ناټو په وردکو کې د ګڼو وسلوالو د وژلو ادعا کوي.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په یوی خبرپاڼې کې ادعا کړې چې وړمه ورځ یې د وردکو په ولایت کې په دوو جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۹ وسلوال وژلي دي، د غو ځواکونو دا ویلي چې لومړی دوی د وسلوالو تر برید لاندی راغلل او پوره شپه یې ورسره جګړه وکړه ، د ناټو خبرپاڼه وايي چې دوی بیا د سپکو او درنو وسلو او چورلکو په مرسته په هغوی عملیات ترسره کړل، ایساف دا ډول وايي چې په نرخ او جلریز ولسوالیو کې هم ګڼې وسلې زېرمې نېولي دي.