افغانستان د کلتوري مافيا په منګولو کښي
هر هېواد، هر ولس، هره ټولنه او دهر دين او مذهب لارويان ځانته کولتور، عنعنه او ارزښتونه لري، هر چاته خپل کولتور ګران دى، هر څوک د خپل کولتور دساتنې او تعميم لپاره هلې ځلې کوي.
هره ټولنه د خپل کولتور د خپراوي لپاره پر نورو يرغل کوي او غواړي چې نورې ټولنې او دنورو کولتورونو لارويان دې ددوى کولتور عملي او ددوى تقليد وکړي.
لکه څرنګه چې د مذهب او دين د خپراوي لپاره دنړۍ په تاريخ کې زرګونه جګړې شوې اولسګونه ميليونونه انسانان يې قرباني شوي دي همداراز د کولتور د خپرولو لپاره هم زرګونه جګړې شوې دي چې په تاريخ کې د کولتوري جګړو په نوم يادېږي .
ډېر داسې ولسونه شته چې خپل کولتور او عنعنه ورته تر هر څه ډېر محترم او ان تر مذهب هم دډېر درناوي وړ دى او ډېر اهميت ورکوي.
د هر چا، هرې ټولنې او دهرې سيمې کولتور اوعنعنه بېله ده، يو چاته يو شى او يو کار ښه ښکاري او يو بل شى او بل کار ورته ناوړه خو په مقابل کې يې په يوه بله ټولنه کې بيا همدا ديوې ټولنې ښه، بد او هغه ناوړه، ښه ګڼل کېږي، د بېلګې په توګه نن سبا په لوېديځ کې له پرديو سره هغه جنسي اړيکې او له مخالف جنس سره ملګرتيا چې ددواړو خواوو په توافق ترسره شي بد نه ګڼل کېږي همداراز په ځينو هېوادونو کې لواطت او ان له نارينه سره دنارينه اوله ښځينه سره دښځينه واده قانوني بڼه خپله کړې ده، خو په ختيځ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې دا ډول جنسي اړيکې خو پرېږده ان له پرديو مېرمنوسره تشې خبرې او ان دهغوى څادر ته هم کتل دزغم وړ نه دي .
دساينس او ټکنالوژۍ پرمختګ ، د ژوندانه مدني کېدل ، د وخت او حالاتو تېرېدل او اوښتون پر کولتور هم اغېز کوي همدا لامل دى چې ځينې کولتورونه او دځينو کلتورونو برخې هم ثابتې نه، بلکې د بدلون او اوښتون په حال کې دي، ځينې هغه شيان چې پنځه سوه کاله وړاندې په يوه ټولنه کې دود وو نن نشته او ځاى يې نورو دودونو او پديدو نيولى ، او ښايي په لرې راتلونکې کې دنن ورځې ځينې موجود دودونه هم خپل ځاى نورو ته پرېږدي .
افغانستان هم د ځانګړي کولتور ،عنعنې، ځانګړيو ارزښتونو او دودونو درلودونکى هېواددى، موږ هم ډېر خواږه، معقول ګټور او ددرناوي وړ کولتور او ارزښتونه لرو، زموږ کولتور او عنعنه د نورو له کولتور او عنعنې سره څو توپيره لري يو خو دا چې زموږ کولتورپه اصولوکې ډېر لرغونى دى او ريښې يې ان زرګونو کلونو ته رسېږي. دوهم دا چې کله داسلام سپېڅلي دين د ناپوهۍ تيارې ماتې او دپوهې او لارښوونې مشال يې ولګاوه نو زموږ دهغه وخت موجود کولتور ددې مقدس دين دارشاداتو تر چاڼ لاندې راغى او ډېره برخه يې چې ددې الهي دين له لارښوونو او دبشريت له غوښتنو سره يې ټکر نه درلود په خپل حال پرېښودل شو او پاتې يې دنه چلند وړ وبلل شونوپدې توګه ويلى شو چې زموږ کولتور او عنعنه هم تاريخي او هم مذهبي شاليد لري.
زموږ د کولتور بله ځانګړنه داده چې ښايي دوخت او حالاتو اوښتون او د ژ وندانه موډرن کېدلو به يې پر فروعو اغېز کړى وي خو په اصولو کې يې هېڅ بدلون نه دى راغلى او دسلګونواوان زرګونو کلونو په تېرېدو هم په خپل پخواني حال ولاړ دى چې په دې اړه د بېلګو وړاندې کول به اصلي موضوع رانه هېره کړي.
وړاندې مو هم وويل چې د بل هر هېواد او هرې ټولنې په څېر افغانستان هم ځانته سپېڅلى مذهب، کولتور او منل شوي ددرناوي وړ ارزښتونه لري .داسې بډاى کولتور چې د بشريت د فطري غوښتنو ښه انځور ګر يې بللى شو، داسې جامع او هر اړخيز کولتور او ارزښتونه چې دډېرو نورو ولسونو لپاره دلارې مشال وو او تل نورو زموږ تقليد کړى دى، تل يې زموږ د کولتور په رڼا کې خپل ژوند پرمخ بيولى دى خو له بده مرغه چې نن زموږ دهمدې کولتور د له منځه وړلو لپاره له هرې خوا پر موږ کولتوري يرغلونه پيل شوي دي ، له هرې خوا ناولي لاسونه رااوږده شوي او غواړي چې موږ له خپل څو زره کلن کلتور سره پردي او پر ځاى يې خپل ناوړه ،لوڅ له خرافاتو، توهماتو، شرک او بت پالنې ډک کولتور پر موږ وتپي .
افغانستان په خپل تاريخ کې هېڅکله هم تر دومره کلک کولتوري بريد لاندې نه وو راغلى لکه نن چې راغلى دى دا نن چې افغاني چينلونه بربنډې نڅاګانې، د افغاني غيرت، کولتور او اخلاقو ضد له بې حيايۍ ډکې هندي ډرامې خپروي دا کوم تصادف او بې غرضه کار نه دى، بلکې ددې تر شا ډېر ژور اهداف، ډېر ژور فکرونه او ډېر ژور چينلونه کار کوي . هندوان ، ايرانيان ، تاجکستانيان او … غواړي چې د خپلو افغانو بړيڅو له لارې دلته خپل ناوړه کولتور دود کړي،هند غواړي چې دلته هغه کلتور دود کړي چې دافغانانو له ديني ګټو او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دى . هغه ډرامې رالېږي چې ټول اخلاقي نورمونه او اصول پکې تر پښو لاندې شوي او ان يو با احساسه افغان يې له خپلې کورنۍ سره يو ځاى ليدلى هم نه شي .
زه باور لرم چې په افغاني چينلونو کې خپرېدونکې هندي ډرامې دافغاني کولتور خو لا پرېږده ان دهندي کولتور ويندويي هم نه شي کولى، ځکه څومره چې مالوستي او اورېدلي دي هېڅ هندى دانشى زغملى چې دهغه خور، لور او يا مېرمن دې له خپل ملګري اميندواره شي او هغه دې ورته ان تندى هم تريو نه کړي همدا راز هېڅ هندى به دهغې دمېرمنې ،خور،لمسۍ… د ناروا اړيکو له لارې زېږېدلى کوچنى د خپل سکه ورور، لمسي ،زوى او يا وراره په توګه و نه مني خو پدې ډراموکې همداتمثيل او تلقين کېږي .
دا ډرامې زموږ پر ټولنه ډېر منفي اغېز کوي، همدا اوس زموږ د ټولنې شاوخوا اويا سلنه ناپوهه ده په ځانګړې توګه ځوان پاټکى ( طبقه) خو يې همدا اوس تر اغېز لاندې راغلى دى زموږ اکثره ځوانان پرته له دې چې د کار پيل ، پايلو او انګېزو ته وګوري ړوند تقليد کوي .
زموږ له خپل تاريخ څخه ناخبره ځوانان ډېر ژر د نورو پېخې کوي په ډېر کم وخت کې يې حرکات، جامه، چلند هر څه واوړي، له لسو کالو ډېر دلته د ډيسکو راج وو، وروسته چې ټيټانيک فلم راووت په اتومات ډول هر څه ټيټانيک شول، ټيټانيک دهر ښار ميشتي افغان ځوان په وينه کې ګډ او په رګونو کې وځغلېد، ټول ژوند ټيټانيک شو، دټيټانيک مينه لا په زړونو کې وه چې سلمان خان په تېرے نام کې د وېښتوله نوي سټايل ( ډول) سره راڅرګندشو ، مياشت لانه وه پوره چې دوېښتو خپل ملي او افغاني ډيزاين پاتې او له نيم څخه ډېر ځوانان تېرے نام شول.
زموږ ځوانان له دې حقيقت څخه خبر نه دي چې موږ خپل بډاى کولتور، دمنلو وړ عنعنه او وياړ من تاريخ لرو. افغانان هېڅکله هم کور کرانه او ړانده مقلدين نه وو، کور کرانه، بې سنجشه په پټو سترګو او ړوند تقليد د انسان نه ، بلکې دبيزو(شادي ) کار دى.
افغانستان د کولتورونو دتورېد نه، بلکې د صدور ځاى وو، موږ تل کولتور او ارزښتونه صادر کړي دي موږ نورو ته لارښوونه کړې ده او د ژوند ګټورې لارې چارې مو ورښوولې دي .
موږ له همدې هندوانو سره مرسته کړې ده چې د ناپوهۍ توهماتو، په سحر، جادو طلسم او کوډو د باور له تور تمونو څخه دپوهې، شعور تدبر او درايت رڼا ته راشي. موږ هغوى ته دا درس ورکړى دى چې په پټو سترګو تقليد مه کوئ، بلکې د عقل په رڼا کې د عقل په حکم ژوند وکړئ، موږ هغوى ته تفهيم کړې ده چې تل بايد منفعل او په نورو پسې روان ونه اوسي دهغوى ذهن فکر، عقيده او باور مو ټومبلى چې انسان (اشرف المخلوقات) ولې د حيوان (څاروي) عبادت وکړي، ولې يو انسان دومره ناپوهه او دعقل، شعور ،تميز او تفکر سترګې يې ړندې شي چې غوا خپل خالق، مالک رب او اله وبولي هغه وپالي ، عبادت يې وکړي، سجدې ورته وکړي او د خپلو اړتياوو او حاجاتو د پوره کولو دعا ورته وکړي ؟.
موږ دهند په شمول د نړۍ په ګڼو هېوادونو ځمکنۍ او کولتوري واکمنۍ او امپراطورۍ درلودې او هندوان زموږ پر کولتور وياړېدل، هغوى زموږ تقليد کاوه، هغوى زموږ د کولتور پر حقانيت قانع وو.
له مطالعې، ژور فکر او ارزيابۍ وروسته يې راسره زموږ کلتور ومانه، ميليونونه هندوان مسلمانان او زموږ د کولتور لارويان شول، هغوى مو په زور نه، بلکې د کولتوري او مذهبي درسونو له لارې مسلمانان کړې دي همد ا اوس هم هندي مسلمانان خو پرېږده ان هندوان زموږ پر کولتور، ملي غرور، افغانيت، وفا ، صداقت، سوچه توب ، خلوص ، هوډ، قاطعيت، غيرت، سرښندنې،يوه وينا او په خپلې وينا پر عمل وياړي، او ان زموږ پر کولتور فلمونه او ډرامې جوړوي چې ښې بېلګې يې د (خداه ګواه ،قرباني اوکابلى يا عبدالرحمن پستے والے ) په نوم فلمونه دي نو نن ولې افغان ځوان په پټو سترګو او بې سنجشه د بيزو په څېر مقلد شي .
وړاندې مو هم وويل چې اکثره افغانان په ځانګړې توګه ښځينه پاټکي نالوستي دي له خپل دين، ددين له احکامو، مزاياوو، ځانګړنو او ديني او دنيوي ګټو څخه خبر نه دي په اسلام کې د کورني ژوند له احکامو، ادابو او اصولو خبر نه دي او نه پر دې پوهېږي چې اسلام تر بل هر دين او مذهب ډېر اسانه، هر اړخيز خوږ او د بشر له فطري غوښتنو او تمايلاتو سره برابر دين دى، دوى چې دشپې په هندي ډرامو کې سالګره او يا د واده کوم مراسم وويني نو سبا يې پخپل ژوند کې عملي کوي او دناوې او زوم لکۍ يې يو پر بل پورې تړلې وې، زه نه وايم چې هند ښې ډرامې او يا روزونکي فلمونه نه لري او نه هندى کولتور له يوې مخې نفي کوم ،نه ، بلکې هندوان ځينې ډېر ښه عادات دودونه او رواجونه لري له افغانانو سره ګڼ تاريخي او کولتوري مشترکات لري همدې بالييود پخوا د (راضيه سلطان ،خدا ګواه، پُکار،مغل اعظم او …)په نوم ډېر ښه تاريخي او روزونکي فلمونه جوړ کړي دي او لکه وړاندې مو چې وويل باور لرو چې دا ډرامې دهندي کولتور انځور ګري او ويندويي هم نه کوي خو دا وروستي توليدات يې چې موږ ته رالېږلي ډېر مبتذل، له فحشا ډک او له حقايقو لېرې دي.
دا يواځې هند نه دى چې دلته يې کولتوري يرغل ته مټې رابډ وهلي ، بلکې لکه پورته موچې ورته اشاره وکړه ايران، تاجکستان، ازبکستان ،مسکو او ترکيه هم له دوى څو قدمه وړاندې دي دوى ټولو کولتوري يرغل او بې لارې توب پيل کړى، موخه يې ګډه خو ديرغل ډول يې توپير لري.
همدا اوس ايران دلته ګڼو تلويزيوني چينلونو، راډيو ګانو، اخبارونو، مجلو کولتوري ټولنو ته پيسې ورکوي او ان ځينې يې خپله جوړ کړيدي چې ددوى کولتور دود کړي ، ددوى عنعنو او غوښتنو ته وده ورکړي او ددوى ژبې ته کار وکړي .
ايران دافغانستان هغه سيمې چې ددوى په ګاونډ او سرحد کې پرتې دي خپله کولتوري حوزه بولي هلته يې ډېر نفوذ او ډېر کار کړى دى، سړى هغه وخت دايران د کولتوري يرغل پر اغېزو او دايرانيانو پر برياوو پوره خبرېدلى شي چې يو ځل هرات ، نيمروز ، دايکندي ، د کابل ښار لوېديځ، مزار، باميانو، بهسودويا په ټوله کې هزاره جات ته سفر وکړي.
لنډ مهاله نکاح يامتعه په افغانستان کې آن زموږ دشيعه ورونوترمنځ هم هېڅ دود نه وه خو اوس دايران له برکته؟؟ دا نکاح هم دلته دودشوې اوناوړه پايلې او په بېوزلو مېرمنو ناوړه اغيزې يې خپرونواو رسنيو ته راووتې .
په دې سيمو کې نور خو پرېږده ان د واټونو، پارکونو او ښوونځيو نومونه ايراني دي هلته ټوله جامه ايرانۍ، موسيقي،ډرامې او فلمونه ايراني ،لهجه او دخپرونو ژبه ايرانۍ، کورنى او بهرنى چاپيريال ټول ايرانى دى ، د اکثرو ادارو، ټولنو، موسسو په دفترونو او ان پر دولتي ادارو کې زموږ دملي مشرانو پر ځاى دايرانيو ايت الله ګانو عکسونه ځړېږي. هند خو بيا هم ښه دى زموږ پر خاوره، او ملي شخصيتونو دعوه نه کوي ايران خو مو پر خاوره هم تېرى کړى، پر کولتور هم او پر ملي اوعلمي شخصيتونومو هم دعوه کوي .
پر افغانانو يې هېڅ خوښي او وياړ پيرزو نه دى ، افغانستان ته که څوک افغان شيعه ( نېکپا) هم وياړ راوړي نو دوى يې نه زغمي او د نايي او ډم نوم ورکوي.
دوى د افغانانو ترمنځ د نفاق او تعصب اور ته لمن وهي.
دا هندۍ ډرامې او ايراني پروګرامونه د ماډرېډ (نوښت خوښو اومنځلارو) او توند لارو په نوم افغان ولس وېشي .
داسې ښکاري چې دولت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کولتور وزارت هندي يرغل ته څه نا څه متوجه دى او يو ځل يې ددې ډرامو دمخنيوي ناکامه هڅه هم وکړه، خو ايراني يرغل ته يې هېڅ پام نه دى، دولت دې ته پام نه کوي چې ددوى تر زنې لاندې په درېېمه کارته کې دخاتم النبيين په نوم ( دوهم قم) کې څه ښوول کېږي ،کوم پروګرامونه پرمخ وړي، تمدن تلويزيون څه خپروي، ددې ودانيو له لسو ميليونو ډالرو ډېر لګښت چا ورکړ؟ ځکه چې تر څراغ لاندې تياره وي .
موږ يو ځل بياپر دولت غږ کوو چې ددې يرغلونو مخه ونيسي، دافغانانو تاريخي سوچه او وياړمن کلتور دې له دې توپانونو وژغوري ،کاذب مصلحت او سازش ته دې اهميت نه ورکوي ، ملي او ديني ګټې دې د اشخاصو تر خوښۍ نه قربانوي، دافغانانو دملي هويت، دين، کولتور،ارزښتونو، ملي او ديني ګټو په مقابل کې دې دهند، ايران او تاجکستان هېڅ پروا نه کوي او په کلکه دې ددې يرغلونو پر وړاندې سپر شي .
له ملت څخه مو هم هيله ده چې که دولت په دې اړه څه نه کوي، له غفلت، سستۍ، تنبلۍاوکاذب مصلحت څخه کار اخلي او د څوکۍ او اقتدار ددوام لپاره نورو ته حق السکوت ورکوي نو دوى دې پخپله ددې هجوم مخه ونيسي ، کم تر کمه دا ډرامې او ايران پلوه پروګرامونه دې نه ګوري ، دهغوى خپرونې دې نه اوري ،ورسره دې کرکه وښيي او ملت دې په دې اړه راويښ کړي .