کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا نا امني دچا ډالی ده (د ۶مي برخي -دريم جز)

دا نا امني دچا ډالی ده (د ۶مي برخي -دريم جز)

سنگ اول چون نهد معمارکج   تا ثر ياميرودديوارکج

دبن کنفرانس اوپايلي :

د امريکا پخوانى  دپلومات اود افغانستان لپاره دجمهورريس جورج ډبليوبوش خاص استازي،اوسفيرجېمز ډابنزپه ۲۰۰۱ زکال د امريکا دجمهورريس جورج ډبليوبوش لخوا په افغانستان کي دطالبانو پرځاى ديوبل حکومت  دجوړولو لپاره وټاکل شو .

دملگروملتو دسرمنشي ځانگړي استازي اخضرابراهيمي او دهغه مرستيال فرانسيسوندرل لخواپدغه وخت چي دامريکا پوځی حملې اوعمليات په خرپ روان وه په افغا نستان کي دنوي حکومت درامنځته کولو په هکله پر پلان او طرحي کارشروع کړی و . دبيلو ډلو ټپلو سياسي او جهادي گوندواو تنظيمونودهغوکسانو سره چي دوي ورباندي باوردرلود تماسونه ونيول سوه ،ددې تماسونوپه جمله کې ددقبرس ، روم  پېښوراوشمالي ټلواله چي ډير پخوائي لادامريکا اونړيوالي ټولنې پاملرنه ځانته اولې وه ،اودبلې خوائې  پرخپل سر دطالبانو لخوا هغه ددوي ړنگ شوی حکومت دوباره اعلان کړ،دبن کنفرانس اساسي لوبغاړي شول .

داهغه تيروتنه وه چي امريکايان به ئي تر ډيره جبران نشي کړاي .

ملگروملتو،امريکا،برتانيې ،جرمني ،فرانسي دولتي چارواکو دافغانستان لپاره د راتلونکې دولتي سيستم  دجوړ ېدو،اساسي قانون ،مؤقتي اوعبوري ادادرې ددندو او نورواړينو مسايلو دڅېړلو په منظور دالمان په وړانديز دهغه هيواد دبن په ښارکي ددوې دخوښي افغانانو په گډون ديوې غونډې چي په تاريخ کي دبن دکنفرانس په نوم يادېږي  دجوړيدو لپاره گامونه گړندي کړه . 
دملگرو ملتو دسازمان دسرمنشي استازۍ اخضر ابراهيمي په ايتالياکي دمحمدظاهر شاه ،دهغه دکورنۍ دغړواوهغه له سلاکارانو سره وکتل په خبرو کي موافقه وسوه چي دبن په کنفرانس کي به دپاچا استازي برخه اخلي . په دغه وخت کي چي دظاهر شاه سره دنړېوالو په گډون دافغانانو ليدني کتني زياتي شوې ،موږ په اروپا کي ديو شمير فرهنگي ټولو استازې دتليفون په مټ سره سلا شوچي يوهيئت دي دافغانستان دمسلې دعادلانه حل په هکله دپاچا سره دکتلو لپاره روم ته ولاړ سي . دفرهنگي ټولنوپلاوۍ روم ته ولاړله پاچا اودهغه دکورنۍ دڅوغړوسره يي دافغانستان دراتلونکي سرنويشت دټاکلو ،افغان ولس دغوښتنو زموږ دوړاندېزونو او يو شمير نورو دعلاقي وړ مسلو په هکله خبري وکړې ، دلومړې ځل لپاره زموږ لخواپه سمبوليک بڼه همدغه پلاوي يو ټوک پښتو کتاب دپخواني پاچا کورنۍ ته ډالۍ کړ .
په افغانستان او له هيواد نه بهر ټولو افغانانو ددې لپاره تلاښ کاوه چي داځل دبهرنيو هيوادو په مرسته او افغان روڼ اندو په مشوره او گډون داسي يوه اداره جوړه سي تر څو افغانولس وکولاي سي خپل سرنويشت په خپله خوښه او دولس له ارادې سره سم وټاکې . ددي کار لپاره زياتوروڼ اندو افغانانو منډي تر ړي وکړې ،مگر له بده مرغه دتل پشان زموږ دهيواد دبرخليک دټاکلو په هکله د هغو څخه چي دهيواد دودانېدو او ښېرازۍ سره يي علاقه لرل چا پوښتنه ونکړه، دافغانستان راتلونکۍ سياسي سرنوشت يوځل بيا دابرقدرتولخوا دبن په کنفرانس کي چي د ۲۰۰۱ ز کا ل د نومبر پر ۲۷ پيل اوددسمبرتر پنځمې ئي دوام پيداکړ دالمان دبن د ښاردپترسبورگ دتاريخي هوټل دکنفرانسونوپه تالار کې ترسخت امنيتي تدابيرو لاندي دگوتو په شمارڅوهغو کسانو په گډون چي دوي غوښتل دتړلو دروازوتر شاته په جوړسوي کنفرانس کې و ټاکل سو. دکنفرانس کاراو په هغه کي دگډون کونکواوپرېکړومشروعيت  دزيات شمير افغان اونړيوالو نظر خاندانو اوسياسې څېړونکو لخوا تر سوال لاندې ونيول سواو زياتي نيوکي پري وشوې چي دا سلسله تر اوسه روانه  اوترډيره وخته به دوام ولري .

دبن په کنفرانس کې دگډون لپاره دغو ډلو ته دامريکا له خوا بلنه ورکړه شوې وه :

الف :دافغانستان دمتحدي اسلامي جبهې  ياشمالي ټلوالي  ((۱۱)) استازي :

۱/  يونس قانونی

۲/ حاجی عبدالقدير

۳/ عباس کريمی

۴/ عارف نورزی

۵/ حسين انوری

۶/ مصطفی کاظمی

۷/محمدناطقی

۸/ محمد قسيم فهيم

۹/اغلې آمنه افضلی

۱۰/ عبدالله

۱۱/ميرويس وه 

ب  :  دروم  جريان په استازيتوب  ۹  کسوته :

۱.عبدالستارسيرت

۲.عزيزالله واصفی

۳.هدايت امين ارسلا

۴.محمد اسحق نادری

۵.زلمی رسول

۶.محمد امين فرهنگ

۷.مصطفی طاهری

۸.اغلې  سيماولی

۹.اغلې  رنا منصوری

يوه بله منبع ليکی چي ددي حرکت ۱۹ نفره راغلي وه چي ۱۱ نفروئي داستازو په توگه گډون وکړ.

ج  : دقبرس جريان لخوا ـ ۳ کسوته :

۱.همايون جرير دگلبدين حکمتيار زوم

۲.جليل شمس

۳.عزيزالله لودين

دغه ډله له قبرس نه راغلې وه ځکه دقبرس دحرکت په نوم ونومول شوه.کنفرانس ته لس نفره راغلي وه دوي ته هم په کنفرانس کي دگډون لپاره درونفروته حق ورکړه شو.

د:دپېښورجريان لخوا ـ۳ کسه :

۱. انورالحق احدی

۲. سيد حامد گيلاني 

۳. حفيظ الله آصف محسني دشيخ محمد ف محسني زوي .

دغه حرکت هم ۷ نفره  کنفرانس ته رالېږلي وه ،مگر درو نفروئي درسمي استازوپه توگه په کنفرانس کي برخه درلوده .

دبن دکنفرانس ټول (( ۲۶ ))نفره کېدل داصلي استازوپه توگه او ((۴۴ )) نفره دمشاورينو اوڅارونکوپه توگه  گډون درلود .دغه کنفرانس په موقتي  اداره کي دچوکي اومقامونوپر سردجنجال له امله ددسمبرتر ۵ نېټې چي دقوس ۱۴ کيږي دوام پيداکړ .دبن په کنفرانس  يوشميرتنظيمو لکه دگلبدين حکمتيار،مولوي يونس خالص، مولوي محمدنبي محمدي ،دطالبانومنځلارو،سياسي گوندواوخپلواکو شخصيتونوته بلنه ورنکړه شوه اوهغوي له نظر وغورځېدل ،چي دادی اوس د ۷ کلونوپه تېرېدوسره همدا دبن دکنفرانس رابلونکي دپورته يادشوو ډلوسره چي عملأ ددولت اوبهرنيانو پرخلاف جنگېږي دروغې جوړي اوخپل مينځی تفاهم خبرودپيل لپاره تلاښونه کوي . د۲۰۰۸روان  کال داکتوبرپر۱۳مه دبې بي سي راډيو سياسي مبصر داوود ناجی  په خپله هغه تبصيره کي چي دکرزی په کابينه کي تر تغيراتو وروسته ئې د(( تغییر کابینه برنامه ای برای حال یا آینده؟)) تر نامه لاندي کړئې دامنې چي (( از همان آغاز نگرانی های وجود داشت که سیستم تایید شده در بن “کهنه” و غیر دموکراتیک است ونمی توان انتظار داشت که با چنین دیدی نسبت به قدرت ونظام سیاسی، نظام جدید ومدرن ساخت . اما این صدای ضعیف در میان هیاهوی باز سازی و نو سازی آن سالها چندان شنیده نشد.)) هغه وړاندي زاددې خبري پخلی هم کوی چي دبن په کنفرانس کي طالبانوته دگډون حق نه ورکول تيروتنه وه چي اوسئې غواړي جبران کړي ،هغه ليکي (( . . . نا دیده گرفتن طالبان در اجلاس بن یک اشتباه بوده است و حالا برای جلب رضایت طالبان باید راه های تازه ای را جستجو کرد. )) خو زه يوځل بياهم داټکي په تکرار علاوه کوم چي که څوک په افغانستان کي ددايمی سولي اوټيکاو سره علاقمند وي اوغواړي افغانستان دپرمختگ په لور لار ه ووهې بايد ټول سياسي تنظيمونه اوگوندونه دطالبانوپه گډون ديوه سياسي داسي پلاټ پورم له مخې چي ټولو خواته دمنلې وړ اود افغا نستان روښانه داسي آينده پکښي تظمين اومنعکسه شوې وي چي دترقی ،دموکراسی ،ټولنيز عدالت اوبشری حقوقو تامين دبشردحقوقو دنړيوالي اعلامې اونورونړيوالو ميثاقونوسره هيڅ ډول ټکر ونلري؛اونه بايدهغوتلاښوته هوکړه وويل شي کوم چي پلي کول ئې افغانستان دنړيوال پرمختگ،علم اوتخنيک له لاسته راوړنو څخه داستفادې په موخه  په يوه اوبل نامه ميروموی اوپه افغانستان کي دمنځنيو پيړيو دوداودستوردقانون په بڼه دخپلو بهرنيو بارانودگټودتامين په موخه چي افغانستان ديوه قرن لپاره نورهم شاته پاته غريب اوله هر ډول علمی اوتخنيکي پرمختگ نه بې برخي وي تر څولاس ئې گاونډيانو اويادنړی نورو زبرځواکوته اوږدپاته وي . هر هغه سوله اوتفاهم چي يوازنی موخه ئي په دولتي سيسټم کي دسياسي سيالوډلو گډون اوياپه دولت کي رهبري اوغوښن ځاي ترلاسه کول وي دافغان ولس په گټه نده . په هغه صورت کي به که نن نه وي ياسبا داوطن بياديوچادتيري سره مخامخ وی . دملي مفاهمې اوجوړجاړی په ټولواړخونو کي که دبن دکنفرانس اودواړولويو جرگوتاريخي تېروتنې که تکرارشي افغانستان به يوځل بيادبدبختۍ ،ملي اختلاف اوکورنۍ جگړې په ډگر بدل شي . پدې بايد هرڅوک پوه وي چي دبن کبفرانس ته دغه راببل شوی ډلې په هيڅ صورت دافغان ولس داستازيتوب جوگه نه وې، دغه شان سرنويشت جوړونکی نړيوال کنفرانس کي دغوډلواوکسانوته کاملا دبهرنيوهيوادونودڅارگرو اداروسره داړيکو پر بنيادبلنه ورکړه شوې وه .

دبن دکنفرانس په وروستی غونډه کي پسله زياتوجنجالواوسياليونه دملگروملتودسازمان دوياند ښاغلي فوزی لخوادافغانستان دراتلونکي جوړښت دموقتي اوعبوري اداري دندوپه اړه پرېکړه ليک ولوستل شو. 
متاسفانه دبن کنفرانس پرېکړواودهغه پر بنياد دراتلونکي دولتي ادادرې تشکيل دافغان ولس ټولي هيلې په ناهيلۍيو بدلې کړې،همدادپرديولخوااوددوي په خوښه دحکمتونودجوړېدو پايله همداده چې دميليارډو ډالرو په رالېږلوسره تر اوسه هم افغانانو دآرامۍ گوله نه ده په خوله کړې . پر مځکه ئې طالبان اوددولت نور مخالفين نه پرېږدي اودهواله لاري ئي هغه په بمونووژنې کوم چي دنوي ژوند اونوي کوراوښېرازی زېرۍ ورکاوه .
دکنفرانس کارچې دافغانستان په چاروکې دملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي استازي اخضر ابراهيمي او ددغه سازمان دوياند ښاغلي فوزی په مشرۍ پر مخ بيول کېده دامريکا دولسمشر ځانگړی استازي ښاغلي خليلزاد، د امريکا پخوانى دپلومات جېمز ډابنز،دامريکا او روسيې دبهرنيو چارووزيرانوکولن پاول ،ايگور ايوانوف له ايران څخه ښاغلي کمال خرازی د پاکستان ښاغلي عبدالستار،د تاجکستان  ښاغلي رشيد عالموف ،دازبکستان عبدالعزيز کاملوف ، دترکمنستان ښاغلي  رشيدمرادوف ا ود چين څخه تان جکسوان گډونکړی وچي د (۶+۲) هېوادو په نامه هم ياديږی .همدا ډول دالمان ،برتانيې ، ايتاليې،هالند اوجاپان استازو دکتونکو په توگه حاضر وه .

دافغاني لورې نه په غونډه کي دشمالي ټلوالي استازي زيات وه. دشمالي ټلوالي  ډله داحمدشاه مسعود دعکس سره يوځاي دکنفرانس غونډي ته داخل شول ،چي دمرحوم حاجي قدير په ويناپر خلکو ئي ډير بد تاثير وکړ . علاوه پردې دکنفرانس دگډون کوونکو په وينا دکنفرانس په ټول جريان کښي شمالي ټلوالي دخپل پټ پلان اوخپلوموخوته درسېدولپاره په هره مسله کي چنه وهل کوم چي ددوي په گټه نه وه .

لوستونکي خبر دې چي دهمدغه ۲۰۰۱کال دسپتامبردمياشتي په نهمه احمدشاه مسعوددخواجه بهاالدين په ولسوا لۍکي دژورناليستانو په نامه  دناپېژندل سو کسانو لخوا چي داستادسياف په سپارښتنه ورغلي وه له منځه ولاړ،ځيني خلک اوس کله فهيم اوکله کله داتر عبدالله دهغه په قتل تورن بولي ،داي چامړکړ زماد ليکنې موخه نده  .

دکنفرانس گډونکي وايي چي دکنفرانس په جريان کښي شمالي ټلوالي غوښتل په موقته اداره کي غوښن ځاي ولري . پردي مسله ډير جنجالونه وشول ، له بلې خوااستادرباني ځان برحال جمهوررئيس باله اونه ئې غوښتل استعفاوکړي ،خو په کنفرانس کي دامريکااوملگروملتواستازوپردې مسله دشمالي ټلوالي سره ډيرې خبري وکړې مگر کومي نتېجې ته ونه رسېدل ،تر څودښاغلى ډابنز په ويناپه کنفرانس کي دروسې له هغه نفوذنه چي پر شمالي ټلواله ئي لري استفاده وشول . هغه په خپل کتاب کي دبن په کنفرانس کي د روسانودنفوذ اواهميت په باب ليکي : استادرباني نه غوښتل چي د بن د کنفرانس سره همکاري وکړي  .همدارازهغه نه غوښتل چي له جمهوري رياست څخه لاس واخلي.ددغه مشکل د رفع کولو لپاره ماد روسانو سره تماس وينو اوهغوى ته مي وويل چي رباني خو ستاسو سړى دى، تاسو پر هغه باندي څه  فشار واچوئ چي کارونه ژرخلاص سي.  هغه وايي: روسانو راته وويل چي فکر مه کوه .  روسانو کابل ته تيلفون وکړ، او رباني ته يې ويلي وه چي که چيري همکاري ونه کړې، مرستي به پر بندي کړي .

ډابنز وايي : څو ساعته وروسته له کابل څخه خبر راغلى چي استادرباني هرڅه مني . همدا ډول په همدې کنفرانس کي دايران نفوذته ايشاره کوي  چي ايران  پر شعيه گانو سربېره پر شمالي ټلوالي هم څومره تاثير درلود،هغه ليکي : قانوني وويل چي يوخوبه درې واړه مهم وزارتونه زموږ وي اوبل داچي په کابينه کي بايد دوې برخي هم  شمال ايتلاف ته  ورکړه سي ،ځکه موږ جنگ کړى دى  اودا نورو ډلولکه  دپاچا ، د قبرس ، اوپېښور ډلو جنگ ندى کړى . 

ډابنز ليکي : موږ څوځله قانوني ته وويل چي دا نوري  ډلي ستاسو داغوښتنه نه مني،خوقانوني نه قانع کېده، نوما د ايران  استازي ،ظريف، ته وويل چي دا قانوني خو ستاسو سړى دى.  تاسو پر ده باندي څه فشار واچوئ څو دا خنډ ايسته سي .ځکه زه غواړم چي ژر واشنگټن ته ولاړ سم او بل دا چي واشنگټن هم غواړي چي ژر تر ژره د افغانستان لپاره يوه انتقالي اداره ترتيب سي .ډابنز ليکي:  د ايران استازي  ظريف را ته وويل چي چرت مه وهه، موږ دا ستونزه دستي فيصله کوو. بله ورځ چي مجلس پيل سو،قانوني بيا هغه زړې بابولالى شروع کړې.  ماظريف ته وکتل ،ظريف سمدستي ولاړسو اوقانوني ته يې وويل چي ته راسه، ما اوتابه د اطاق په يوه گوټ کي څه خبري سره وکړو. قانوني يې يوکنج ته کى، او وروسته له څودقيقوڅخه قانوني بېرته مېز ته راغلى او وې ويل:  زه ستاسو سره موافق يم، او هر ډول چي ستاسو خوښه وي هغسي به کېږي. غونډه څوورځي روانه وه،ځکه پدغه وخت کي که څه هم دميدان گټونکی د B52 الوتکی واکدارو خوپه سيمه کي علاقمندوهيوادو وخت غنيمت باله  اودخپلو کسانو پوسيله ئي  غوښتل چي ميدان ودوي ته پاته شي . يوبله ډيره مهمه اوجالبه مسله ده چي افغانان بايد پرې خبرشي ، هغه دبن دکنفرانس دکار پر مخ بېولو اوزموږدجگړه ځپلي هيواد دسرنويشت ټاکلو په اړه دامرکادجمهوررئيس  داستازي  جمزډابنز بې ساري عجله وه چي هرڅه بايدپه منډه خلاص شي ځکه غواړي ژر امريکاته ولاړ سي  . ښاغلي هاري صاحب په خپله کره کتنه کي له دې عجلې نه پرده پورته کوي ليکي (( د ډابنز له کتاب څخه څرگندېږي چي هغه سخت په بېړه کي وو، او غوښتل يې چي ژر تر ژره د طالبانو پر ځاى يو بل حکومت جوړاو واشنگټن ته راستون سي د افغانستان  د نوي حکومت د محتوا او شکل په غم کي نه وو؛ پدې غم کي هم نه وو چي امريکا د چا سره ايتلاف کوي؛ ددې پروايي هم نه لرله چي امريکا د افغانستان په نوي حکومت کي د شمال جنگي جنايتکاران تقويه کوي . )) لنډه دا چي ډابنز اوخليلزاد دواړو د ديموکراسۍ،د قانون د حاکميت، د ثبات، اودپرمختگ دپروسې سره ستره لوبه وکړه . په حقيقت کي زموږ دهيواد دبرخليک دعاجلي ټاکنې په وخت کي په دې نامه چي وخت حساس دۍاوهر څه بايدژر ترسره سي دافغان ولس سره اساسي اونه بخښونکې جفاوسول .

ددغي لويې اوتاريخي  تير وتني اويادځينو لخوا دقصدي اوله دښمنيوڅخه ډکي کړني دروند پېټي اوس دافغانانوملا ماته کړې او دسر په بدله ئې تاوان ورکوي .

دبن دکنگرانس په جوړېدوسره دافغانستان په سياسي  تاريخ کي يوه بله پاڼه واوښتل  پسله(( ۹)) ورځو جاروجنجال اونړيوالوفشارونه دافغانستان په اړوند دملگروملتودسازمان لخوارابلل شوی کنفرانس کارد يوتوافق ليک اوموقتي اداري دتشکيل په اړوند پريکړي سره پاي ته ورسېد.

دهمدغه کنفرانس د پرېکړوپه اساس دغيري متجانسو اومختليفونظرياتواوعقايدولرونکو په گډون چې اکثريت يې افغان ولس ته د قبول وړنه وه يوه اداره د (( موقتي ادارې)) په نامه جوړه ا ښاغلۍ کرزۍ ددغي ادارې دمشر په توگه وټاکل سو.

د۲۰۰۱ زکال ددسمبرپر ۲۲ نېټه دشنبي په ورځ  داستادرباني دناخوښيو په فضاکي دولتي واک ښاغلي کرزی ته تسليم کړ،اودولتي چوکی  دبن دکنفرانس دپرېکړې له مخي پدي ډول وويشل شوې : شمالي ټلوالي ته دکورنيو،دفاع اوبهرنيو چارووزارتو په گډون ۵۵ مقامه ،دروم جريان ته ۳۳ پيښور جريان ته ۱۸ اودقبرس جريان تي چي ۸ نفره ئې هزاره وه ټولي ۱۶ څوکی ورسېدلې .ددغه ويش له مخې داله ورايه څرگنده شول چي هيوادبه هرو مروديوې بلي ملې غميزي په لور درومي ،ځکه ددغوکسانوله پخوانيوسياسي سوابقونه داهرچاته څرگنده وه چي يوخو به ددوي ترمنځ دقدرت اوشتمنيو پر سره تل پاتې جگړه اوسيالي روانه وي اوبل به ددوي لپاره بيله ددوي دپلويانو اوهغوکسانوپرته چي دملت سره دخيا نت ، ملي اوشخصي شتمنيودچورلپاره ئې ددوي سره دجوال خوله نيولې وي دمنلو وړنه وي ،چې وروسته همداسي هم شول اودالړئ داده تر اوسه روانه ده، ملک دتباهۍ په لوردرومی اودوي دخپلو چړچو اوپيسو په غم کښي دي. 

ښاغلى ډابنز هم دامني اوليکي : دبن په کانفرانس کي دمسعودډلي ته تر بل هر چا زياته سياسي ونډه ورکړه سوه  . فهيم ته دفاع ،عبدالله ته بهرنيو چارواويونس قانوني ته دکورنيوچارو وزارت ورکړه سو. دکابل حکومت په تمامه معنا د مسعود دبانډ په لاس کي ورکړه سو.  په بل عبارت له لمړۍ ورځي څخه ددغه حکومت د مشرو عيت، ملي صبغې،اوقانونيت  په باب افغانان شکمن سول  .

ښاغلى ډابنز  پخپله د همدې ستري سياسي تيروتنې څخه ددفاع په موخه ليکي : موږ ځکه د شمال ايتلاف ته په راتلونکي حکومت کي غټه ونډه ورکړه، ځکه چي په کابل کي بله قوه نه و ه . د شمال ايتلاف کابل ونيو،واقعا، هغوى د کابل په ښارکي پوځي حاکميت لاره . نوبنأ موږ  نسواى کولاى چي دهغوى د سياسي او نظامي شتون څخه سترگي پټي کړو.  د ډابنز همدا ستره سياسي اشتباه ښايي د هغه د کار اوخدمت په دوره کي  د هغه تر ټولو غټه خطا وي.  ښايي ډابنز  وکړاى سي چي خارجيان په همدې کمزوري منطق قانع کړي، خو افغانان د شمال ايتلاف پېژني اودغه ساده  اوکمزورى استدلال اومنطق يې نسي قانع کولاى . بله خبره داچي شمالي ټلوالي ته فهمول شوې وه چي دوي کابل ته ننوتو حق نلري ،مگر دوي دهمدغو امتيازاتو دترلاسه کېدولپاره چي ډابنز ورته گوته ونيول دخپلو بهرنيو معلمانوپه هدايت داکار وکړ . خوډابنزله دوی نه پوښتنه ونکړه چي ولي  دوي پر خپل سره دکابل په ښار ننوتل ؟

ماته داوروستی حوادث  اود پښتنوداوسېدوپه سيموکي دبې چوړه اوخپل سري هوايي اوځمکنی عمليات چي تر ډيره بريده يوازي پښتانه پکښي قربانېږي ،دتروريست اوالقاعدي اوطالبانودسړودرک هم نشته ،  د ډابنز هغه تکان ورکو نکې خبره راپيادوي چي وايي: ((. . . داچي شمالي ټلوالي ته زياتي چوکی ورکړه شوې يو بل دليل يې  چي دامريکاد دفاع په وزارت او CIA په اداره کي داسي نظر دا ووچي پښتانه طالبان دي، اوپه هر ډول چي کېږي بايد پښتانه له قدرت څخه ليري وساتل سي .څرنگه چي طالبانو اسامه بن لادن اود القاعدې قاتلانو ته  ئې دپټېدوځاى برابر کړى وو،بنأ دبوش ادارې دگردوپښتنو سره دښمني را واخېسته اوغوښتل يې چي پښتانه په هر ډول چي وي مجازات، توهين ،اوبې واکه کړي . ددغه شيطاني پلان د عملې کېدو لپاره د شمال ايتلاف او بې واکه کرزي مناسب  او ايډل خلک وه .ډابنز ليکي :  د بن د کفرانس په افتتاحيه ويناوي کي يوه وينا هم په پښتونه وه . دا واقعيت پخپله دا ښيي چي هلته د پښتنو ونډه څونه کمه وه .  رښتياهم  داټولي بدمرغۍ  پر پښتنودي ،همدا پښتانه اوس هم له يوې خوادطالب اوالقاعدې دنومونوپه نامه اودبلي خواد همدغوطالبانواوالقاعدې دسازمان لخوادخداي ورکړي ژوند څخه ددولت دپلويانوپه نامه وژل کيږي .ډيره ښه بېلگه ئي داکتوبردمياشتي پر ۱۶دلغمان دولايت څخه دايران په لوردغريبواوبې دفاع ۲۷ځوانانو ظالمانه اووحشيانه  وژل دي .چي په تاريخ کښي به دنړيوالوپه ذهنيتونوکي دپښتنو اوزموږپه ذهنيتونوکي دطالبانوپر لمن دتورداغ په توگه پاته شي . جالبه وايي ددولت عسکر وه ،هر څوک چي وه هغوي دمخامخ جگړې په ډگرکي ندي وژل شوی ،بلکه پداي حال کي له ټومره راکشته سوی چي دغريبۍ په لور روان وه . دای داسلام څخه دسيا سي گټوپه موخه ناوړه اوغير انساني استفاده چي دافغان زملۍ ئي قربانيان شول . څنگه بياددغو کسانوسره دخبرولپاره څوک زړه ښه کړی اوپه دوي باور وکړی چي بله ورځ که په دولت کي ځاي ولري داسي نارواکارونه به نه کوي .

درنو لوستونکو دلته دهمدې علمناکي پېښي اوشهيدانوپه يادپه تاند ويب پانه کې دگران اوغښتلي قلم خاوند محمدنعمان دوست صاحب خپرې شوی مرثیې لوستل اړيم بولم :

اسرافيله ع په شپيلۍ دې ګوتې کېږده !! مرثیه

۲۰۰۸ زکال داکتوبر ۲۲مه

اسرافيله ( ع ) په شپيلۍ دې ګوتې کېږده

پوکى ورکړه چې دا غرونه په هوا شي

دا دنيا شين سمندر او شين درياب شي

د ادم نسل له يو مخې پناه شي

اسرافيله (ع ) ، هديرې مو ډکې شوي

د قابيل غوندې مو خپل مړي په شا دي

پرېږده يو ورځې بې غمه شو له ژونده

هره ورځ دلته سلګۍ دي او ژړا دي

اسرافيله ع ! په لغمان کې وير ماتم دى

له هرکوره سوې ساندې پورته کېږي

اسويليو په هوا وريځ جوړه کړې

بس له سترګو نه سرې اوښکې دې بهيږي

ستړي ، ستړي مزدوران دي چا وژلي

بوډا پلار سره يې وس د کفن نشته

د خپل زوى جسد ته غلی غلی ګوري

له مورکۍ سره يې توان د ګفتن نه شته

هلمنديانو ، کندهاريانو ولې ولې ؟ ؟

مساپر خلک په خپل کلي کې وژني ؟

د ډوډۍ غم پسې وتي وو له کوره

قلندر خلک په خپل کلي کې وژني ؟

ميرويس نيکه! اولاد نه دې خبر يې ؟

ستړي _ ستړي مزدوران يې راته مړه کړل

ترمې _ ترمې يې په خاورو را ګوزار کړل

د لغمان تنکي ګلان يې راته مړه کړل

احمد شاه بابا ، موږ هم د تا لمسيان وو ،

هسې خوشې موږ با با نه وايو چاته

خو چې ستا په چم کې دا چارې را وشوې

خداى خبر که نور با با ووايو تاته

کابل د لړم لومړۍ –  يادونه : څو ورځې وړاندې د هلمند – کندهار پر لويه لاره، دکندهار په ميوند ولسوالۍ کې نږدې ٣٠ تنه هغه بېوزله لغماني ځوانان چې ايران ته د مزدورۍ په نيت روان وو ، د طالبانو له خوا را ښکته او بيا ووژل شول . محمدنعمان دوست

په همدې ۲۰۰۱ کال دموقتي اداري دکارتر پيل دمخه پرېکړه وشوه چي د۳۰۰۰څخه تر ۵۰۰۰ زرو پوري نړيوال پوځ دايساف دقواووپه نامه په افغانستان کښي دامنيت په ساتلوکي مرسته وکړي . داپرېکړه پدې خاطر وشوه چي نور دتنظيمو له وسله والو ډلونه دامنيت په ساتلو کي استفاده ونسي اودملي اردو اوپوليسودليکو تر تکميلېدو پوري دامنيت راوستلواوساتلو دنده به پر غاړه ولري . امريکافکر کاوه چي دطالبانو دتسليمېدوپه بڼه به په ټول هيوادکي امنيت اوسوله هم دومره ژر تامين شي . خو داسي ونشول  ددوپلاس جوړي شوې موقتي ،عبوري  ادارې اودغه اوسنی دولت په خپلو ورسپارل شوودندوکي پاتي راغلل ،له يوې خواددولتي چارواکو دناوړ چلند،په دولت کي ،ټوپکسا لارو،تنظيمي قوماندانانو،زورواکانو اوهغوچي لاوسونه ئي تر څينگلو دخلکو په وينوسره وه اوپه جنگي جنايتونو تورنوکسانو شتون اودبلې خوادپاکستان داستخباراتي شبکولخوادموقع نه په استفادي سره دخپلي ژوري ستراتېژی دپلي کېدوپه موخه يوځل بياتيت اوپرک طالبان راټول کړه په وسلوئي سمبال اوفغانستان ته دبهرنيانوسره دمبارزې په نامه راولېږل . دغه دوه عوامل ددي اساسي  لامل شوه چي ددولت اوخلکو تر منځ واټن  دومره زيات شي چي دادی اوس  ترغاښوپه مډرنو وسلوبار ۶۰ زره لسيزه بهرنۍ اردونشي کولاي ډاډمن امنيت تامين کړي .

په همدې کنفرانس کي بېله دينه چي دهيوادله نور وسياسي ډلو،گوندونواو روڼ اندوسره مشوري اوخبري وشي  دافغا نستان دراتلونکی دولتي ماڼۍ خښته کږه کښېښودل شوه ،دغه کسان چي نومونه ئي واخيستل شول دبن کنفرانس ته رابلل شوی وه اوددوي په  خوښه اومشوره ئې ديوداسي هيواد چي پر قومي اومذهبي جوړښت سربېره ډير پېچلۍ سياسي جوړښت هم لري دبهرنيانولخوائې پر خپل سر برخه ليک وټاکل سو .

سره لدې چي دکنفرانس ترختمېدوڅو ورځي وړاندي په اروپاکښي دميشتو افغان روڼ اندوپه گډون دجرمني دفرانکفو رت په ښارکي دافغانستان داتلونکي په اړه له پخوانه پلان شوی کنفرانس جوړسو،ددغه کنفرانس  په غونده کي دافغانستان اوسنې دمالې وزير ښاغلي احدي ،فاطيمه گيلانی اودپېښور له جريان څخه يو استازي چي همدا لحظه ئي زمانوم هيردی برخه واخيستل . زه دهمدې کنفرانس يوله جوونکو،گډونکواو ويناوالوڅخه وم ،کله چي موله دغوښاغلواواغلو نه  دبن دکنفرانس دجريان په اړوند قيصې واورېدې ،اوددوي په نظرياتو خبر شوو،پدي پوره باوري شولوچي داوړۍنه شړۍ کيږي، دا کښتۍ ډوبه بوله ؛ چي متاسفانه همداسي هم شول .دادی  د۷ کلونوپه تيرېدوسره داجوته شول چي دبن په کنفرانس کي دخلکوارادې اوغوښتنوته غوږ نه وو نيول شوی اوبهرنيانودخپلوغوښتنواوخپلو لاسپوڅو لخوادافغانستان لپاره يوه اداره جوړه اوپر همدې کاږه ديوال ئي ديوې درنې ماڼۍ دجوړيدولپاره په ميليارډو ډالر مصرف اوپه زرهاو انسانان قرباني کړه ،خوپايله داسوه چي اوس بايد هرڅه له سره پيل سي  . دروڼ اندو اوخواخوږو په عوض ټوپکمار او جنگسالارو ته دولتي واک پلاس ورکړه سو،اوپر قدرت باندي ددوي پاته کېدل دوام لري ، تر څوچي داکسان او همداتنظيمونه وي نوهرومرو به په هيوادکي دهر اوښتون دماڼۍديوال په نهايي تحليل کښي تعميرکوږ وې .

د هغه دلوي شاعر شعر دۍ چي وايي :

سنگ اول چون نهد معمارکج    تا ثر ياميرود ديوارکج

دهمدي سولي راوستونکوځواکونولومړی قربانی هغه  ۶۵ قومي مشران شول کوم چي دافغانستان له جنوبي سيمونه دقدرت دانتقال په مراسموکي دگډون لپاره کابل ته راتلل .داسي ويل کيږي چي يوې ډلي نه غوښتل ترڅو دپښتنو مشران هغه هم له پکتيانه دقدرت دتسليمېدوپه مراسمو کي برخه واخلي، ځکه ئي دخپلو نوکر صفتو اجنټانو پوسيله بهرنيو ځواکونوته دروغجن اطلاعات ورکړه اوهغوي ئي ددښمن په نامه په بهرنيانو له ژوند نه محروم کړه .

دبن دکنفرانس دپرېکړو په اساس دموقتي اداري په دوران کي يوه استراري لويه جرگه د۲۰۰۲ ز کال د جون پر ۲۲ نيټه جوړه سوه، دجرگې په  پايله ښاغلې کرزې ته دعبورې اداري مسؤليت هم ور په غاړه شو اودده سره ملگروتنظيمو اوډلوپه مشوره دعبوري ادادرې چارواکي وټاکل .

په عبوري اداره کي جنگسالارو او تنظيم سالاروبيا غوښن مقامونه تر لاسه کړه کوم چي دهمدي لپاره ئی شپه او ورځ تلاښ کاوه ، په دولتی اداروکښی پوهو اولايقو کسانو گمارل يو ځل بيا هيرشوه.

دهمدوی په واکدارۍ کښي په لسهاوو زره مسلکی اودپوهی خاوندافسران،کارپوهان اودولتي مامورين په مختليفو نومونواوبهانوله کاره گوښه شول ،اوپرځاي ئي له غرو راکښته شوی اوله ټوپک سره عادت کسان په وسله والوادارو کي دهغوي دخوشحالي لپاره وټاکل ،نوردولتي مقامونه هم پر آړېکواوتنظيمو ووېشل شوې . داپدې خاطر چي هر تنظيم اود امريکاپه زورپه دولت کي راگډ ې شوی ډلوغوښتل په هرشکل چي کيږي ځانته نږدې اووفادارکسان په دولتي دندو وگماري  . دغه سيالي اوجنجال تر هغه دولت پوري هم راورسېدکوم چي په ۲۰۰۴ کال داساسي قانون له مخې تر ټاکنو وروسته جمهور رئيس ددولتي ارگانو چارواکي ټاکل .

دعبوري ادارې ددندوپر اساس داساسی قانون دتصويب لپاره لويه جرگه راوغوښتل شوه ،داجرگه دتيرې جرگې په پرتله دقدرت پر سر دسياليو اوهيوادسره ددښمنۍ په کچه ډيره تاريخی وه . تر شلو ورځو زيات ئی دوام وکړ، ځکه پدی جرگه کی زياتی چني ووهل شوي،دځينوپرخوله مهرونه ولگيدل،هرچاغوښته خپل واک اوقدرت دافغانانواوبهرنيانو ننداري ته وړاندی کړی، نږدي ؤ چی دقدرت پر سر دملي ضد سيالوپه پايله کښي  جرگه بيله کومی پريکړی پاي ته ورسيږې ، دبهرنيانوئی کور ودان چی خپلولاس پوڅوته یی غاښونه وچيچل او هغوي ئی يو ډول جوړجاړي ته په هڅولو سره افغانان له ده شرمه وژغورل ، اوجرگه ديو پايلې په لرلوسره پاي ته ورسېده . هير بايد نشی چې په همدې جرگه کښی دافغان ولس دلوي اکثريت دروااومسلمو حقوقو پر خلاف پريکړې وشوې او داسي اساسی قانون تصويب شوچي ترهيڅ ښه ،ولې دپلی کولو پايلی ئی زياتي ناندريز شوې . په همدې لويه جرگه کي سيالی اوخپلوکرغېړنو موخو ته ځان رسول ددې لامل شوه چي تراوسه دولت پر قرارنه دی اوله ښاغلي کرزی نيولې بيا په دولت کي ټول شريک اړخونه يوازي اويوازي خپلي تنگی اقتصادي،  سياسي،فرهنگی اوتنظيمي گټي لټوي  . ټول ئي گوري چي وطن دبهرنيو په لمسون اوگډون داورپه لمبوکې سوځی دوي خپلي چړچې کوي .

دټولوناخوالوسره په ۲۰۰۲ زکال دجنوري د مياشتي په۲۱نيټه دجاپان دتوکيو په ښارکي دامريکا، اروپايي هيوادو، نړېوال بانک،داسيادپرمختيا بانک،دملگروملتووجهي صندوق،جاپان ،سعودي عربستان،روسې، هند او ايران داستازوپه گدون لويه غونډه جوړه سوه ، دنړۍ زياتو هيوادو دهر اړخيزو مرستو وعدې وکړې ، دهمدو وعدوپر بنيادپه مليارډو ډالر افغانستان ته راغلل . تر هغه وروسته په ۲۰۰۳زکال دمارچ په ۳۱نيټه د ((۵۴)) هيوادو دبهرنيو چارو د وزيرانو او استازوپه گډون په برلين کي دافغانستان سره دمرستوپه خاطر بل کنفرانس داير سوچي داپريل پر اوله پاي ته ورسېد.پدغه کنفرانس کي کرزي د ۲۸ميليارډ ډالرو مرستو دتر لاسه کولووړانديز وکړ ، وروسته پرېکړه وسوه پر پخوانيو وعده سوو مرستو سربيره دي د افغانستان سره نور 8,2 ميليارډه ډالره مرسته وسې . خو متاسفانه عامو افغانانو ته کوم څه پکښي وه نه رسېدل ،غټه گټه يي چي هره ورځ ئې چارواکې يادوي دکندهار –کابل دلويي لاري ډمبرکېدل دي ،چي هغه هم پسله شپږمياشتوبيا جوړونې ته ضرورت پيداکړ .

سږ كال د اكتوبر پر اوومه د دې غم لړلي ورځي  اووه كاله پوره شول ،البته پدي کلو کښي يوه اندازه کارونه تر سره شوی دي ،مگر ددومره پيسو،مادي ،مالي اوتخنيکي امکاناتوپه لرلوسره يو فيصد هم نشي محاسبه کېداي . ډير کارونه لکه دمطبوعاتو ،بيان اوعقيدې آزادي ،دښځو اوماشوم حقوقوتامين ،بشري ازادی ،سوله رشتيانۍ دموکراسي ،انساني کرامت ،ملکيت اوټاټوبي خوندي ساتل  لاتر اوسه زموږ دهيوادوالو لپاره دخوب ليدومعنا لري  .په کابل اوځينو ښاروکي دنگی ودانۍ ،ښکلي اومجلل هوټلونه ،مارکېټونه  اورستورا نتونه  چي افغان ولس دوينو اوبهرنيو مرستو ياهيروئينو دپټي اوښکاره سوداگری په حرامو پيسو جوړ شوی ياڅوتلويزيوني اوراديويي شبکې فعالي شوی اوياداړونده چارواکو په وينا۴،۵ ميليونه موبايل ټليفونونه دخلکوداستفادي  وړگرځېدلي ،چي هغه هم کاشکي دولتي ملکيت واي په هيڅ صورت اوسنی اداري ته برائت نشي ورکولاي . ټوله ملي شتمنی دچارواکواودهغوي دنړيوالوملاتړو لخوادچوراوچپاول په موخه دازادبازار په نامه دځانگړوکسانواوبهرنيوکمپنيودگټو قرباني شول . تر ۲۰۰۴ کال وروسته کله چي ښاغلي کرزی دټاکنو په پايله کښي دجمهوررئيس په توگه وټاکل شو،خلکوته ئي ډيري وعدې ورکړي ،خويوه ئي پلې نه کړه له دغوناکاميو او ناخوالو سره اوس يوځل بيا غواړي  پر دې زوريدلي ملت ځان دبهرنيانو په زورددوهم ځل ټاکنو په نامه دجمهور ریيس په توگه وتپي . دغووعده خلافيواوله افغان ولس سره دبهرنيانو سپک اوناوړه کړنو،په پاکستان  اوايران کي  د استخباراتي شبکوپه هدايت دبنسټپالوپوسيله نارواتبلېغاتوزموږ يوشمير هيوادوال  وهڅول چي غروته پورته شي اووسلې ته لاس کړي .زه خپله ديو افغان په توگه ددغو نا اراميو رېښه څومره چي په پاکستان،ايران اونوروليري اونږدې گاونډيانوپه گټو کي وينم همدومره ئي د۲۰۰۱ کال راپدې خوا دامريکا اونړيوالي ټولنې  تر مستقيمي حمايي اوملاتژړلاندي دولتي حاکميت په ناوړه،غير مسولانه اونارواکنوکښي هم وينم  .پدي هکله په تفصيل سره ددې ليکنې په نوروبرخوکي  . ومن الله التوفيق .

نوربيا