کور / تازه خبرونه / زرداری : تروریسټان د افغانستان څخه تمویل کیږی

زرداری : تروریسټان د افغانستان څخه تمویل کیږی

د پاکستان نیوز ورځپاڼه خبر ورکوی چی د پاکستان ولسمشر آصف زرداری پرون د امریکا د خارجه وزارت د مرستیال ریچرډ بوچلر سره په اسلام آباد کی د خبرو اترو پر مهال وویل چی په قبایلی سیمو کی تروریسټان د افغانستان او نورو هېوادو څخه تمویل کیږی . زرداری بوچلر ته وویل چی په افغانستان کی د مخدره موادو څخه لاسته راغلي پیسې دلته د ترور اړونده پېښو لپاره را روانی دي . ده ادعا وکړه چی د پاکستان له لاری د مخدره موادو انتقال ختم کړه سوی دﺉ نو ځکه هغه قاچاقبران اوس خپلی پیسې دلته تروریسټانو ته ورکوی . ده زیاته کړه چی امریکا د دې کار د بندولو مسؤلیت لری او د دغو قاچاقبرانو پر ضد باید کلک عمل وکړی تر څو په پاکستان کی تروریسټی شبکه محوه سی . خو څېړونکی وایی چی د مخدره موادو کرل ، وړل او قاچاق اوس د درو واړو هېوادو له کنټروله وتلی دﺉ که نه ولی یې مخه نه نیول کیږی .