کور / سياسي / د امريکا نوى جمهورريس او د افغانانو غوښتني (هاري)

د امريکا نوى جمهورريس او د افغانانو غوښتني (هاري)



امريکايانو د ٢٠٠٨ د نومبر  پر څلرمي  په يوه حيرانونکي او تاريخي انتخاباتو کي ٤٧ کلن تور پوټکى   جمهورريس انتخاب کړ. باراک حسين اوباما به د امريکا ٤٤ جمهورريس وي. باراک اوباما به د يوه داسي ملک جمهورريس وي چي دم گړى د نړۍ يوازنى سوپر پاور دى.  په شرق او غرب کي يې قدرت خور دى.  پوځي طاقت يې بې سياله دى. اقتصاد يې د نړۍ د اقتصاد اينجن او لوکوموتيف دى. د اوباما پدې تاريخي کاميابي کي د امريکا ٩٥ فيصده تور پوستکو، ٦٦ فيصده ځوانانو، ٥٤ فيصده  امريکايي کاتوليکانو، اکثرو  مخورو او منورينو،  زياترو امريکايي هسپانويانو، ښځو او نارينو، نيستمنو او شتمنو، سپين ږېرو او سپين سرو، نويو مهاجرو امريکايانو، او تر ټولو مهمه ميلونهاوو امريکايي سپين پوټکو فعاله ونډه واخيسته.  د ښاغلي اوباما برى نه يوازي په متحده ايالاتو کي د عامه خلکو لخوا په  جشنونو او خوښيو بدرگه سو، بلکي په نړيواله ټولنه کي يې هم ډېره زياته خوشبيني ايجاده کړې ده. په افغاني ټولنه کي، دننه او بهر، د ښاغلي اوباما لپاره يو پراخ او ځوان نېک نظر موجود دى.  په بين المللي ټولنه کي، په اروپا، اسيا، جنوبي امريکا، اسلامي نړۍ، او په آفريقا کي عامه خلکو او حکومتونو د ښاغلي اوباما حيرانونکى موفقيت او چټک سياسي عروج ښه زيرى بللى دى. د متحده ايالاتو همدې خواري کښ او تحصيليافته منتخب جمهورريس د سولي او ثبات د ټينگولو مړې او کمزوري هيلي بېرته را ژوندۍ کړې.  يو وار بيا دا هيله را پيدا سوه چي د بنيادي اصلاحاتو  او بنسټي کارونو د کولو لپاره به نوې هڅه او موثر اقدام وسي. ثبات او عدالت به تامين سي. سوله او رڼا به راسي. آزادي به ټينگه سي. 


که څه هم، د ښاغلي اوباما انتخاب به په متحده ايالاتو کي ټول نژادي او جنسي تبعيضونه او نيمگړتياوي ليري نه کړي، خو يو مهم نژادي خنډ چي په پېړيو پېړيو په امريکايي ټولنه کي پروت وو، مات او ذرې ذرې کړ. همدا راز، د اقلتونو او ښځو د حقوقو د اعادې لپاره يې دننه په امريکا کي ښه فرصت برابر کړ.  د هغه کاميابي قاطع او پرېکنده وه. اوباما د انتخاباتو په مقدماتي دروه کي د کلنټن غښتلى سياسي مشين مات کړ. پوره شپاړلس کاله کېږي چي دکلنټن سياسي ډله او مشين په يموکرات گوند کي سيال او رقيب نه لاري.  خو اوباما په ډېرمهارت لمړى مېرمن کلنټن ته ماتې ورکړه، او بيا يې بېرته مېرمن کلنټن خپله ملگرې او شريکه کړه. د اوباما د انتخاباتي ټيم، کمپېن، او په پېخر رضاکارانو بل کمال له انټرنيټ څخه هر اړخيزه او مبتکره گټه اخيستل دي. هغوى دسياست په دنيا کي نوي لاري چاري پرانيستې. د ښاغلى اوباما انتخابات يوه داسي ستره  سياسي حادثه ده چي څه تامل ته اړتيا لري. د امريکا په سياست او ټولنه کي يوه ښکلې نوې تاريخي پېښه ده.   


ددې ټيم يو بل کمال دا دى چي هغوى د اوباما تر مشرۍ لاندي د سولييزي  سياسي مبارزې  په زور او مټ ستر اجتماعي او سياسي بدلون راوست. اوباما او د هغه ټيم د انتخاباتو په اوږده جريان کي يوه لويه اشتباه هم ونکړه.  تر پايه پوري يې خپل تهاجمي حالت وساتى. هغه د انتخاباتو په جريان کي خپل اصلي ماموريت او مهمو ټکو ته تل وفاداره پاتي سو. د عراق د جنگ سره يې خپل مخالفت ته دوام ورکى. د عراق څخه يې د امريکايي عسکرو پر را ايستلو باندي ټينگار وکى.  د امريکا خراب اقتصاد يې د انتخاباتو محوري موضوع وگرځوله. اوباما پخپلو ويناوو ،مناظرو ، او اعلاناتو کي  خپل رقيب د رپبليکن د گوند کانديد ښاغلى مک کېن د بوش د ناکامه پاليسيو سره يو ځاى غوټه او وگانډه، او بيا يې د تاريخ توري کندي ته ور ټېله کړ.  دا انتخابات د امريکا په تاريخ کي تر ټولو گران او قيمتي انتخابات وه. سياسي اعلانات اکثرا منفي او زيانمن وه.  


ددې ټولو سره سره، ښاغلى اوباما، د يوېشتمي پېړۍ په سر کي، د يوه داسي سوپر پاور جمهور ريس سو چي په داخل او خارج کي د سترو او سختو چلنچونو سره مخامخ دى: د عراق او افغانستان بد او نه تمامېدونکي جنگونه، د چين، هند، او روسيې اقتصادي او نظامي چلنچونه او تهديدونه، کمزورى اقتصاد او د بودجې کسر، په خارج کي د امريکا بد نوم او نښان، او په داخل کي په پېخر اقتصادي او اجتماعي ستونزي. په هر صورت، د اوباما کار سخت او دروند دى، او لاره يې اوږده او گرانه ده. ستونزي يې ډېري دي. منابع يې محدودي او مخ پر کمېدو دي. خو عالي ارمان او ښه ماموريت،پخه اراده او نر استقامت، ښه ستراتيژي او پوخ تاکتيک، مدبر او مبتکر ټيم، او خوارۍ او زحمت کولاى سي چي بېرته سوله، پرمختگ، همکاري، امنيت، او عمومي سعادت او نيکمرغي راولي.  جنگ ختم کړي.  د قانون حاکميت او عدالت تامين کړي. سوله او خندا را څرگنده سي. او ژوند، ازادي، او خوشحالي زياته سي. 


افغانستان ،عراق او خارجي پاليسي 


که څه هم، ښاغلي اوباما د افغانستان په باب په تفصيل خبري ندي کړي، خو لږ او ډېر چي يې کړي دي د  افغانستان په گټه او خير يې کړي دي. هغه وايي چي د کرزي حکومت کار ندى کړى.  فاسد او بې کفايته دى.  لړزانه او بې واکه دى.  امنيت خراب دى. حکومت  تل د بل لاسته ته گوري او  پر خپلو پښو يې د درېدو هډو هيڅ خيال نسته. د القاعدې قاتلان تر اوسه پوري ازاد تگ راتگ کوي.  د پاکستان ځيني سيمي د طالبانو او القاعدې امني آډې دي. اکثره  افغانان، په بهر او دننه کي، د ښاغلي اوباما سره موافق دي.  مگر افغانان دا باور هم لري چي د افغانستان او منطقې د ژغورولو لپاره لمړى بايد د کابل په حکومت کي ژور او هر اړخېز اصلاحات راوستل سي. نوى او کاري ټيم ته د قدرت واگي په لاس ورکړه سي. حکومت له سره پاک او نوى سي. نوي عالي رتبه مامورين مقرره سي. همدا اوس، د کرزي پر ځاى د يو بل الټرنټيف د پيدا کولو لټه پيل سي. لمړى، کرزي بايد پدې قانع کړاى سي چي نور نو د هغه ورځي په شمار دي.  دوهم، که چيري کرزي لجاجت او غلمغال کاوه، بيا نو له ارگ څخه بايد په زور او جبر و ايستل سي.  د ښاغلي کرزي پرده پدې کي ده چي نور نو د افغان ولس وخت ضايع نه کړي. د افغانانو بله غوښتنه دا ده چي جگړماران، القاعده، او جنگي طالبان دي سټ کړى سي.  امنيت دي ټينگ سي.  عدالت او د قانون حاکميت دي تامين سي.  غلا او ډاکه دي ختمه سي.  پر بيت المال باندي دي د حاکمانو او د هغوى د خپلوانو ډاکې او چاپې بندي سي. حساب او کتاب دي وي. شفافيت دي وي. اقتصاد ته دي توجه وسي. کارونه دي خلق سي.  د عامه گټو پروژې دي ژر تر ژره عملي سي.  د سړکونو، بندونو، کوچينيو فابريکو، د برق د بندونو د جوړولو کارونه دي گړندي او ډېر سي.  تعليم او تربيې ته دي پوره توجه وسي. د عصري علومو د ترويج او خورېدو لپاره دي جدي گامونه واخيستل سي. همدا، د افغانانو تر ټولو مهمي غوښتني دي. همدا، د طالبانو او القاعدې د را ايسارولو لپاره تر ټولو موثره او کاري اوده هم ده. 


افغانان د امريکا او افغانستان تر مينځ  دوستي او همکاري غواړي.  هغوى  د دواړو ملکونو تر مينځ پراخي اقتصادي، تجارتي، علمي او کلتوري اړيکي غواړي.  افغانان پوهېږي چي د افغانستان جوړول يوازي د ښاغلي اوباما وظيفه نده، بلکي افغانان غواړي چي د هغه د ادارې سره په گډه او هملاسي د افغانستان د بياودانولو لپاره ليڅي راولغړي او د يوه ازاد، اباد، او زرغون افغانستان په جوړولو کي مرسته وکي. افغانان پوهېږي چي د يو ملت جوړول د يوه سړي کار ندى. د ملت جوړول د هر ولس خپل کار دى. د ملت جوړول ډله ايز او فردي کار ته اړتيا لري. گډ هدف او عالي ارمان ته ضرورت لري.  


ښاغلي اوباما ژمنه وکړه چي په افغانستان کي به سوله او ثبات ټينگوي.  د پاکستان سره به جدي خبري کوي.  بن لادن او نور د القاعدې قاتلان به د قانون منگولو ته سپاري.  په منيځني ختيځ کي به د سولي او عدالت د راوستلو سره مرسته کوي.  د ايران او نورو مرورو او کله نا کله غالمغالي مشرانو سره به د يوې غښتلي دپلوماسۍ تر چتر لاندي خبري کوي.  همدا، د اکثرو افغانانو غوښتني هم دي.  افغانان هيله من دي څرنگه چي اوباما په خپل انتخاباتو کي ابتکار او هوښياري وښوده، همدا ډول په افغانستان کي د سولي او ثبات په راوستلو کي هم ابتکار او نوى فکر وښيي. ځکه د نن ورځي د مشکلاتو د حلولو لپاره  نوي او مبتکر فکرونو ته اړتيا سته. په بل عبارت، د شلمي پېړۍ په فکرونو د يويشتم قرن مشکلات نه حلېږي. 


افغانان د ټروريزم پر خلاف د جنگ ختمول غواړي، له عراق څخه د امريکايي عسکرو منظم او سمدستي وتل غواړي.  افغانان فکر کوي چي د عراق جنگ يو غير عادلانه  جگړه او د بوش د ناکاميو يوه ستره بېلگه ده. افغانان په خپل وطن کي د بياودانولو پروژې او کارونه غواړي.    افغانان باور لري چي د بوش د ټروريزم پر خلاف جگړه د اسلام پر ضد په جنگ بدل سوى دى.  آکثره مسلمانان د بوش له پاليسيو څخه بېزاره او پزي ته رارسېدلي دي. افغانان د دوامداره او ړاندو بمبارويو ختمول غواړي.  د شاه ولي کوټ، شينډنډ، ميوند، هسکي مېني، دهراوت، او هلمند د قتل عامونو ختمول غواړي.  د جنگ او مرگ ژوبلي را اريسارول غواړي. د ټروريزم پر خلاف د مجادلې تر چتر لاندي د عامه خلکو د کورونو د تلاشيو او زور زياتيو ختمول غواړي. افغانان هيلمن دي چي ښاغلي اوباما به د بوش ناکامه پاليسۍ هاخواته ليري وغورځوي، او په عوض کي به يې د سولي او ثبات د ټينگولو په غرض نوي او مبتکري لاري چاري ولټوي.  د افغانستان او امريکا په روابطو کي به يو نوى باب او پړاو پرانيزي.  د اعتماد، همکارۍ، او همږغۍ يو نوى فصل به پيل سي.  د ښې دوستۍ يو بل باب به پرانيستل سي.  افغانان يو بنيادي او هر اړخيز بدلون ته چمتو او سترگي په لاره دي.  


امريکا کي دننه 


په متحده ايالاتو کي، د ښاغلي اوباما انتخابات د يوه نوى عصر او سياسي بدلون څرگند پيغام لرى.  مانا دا چي د محافظه کارانو پېر او دوره نوره ختمه سوه.  يو نوى پړاو او دوران پيل سو.  په متحده ايالاتو کي، د کال ٢٠٠٨ جمهوري رياست انتخابات په امريکا کي د راتلونکو سياسي فلسفو په باب يو ريفرينډم وو.  يو نوى عصر او سياسي تحول را څرگند سوى دى.  داسي ښکاري چي بالاخره په متحده ايالاتو کي وروسته له قريب دېرش کالو څخه د محافظه کارانو د قدرت او سياسي فلسفې اوږده او ناکامه دوره ختمه سوه، او د يوه ازادي او مترقي سياسي فلسفې پېر او دوران را رسېدلى دى. د بوش او نيوکان د حاکميت دوره د امريکا او د رپبليکن پارټۍ لپاره ډېره گرانه او خطرناکه تمامه سوه. کلونه کلونه به وغواړي چي د بوش د ادارې تاوانونه جبران سي. ښايي څو کاله پرله پسې ليبراليزم دامريکا د داخلي او خارجي پاليسي فکري چوکاټ وي. دا انکشاف پخپل ذات کي يو لوى اجتماعي او فرهنگي بدلون او تحول دى.  يو اجتماعي او نسلي شيف دى. د اوباما انتخاب په امريکا کي د يوه ژور او بنيادي کلتوري بدلون او شيف مخکښ دى. د رېگن له دورې سره سم، د امريکا په سياسي قدرت کي د محافظه کارانو پله ډېره درنه سوه چي تر همدې شېبې پوري يې دوام لاره.  د ١٩٨٠ کلونو په سر کي، د امريکا په انتخاباتو کي ښاغلى رېگن جمهورريس  سو.  په همدې کلونو کي، په متحده ايالاتو کي  يو ډول مذهبي ښى او يو لړ نيوکان محافظه کارانو د قدرت واگي پلاس کي ونيولې. د هغوى پدې کاميابي کي پر افغانستان باندي د شورويانو تجاوز مهم نقش لاره. هر څه د رپبليکن په لاس ورغلل. د امريکا په جامعه او سياسي فرهنگ کي تر ډېره حده محافظه کاران حاکم سول.  هر څه راست او لېزې فېر سول. مگر د اوباما انتخابات د يوه نوي ليبراليزم د عروج  نښي نښانې لري. د يوه شيف او تحول علامې لري.  ښاغلى اوباما پدې وتوانېدى چي په متحده ايالاتو کي يو ځل بيا د گرسروټ يا ولسي سازماندهي څخه حد اعظم استفاده وکړي. اوباما همدا انتخابات دځوانو رضاکارانو د بېشماره رايو  او نه ستړېدونکو هلو ځلو په مټ وگټل. 


خاتمه 


اوباما ددې استعداد لري چي متفاوت او مختلف خلک او نظريات سره راغونډ کي.  يو اتحاد او اتفاق راولي.  خلکو ته الهام ورکي.  مختلف قومونه، نژادونه، نسلونه، او گټي د يوه معين او ټآکلي هدف لپاره سره راغونډ کي. ښاغلي اوباما د جهان په مختلفو ملکونو او د امريکا  په گڼو ايالاتونو کي ژوند، سبق ، او کار کړى دى.  د راز راز کلتورونو، نژادونو، مذهبي تاثيراتو، او د عالي تحصيلاتو او ژور فکر څښتن دى. ښه ليکوال دى. تر اوسه يې دوه کتابه بارارز ته را وتلي دي. ځوان ،هوښيار، او د تېره منطق خاوند دى. د سياسي ماموريت او مشرتابه کوالټي لري.  هغه د عمومي رايو قريب ٥٢ فيصده وگټل. هغه د امريکايانو له عمومي نارضايتۍ څخه پوره گټه واخيسته.  د هغه مهم شعار “بدلون” وو.  د هغه ټينگار پخپل ځان باور او اعتماد درلودل وو.  پخپلو پښو درېدل وو.  د نورو خلکو سره مرسته کول وو. او د يوه عالي هدف لپاره کار کول وو. والسلام.