د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د الازهر پوهنتون د ستر مفتي شیخ محمدسعید طنطاوي په حواله لیکلي دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو هر کلې کوي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا ددفاع د وزیر په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې نړیوالې هڅې مخ په کمیدو دي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو او د هغې لپاره د کیدونکو کمپاینونو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغان کابینه کې اعلان شوي بدلونونه څیړلي او د هغې په اړه خپاره شوي غبرګونونو ته يې کتنه کړې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې ولسونه باید د خپل برخه لیک په ټاکلو کې بې توپیره پاتې نشي.
ورځپاڼې بیا هم د ترورزم په وړاندې روانې مبارزې ته کتنه کړې او لیکلي دي چې دا مبارزه بشپړې هم غږۍ ته اړتیا لري.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو سره د ایران د مخالفت مسله راغستې او پوښتنه يې کړې چې ایران ولې له دې بابته په اندیښنه کې دې.
د ورځپاڼې په لومړي مخ کې لیکل شویدي چې له طالبانو سره د خبرو د ملاتړ سره سره برطانوي جنرال په افغانستان کې د سرتیرو د زیاتولو غوښتنه کړې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د لوږې او خوراکي موادو د کمښت په ستونزې تبصره کړې او دې ستونزې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له پاکستان سره د طالبانو په اړیکو او همداراز په پاکستان کې په روانو پیښو تبصره کړې ده.
ورځپاڼې د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د وروستۍ پیښې په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.
د ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د اداري فساد ستونزې ته په اشارې لیکل شویدي چې د دولتي او نا دولتي ادارو ترمنځ د اداري فساد سیالي روانه ده.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم د دولت او طالبانو ترمنځ سولې په خبرو تبصره کړې او لیکلي دي چې دولت خو خوله بایللې ده خو اوس د خپل سر د ساتلو په هڅه کې دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د قومي ځواکونو د جوړولو په اړه د ولسي جرګې د ځینو غړو نظرونه راغستي او هغه يې له بیلابیلو اړخونو څیړلي دي.
په ورځپاڼه کې په هرات کې شتو امنیتي ستونزو ته هم کتنه شوې او د هرات د والي په حواله لیکل شویدي چې پدې ولایت کې د امنیت د ټینګولو وسه نلري.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او د سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د جرمني د ځواکونو د زیاتولو لپاره ددغه هیواد پریکړه څیړلې ده.
خو اصلاح بیا د ترورزم په وړاندې د روان جنګ په اړه کیدونکو تبصرو ته په اشارې لیکلي دي چې دا جنګ بایلونکې ندې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د امریکا د یو پخواني چارواکي په حواله لیکلي دي چې لویدیځ په افغانستان کې د شوروي له برخه لیک سره مخامخ کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ په روان حالت تبصره کړې او هغه يې تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.
ورځپاڼې په یو خبر کې دا هم لیکلي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو اته دیرش ازبک وسلوال نیولي دي.