کور / تازه خبرونه / هلمند : دملي پيوستون…۲۵۸ مختليفي پروژې تكميل كړې

هلمند : دملي پيوستون…۲۵۸ مختليفي پروژې تكميل كړې

په هلمندولايت كى دملى پيوستون او دكليودبيارغاونى اوپراختيارياست دوسوه اته پنځوس مختليفي پروژى تكميل كړى .


الحاج محمد عمر قانع چى په هلمندولايت كى دكليودبيارغاونى اوپراختيادرياست  رئيس دى وويل دروان هجرى لمريز كال دپيل راهيسى ددغه ولايت په ولسواليو او په مركز لښكر گاه كى  دملى پيوستون په پروگرامى كى په دغه ولايت كى دكليودبيا رغاونى او پراختيا درياست له لارى دشوراگانوپه واسطه دوسوه اته پنځوس پروژى تكميل كړى چى ددغه جملى څخه ده پاكو اوبوڅاگان دسړكانو ژغل اندازى دبندونوجوړول پلچكان او ځينى نوركارونه هم ترسره سوى دى


.قانع زياته چى دډى آيف اى ډي چى دانگلستان دپرمختيايي ادارى دچښولو داوبو پوگرام چى پرمخ بيايي ددغه رياست په واسطه دشوراگانو له لارى يوزوروديرش حلقى دچښلو دابو څاگان په دغه پروگرام كى ددغه ولايت ناوه مرجه نادعلى نهرى سراج اوبست ولوسواليو كى پلۍ سوى دى.


نوموړى ددغو پروژو ټول مالى لگښت يولس ميلونه نهه اتيا زره   نهه سوه دروڅلوښت زره امريكائي  ډالره وه ښودى 



ددى ترڅنگ دغه رياست ددغه ولايت دهغه بيځايه سو كسانو سره مرسته كړى چى دولسواليوڅخه دجنگ جگړى له امله مركز لښكرگاه ته راستانه سوى قانع وويل چى دغه مرستى ديونيسف  ډبليو پي يو نى سى ار لخوابيځايه سوكسانو سره مرسته سوى چى لس زره ټنه خوراكى مواد كمپلى خيمى او دعامى روغتيا درياست له خوا درمل هم وركړل سوى دى 


ديادونى وړ ده چى دهلمند په ولايت كى په دا وروستيو كى دبيارغاونى كارونه په چټكى سره روان دى خو ددى سره سره ددغه ولايت وگړى يوازى دملى پيوستون دپروگرام څخه خوښ دى چى وايي دوى يوازى څه ناڅه كارونه كړى ولى كومى نورى مؤسيسى چى د هلمند ولايت دمركز لښكر دښار ټول لوړ تعميران په جيگو پيسو په كرايه نيولى خو يوازى دخلكو دليدولو لپاره ځايونه جوړكړى ولى دكار اخيستولو لپاره كارونه يي ډير كم ترسترگو كيږى


عزيزاحمد شفيع هلمند ۱۳-۹-۱۳۸۶