کور / تازه خبرونه / خوست: د ايتلاف په ډزو څلور تنه كوچيان ټپيان شول

خوست: د ايتلاف په ډزو څلور تنه كوچيان ټپيان شول

وسله وال طالبان وايي، چې تېره شپه يې په خوست كې د ناټو ځواكونو پر پوځي مركز توغندي ويشتي او يو شمېر سرتيري يې وژلي ا و ټپيان كړي دي.

هوايي ډګر ته نېږدې اوسيدونكي وايي، چې د دوو توغنديو له لويدو وروسته يې په ډګر كې د ننه د اور لمبې وليدې او د خطر زنګونه وغږول شول.

خو په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي، چې توغنديو دوى ته مالي او ځاني زيان نه دى رسولى.

ځواكونو وايي، چې له توغنديو وروسته دوى د خوست په جنوب ختيځو غرنيو سيمو د توپونو ډزې كړې، چې په پايله كې يې څلور تنه ټپيان شوي دي.

ټپيان د درملنې له پاره د ځواكونو روغتون ته راوړل شوي او ځواكونه وايي، چې پلټي به، چې ټپيان كسان رېښتيا هم د سيمې شپانه كوچيان دي او كه توغندي ويشتونكي.