کور / خبرتیا او پيغامونه / محصلين دملي آرمان ورځپاڼي بنديدل اومحاکمه کيدل غواړي

محصلين دملي آرمان ورځپاڼي بنديدل اومحاکمه کيدل غواړي


دکابل پوهنتون محصلين دملي آرمان ورځپاڼي بنديدل اومحاکمه کيدل غواړي


 


دکابل پوهنتون په لسګونو محصلينو دملي ارمان په نوم ديوې ورځپاڼې پرضد لاريون وکړ اوددغه ورځپاڼې دبنديدو غوښتنه يې له دولت نه کوله .


 


لاريون کوونکيو چې شميره يې له ٥٠٠ نه زياته وه مرګ پرارمان ملي ورځپاڼه اوموږ دملي ارامان دورځپاڼې دمدير اودهغه ليکوال چې د(کرزي کودتاکرد) ترعنوان لانديې يې مقاله ليکلې اوددغه ورځپاڼې دتلې په ٢٢مه ګڼه کې يې خپره کړې وه .


 


د آرمان ملي وځپاڼه کې (کرزي کودتاکرد )ترسرليک لاندې  د عصر دولت شاهي په نوم يوه  ليکوال    يوشمير شخصيتونو،د حامد کرزي دحکومت دکابيني په يوشمير غړو  او د وردګو قوم په اړه داسې ستغى کلمې کارولې وې چې کابل پوهنتون محصلين يې قهرجن کړي وو اونن يې په لاريون لاس پورې کړ . .


په ياده شوې مقاله کې   کورنيو چارو نوى  وزير محمد حنيف اتمر پخوانى خادست او فاشيست ګڼل شوى دى . 


 


 د مقالې په يوه بله برخه کې راغلي : (( کرزي د خپلو ظالمانه او عبدالرحمان خاني ډوله برنامو د پلي کولو په موخه ټول پوستونه په پښتنو ډک کړي او هغه هم په هغو پښتنو چې هيڅ ډول قوي قومي پايه نه لري او ډېرى يې زاړه ګناه ګاران دي . ..  او دا ټول کرزي ته چاکري کوي … ))


 


د مقالې ليکوال  په کابينه کې نوي تغييرات پر تاجک قوم يوه کودتاه تعبير کړې ده .


داپه داسي حال کې ده چې ښاغلى حنيف اتمر دخپل کار له مخې دکورنيو چارو وزير شوي دي


اتمر له دې وړاندې دپوهني وزير وواوله هغې وړاندې دکليو اوپراختياوزير وو چې په خپل و ار يې ډير خدمتونه کړي دي چې له دې هيڅوک سترګې نه شي پټولاي  .


 


 


لاريون کوونکيو چې په سپينو ټوټو يې په شنه رنګ شعارونه ليکلي وو (آرمان ملي  زموږ ملي وحدت ته صدمه رسوي ) موږ دملي آرمان دورځپاڼي بنديدل اودمسول مدير ته يې سخته سزا غواړو اوداسي نورشعارونه ورکول .


دعبدالله په نوم دمحصلينو يواستازي ګواښ وکړ چې که چيرې محکمه دارمان ملي وځپاڼه ليکونکي مدير ته سخته سزا ورنه کړي نودکابل پوهنتون محصلين به يې دفترته اور واچوي .



 


 


دغه راز نوموړي ويل چې دکابل پوهنتو ن ډيرى شمير محصلينوهوډ کړي چې  که دولت ورته توجه ونه  کړه نو دغه شان لاريونونوته به ادامه ورکوي


 


تبصره نسته

  1. وروسته له تودو سلامونو نه تاسی درنو لوستونکو ته.دا لیکوال چه هر څوک دی ډیر دعقل نه کم زوری او احمق انسان دی.ځکه په داسی نازک حالت کی چه ټول دا حڅه کوی تر څو بیرته افغانان سره یو کړی داسی یو ه بی معنا لیکنه خپرول په خپله په دی معنی ده چه دا شیطان په خپله د بل چا موزه پاک دی.پښتا نه که فاشیستان وای نو تا به هم نن په پښتو لیکل کول او هیڅ کله به دی دا جرت نه وی کړی چه په بوه قوم پسی داسی سپکی سپوری ووایی.تاسی غوندی خلک به انشالله هیڅ کله د پردو له موزه پاکی خلاص نه شی.مخ توری او شرمیدلی د وی موزه پاکان

  2. zama salamona aw neke helle omanay.
    za pa de deer khapa kigam che da dir jang wrosta os ham zamong afgahanan wrona yaw bal ta badbeen wale de. ka karzai ya bal sok pa ghalat v no ta ham afghan yee wale hagha na esla kave. aw ya ham bayad da sahe lare hagha ta owayal she. wale yaw bal ta bad been u.da khabare phaqat hagha sok kave che da afghansitan badbeen v. zaka che badbeen da obo neem jam ta neem tash da obo jam waee aw khoshbeen ye nem dak da obo jam waee. no razay che u bal ta khoshbeen owosego aw da watan abaad ko. kana no da afghanistan doshmanan da jang da para tayar oorrr bal kale da.manana

  3. Afghanan bayad khpal dokhman wopejani harsok che po hewad ki jabani aw qawmi masayelo ta laman wahi de doy ter sha hatman bahrani lasona shta aw hamda de hewad dokhmanan de arman milli de setam milli de gwand jaba da aw da jaba bayad pri shy ka na ratlonki ba dera kharaba we po dranawe

  4. زه هم ټولو وطنوالو ته سلام وایم او پس له سلام نه زما عمر ډیر کم دی خو بیا هم غواړم خپل نظر ووایم چه مونږ غوندی ما شومان به له داسی وجدان خرځ شوو مشرانو څه وطن پالنه زده کړو داسی لیکوالان باید سخته سزا ووینی او دخلکو له خوا ورټل شی.چه ګڼډل دی نه دی زده څیرل خو مه کوه.