دآزدۍ پسرلي ته
سا نیولئ دې ولاړ یم دروازه کې
روح مې ستا سترګو ته ګوري جنازه کې
دسبا ستوري ډوبیږي لمر ته غږ کړه
څوکیوال دزړه دکور په خوازه کې
وچکالۍ مې دنفاق لمن نیولې
دیووالي اوبه وشینده خازه کې
دراتلو دې تاندې پیغلې انتظار دي
چا زلمو نه غیرت وړئ اوازه کې
دلته هسې پاډوګرو واک اخیستې
غرونه غوښې سیند ښورواکړي انګازه کې
دپښتون دکیږ دۍ مراندې کړه راټینګي
څوک یي وړي پیڅکئ په غلا څوک اجازه کې
که راځې دآزادۍ سپرلیه ژر شه
خدمتګار سترګې په لار دئ دروازه