کور / تازه خبرونه / سعودی : کابل او طالبانو خبری اتری کړي وې

سعودی : کابل او طالبانو خبری اتری کړي وې

رویټر د ریاض څخه خبر ورکوی چی سعودی عربستان رسمأ دا ومنل چی کابل او طالبانو د دوی په حضور کی ملاقات سره کړی و خو دا یی څرګنده کړه چی په راتلونکی کی به د سعودیانو منځګړتوب د افغانانو لخوا د سولی سره د هغوی په مینه او دلچسپۍ پوری تړلې وی . افغان رسمی مقاماتو او طالبانو په روژه کی په مکه شریفه کی د پاچا عبدالله په حضور کی روژه ماتی سره کړی و خو دواړو خواوو د پخلاینی د یوې دغسی غونډی څخه انکار کړی و . سعودی خارجه وزیر شهزاده سعود الفیصل پرون یو مطبوعاتی کنفرانس ته وویل چی د سعودی عربستان دا هڅه د ولسمشر حامد کرزي د غوښتنی په نتیجه کی سوې وه . څیړونکي وایی چی سعودی عربستان هڅه کوی چی طالبان او القاعده سره بیل کړی او د پاکستان یعنی ریاض او واشنګټن ملګرﺉ د بې ثباتۍ او خطر څخه وژغوری .