غزل
ستا به په خیال کې څه خبرې راځی
زما په شونډو چې سندرې راځی
بازان له ځالو نه اوس نه کوځېږي
خپله یې غېږې ته کوترې راځی
خواږه جنانه په لید و دې قسم
یاد ته خوږې خوږې شکرې راځي
مونږ په ګلوونو باندې ولو خلک
ګنی ښه چل هم د ډبرې راځي
په مسلمان زړه مې څپې راولي
لاس ته دې زلفې چې کافرې راځي