پكتيكا: چارواكي وايي، چې د طالبانو يو مهم قوماندان وژل شوى دى

19 | اکتوبر 24th, 2008


ايتلافي ځواكونه وايي، چې تېره شپه يې د پكتيكا ولايت د زېړوك ولسوالۍ، د كيهون په دره كې عمليات كړي او په پايله كې يې درې وسله وال طالبان وژلي او پېنځه نور يې ژوندي نيولي دي.

له باګرامه په يوه خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې دا د مشهور مخالف مولوي جلال الدين حقاني د ډلې غړي او مهم كسان وو.

د پكتيكا والي ډاكټر اكرم خپلواك وايي، چې په وژل شويو كې د قاري جليل په نوم، د طالبانو يو مهم قوماندان هم شامل دى.

دى وايي، چې نوموړى د قوماندان سنګين مرستيال ؤ، كوم چې په جنوب ختيځو ولايتونو كې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان ګڼل كيږي. 

خو د تېرې شپې پوځي عملياتو او مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024