کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ډېرى افغان ځوانان د لوړو زده كړو په ارمان دي!

ډېرى افغان ځوانان د لوړو زده كړو په ارمان دي!

په افغانستان كې ډېرى ځوانان چې له دولسم ټولګي څخه خلاصيږي دلوړو زده كړو په ارمان وي. خو متاسفانه  د لوړو زده كړو د وزارت د ناكاره پاليسيو او بيورو كراسۍ له وجې يې دغه ارمان له خاورو سره خاورې كيږي. او بې شمېره ځوانان د ځانګړي مسلك د نلرلو له وجې مخدره توكيو او نورو بې لاريو ته مخه كوي هان ځينې پكې لا د ځانوژنې تر پولو هم اوړي!

غريب ځوانان د اداري فساد، خپلوۍ پالنې، تحفو، ډاليو له وجې نشي كولاى چې په هېواد كې په پوهنتونونو كې شامل شي. همداشان د ټول هېواد په كچه د يوې ډلې حاكميت  لا ځينو زده كوونكيو ته  نورې توكميزې ستونزې هم  ايجاد كړيدي.

له  هېواد نه باندې چې هم كوم زده كوونكي استول كيږي، هغه هم  دځينو كړيو لخوا تنظيميږي او د شفاف وېش او لياقت پر بنسټ ندي. په دې وروستيو كې چې د هندوستان لخوا كوم بورسونه افغانانو ته وركړل شوي ول، له زرو څخه يې نهه سوه يوه مخصوص توكم ته وركړل شوي. همداشان په دغو بورسونو كې د لياقت او وړتيا له مخې څوك ندي لېږل شوي شوي او داسې ويل كيږي، چې ددغو زده كوونكيو په غوره كولو(سليكشن) كې هندوستان مستقيم لاس درلود او ټول يې د يوې ډلې خلك غوره كړيدي.

دغه بورسونه بايد په عادلانه توګه وېشل شوي واى تر څو د لياقت له لارې زده كوونكي لوړو زده كړو ته غوره كړاى شوي واى!

په هر ترتيب د لوړو زده كړو وزارت بايد دهغو ځوانانو لپاره چې د لوړو زده كړو هيله لري  بورسونه چمتو كړي او يا دې ورته په هېوادنې پوهنتونونوكې زمينه برابره كړي. ترڅودغه ځوانان خپلو هيلو ته ورسيږي او له مايوسۍ څخه خلاص شي.
همداشان د كار، ټولنيزو چارو وزارت، دمخدره توكيو سره د مبارزې وزارت او نورې  اړونده ادارې هم بايد د هغو ځوانانو لپاره چې زده كړې يې كړي د كار زمينه مساعده كړي. ترڅو له بې كارۍ او بې لارۍ څخه خلاص شي! ځكه يو شمېر تعليم يافته ځوانان له زده كړو سره، سره د متفاوت اداري چلند له مخې بې وظيفو ګرځي او مايوسه دي!