کور / شعر / هغه دي

هغه دي

هغه دي بيا دې خواته ډزي سولې
هغه دي راغلې زموږ د کلي پر لور
هغه د اوره څخه ډکي مرمۍ
په توره شپه کي زموږ په ښکلي اسمان داسي ښکاري
لکه سرې سترګي د تيمور او چنګيز
چي په خوارانو به يې زړه سړاوه
هغه دي و موښتلې
هغه دي پور ته يې سوې شنې لوخړي
هغه دي وران يې کړل ودان کورونه
هغه دي ونړيدې روغي خوني
هغه دي و بهيدې ډيري ويني
هغه دي وينمه د غوښو ټوټې
په سرو لمبو کي د سوځل سوي انسان
هغه سپيڅلى ځليدونکى تندى
چي و لو ى خداى تې سجدې کولې
اوس هغه سر هغه تندى سوځيږي
هغه خيرن او چاودي چاوي د خوارۍ لاسونه
هغه چي لپه به سوه دعا ته د لمانځه څه وروسته
هغه لاسونه اوس د تن څخه جلا پراته دي
هغه تک سپين لکه هنداره زړګى
چي د سپېڅلو ارمانو بخچه وه
د خداى د ميني او يادو بخچه وه
اوس د کوګل څخه را ووتى د اور په پنجه
هلته په خاورو او په شګو کي ټوپونه وهي
هغه ده خدايه بوره مور يې را غله
په تور څآدر کي نغښتل سوې ښځه
ماشوم تر څنګ په لڅو پښو را ځغلي
اوف دا به يې خامخا ميرمن وي خدايه
هغه دي پورته غلبلې سوې خدايه
سپين سري مور يې سر په غيږ کي کښيښود
په وينو رنګ ښونډي او مخ ښکلوي
د پښتنې کونډي سپيره لاسونه
د خپل خاوند په وينو و رنګيدل
هغه ماشوم د پلار و سر ته را غلى
وايي با با ماته دي څه را وړي
نوره ژړا او زارۍ ختمي سولې
هغه هر څه په ليونتوب واوښته
زموږ د کلي څه و ښې اړخ ته
يوه تپه کي له زړې غزې نه
څو پښتانه ځوانان را پورته سوله
يو بل ته داسي وايي
کفار مو ووژله
هغه دى دوړې يې اسمان ته خيژي
په خوشحاليو يې لاسونه ورکړل يو او بل ته
بريتونې تاو کړه او ټوفکي يې په غاړه کړلې
هر يو ويل زه ددې خاوري نه ساتنه کوم
ددې ګوليو او ټوفک څخه مننه کوم