کور / تازه خبرونه / جنرال : د طالبانو پر ضد نور ۳۰۰۰۰ پوځیان غواړو

جنرال : د طالبانو پر ضد نور ۳۰۰۰۰ پوځیان غواړو

د انګلستان « انډپنډنټ » ورځپاڼی د جنرال ډیویډ ریچرډز له قوله ( چی د نن څخه به په افغانستان کی د برتانوی پوځ نوی قوماندان کیږی ) ولیکل چی موږ د طالبانو د ځپلو لپاره نورو دیرش زرو پوځیانو ته اړتیا لرو . ده زیاته کړه چی د فعلی ۸۰۰۰ برتانوی پوځیانو څخه علاوه نور پنځه زره برتانوی پوځیان هم باید افغانستان ته راسی حال دا چی متباقی ۲۵ زره به امریکایان تهیه کوی او هم به نوي روزل سوی افغان پوځیان وی . ده خصوصأ په هلمند کی بهرني پوځیان لږ وبلل . خو څېړونکي وایی چی اوس ډېر ناوخته سوی دﺉ .