کور / شعر / غزل

غزل

نازولئ زویه نه اخلی ادب
او دسیوری نخل نه نیسی رطب


ونیو مه شه هغه زویه په خوا پوری
چی یی نه نیولئ درس وی نه مکتب


په غوجل کی باری خر او کچر ښه دئ
نه په خونه کی جاهل او بی مطلب


چی پيدا شی یو نا کس په قبیله کی
وړاندې وروسته حبطه کاندی نسب


دپسر په نیکو بدو پلار یادیږی
داخبر دئ په جهان کی مجرب


په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه
څه ښه وایی چیر ته ډب هلته ادب


یوسف هاله شه لایق دبادشا هیی
چی یی وخوړي څپیړي دغضب


هر ناکس لکه مګس باندی بوڼیږی
چی حمید نرم ګویی کا شکر لب


[حمید بابا]