی بلکی دویښتیا ځواک هم ورسره شته دی او شعرونه یې داولس نه راوتلی او داولس دذوق ممثلدي نوځکه ډیر ژر یې داولس په سندرغاړوکې شهرت وموند . ده په غزل او تغزل کې دخپلی خاوری مینه اوخدمت ښه ځای کړی ،او به خورا هنری ډول یې وروزل ، او څرنګه چې دی په لر غونې او معا صر ادب نه پوهیده، خوبیا هم دلرغونې عنعنی تاسیر او دده هنر مند ذوق دابتکار حد ته رسولی و ددغی خبری ثبوت دلاندې بیتو څخه ښه څر ګندیږی : پتنګ دبلی شمعی یاردی بلبل دګلو خریدار دی دلیلا دوی سترګې مجنون پیژنی دازادۍ قیمت پښتون پیژني خو ده پخپلو اشعارو کې نه یوازی ازادۍ ځای کړی بلکی ده نور هړخونه هم څیړلی لکه وطن دوستي چې ده پخپلو اشعارو کې زیات ځای ورکړی دی او دی دوطن په درد دردمن ، او دقوم په خوږ خوږمن ،دپښتو نستان دازادۍ دلاری فداکار او دپښتون دترقی ارزومن و دملنګ جان اشعار دپیل نه تر پایه پوری دوطن سره دمینۍ ، دازادۍ اووطن دترقۍ جوړه شوی ده او خپل هیواد وال یې اتفاق ، اتحاد او یووالی ته رابللی دی او تل یې په خپلو اشعارو کې پشتنو ته دخبلواکۍ ، ازادۍ او داستعمار په ضد یې پښتنو ته دمبارزی درس ورکړی لکه چې وایې: زه پښتون یم پښتنی یم زیږولی دپښتو په کارو بار یم پوهیدلی ماته شوی په طفلۍ کې داوصیت دی پلار نیکه مو تیر کړی حقیقت دی دخیبره تر اټکه مې وطن دی وطن څه چې خاص زما دپلار مسکن دی او تر اخره همداسی . بل داچې دملنګ جان داشعارو محتوا دده مینه او محبت هم ده ، خو دغه مینه اومخبت دا یوه معلومه مینه او محبت نه بلکه دده داشعارو اساسی منغ هغه غوامل دی چې دهما غه وخت او زمنۍ شرایطو به ده باندې نازل کړی و. دبې وسۍ ، غربیۍ ، او خودارۍ څپیړې دی په چیغو راوستۍاو په پای کې دهیواد دسندریزی فضااو دپښتو دفلکلوری او اولسی ادب دسندرو اونغمو دتاسیراتو په اساس دده چیغو او فریادونو دغزل ، بګتۍ ، مقام ، ۰۰۰ په واسطه ښکاره کړی دي . دی وایې دلیلا په دوه سترګو مجنون پوهیږی اودده مینه او محبت فقط او فقط دلیلا سره ده خو بل چاته ارزښت نه لری، ځکه یې له درده دافسوس اوښکي توی کړی دی کله یې دیار سترګوته اوښکي تللی اوکله یې خپل قوم ته : دافسوس اوښکی مې ځی لکه اورونه ماته مې یار راکړل دزړه په سر داغونه بله مهمه خبره چې دده اشعارومحتوا یې څرګنده وې هغه انتقادی اړخ دی .هر څوک دخپل وطن ،خپل ملت ،خبل تاریخ .خپل کلتور او دودونو تر اغیزی لانې وې، هر څوک دخپلی زمانۍ بچیدی ، څه چې یې له دغو منابعو ځنی اخستیی وی هغه بیرته ورکوی او څه چې یې اوریدلی وی هغه بیرته وایې . شاعر دخالی زړه خاوند دی ، هغه داځواک لری چې له پیښو داسی انځورجوړ کړی چې دخلکو زړونو سره بو ګتونکی واقع شی . دملنګ جان دغه اشعارودخلکو دپوهی او تنویر سره زیاته مرسته وکړه او دده داشعارو ګرانښت سبب همدغه انتقادی اړخ دی لکه چې وایې : نور دصبر طا قت نه وینم ځان کې بې خودۍ را باندې بیا کړی اسردی چې نظر مې شو روزګار دده جهان ته له افسوسه مې غم راځی خپل ځان ته نور دصبر حولی کنډول مې مات شو ځکه پورته مې له خولی نه دافریاد شو زه دی خپلی پښتو لره حیران یم تش په تشه کړی دعوه چې زه افغان یم پښتنواله هسی خیریوې پښتوته چې په کورکی ماتول خپل مړوندونه نه دالاره دپښتو نه ده غیرت ده بلکې دغه علامه د جهالت ده او تر پایه پوری .همدارنګه ددی سره سره ملنګجان فلکلور یکو کیسو ته پخپلو اشعاروکې ځای ورکړی او ملنګ جان دټو لنی دیو فرد په حیث دخپلی ټولنی دکړو وړو څخه متا ثر دی او په دی تو ګه نه یوازی خپل تاسیر ښکاره کړی بلکه خپله ټولنه یې هم انځورکړی ده او دغه واقیت مونږ ته دده له یو شمیر هغو انځورونو څخه ښکاری چې دکیسو په بڼه په نظم را پاتی شوی دی لکه چې وایې : سلطان نومي امیر په حکم دقدیر لښکر یې ټول بهیر دتخت دپاسه نا ست و تمام کار یې سر برا و سلطان نو مي پا

.