کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ميوند قتل عام

د ميوند قتل عام

د خټکو لويه خانه! د همه پښتون سرداره
اې غمگيره د غمجنو، د پرېوتو مددگاره!


ها حجره چي ته يې خان وې، ها کاروان چي ته يې امير وې
ها حجره په ورانېدو ده، ها کاروان دى بې مهاره


ستا په اوښکو زرغون شوى، ستا په وينو پاېدلى
هغه باغ لوغړن پروت دى، بې بلبله بې  بهاره


بيا د ننگ توره تېره کړه، بيا ننگياله دا دېره کړه
شه رضا مرور خانه،  شه پخولا دلگير سالاره     “غني”


د کندهار د ميوند په ولسوالۍ کي، طالب قاتلانو دېرش تنه افغان زلميان په ړنا ورځ تر تېغ وايستل.  خبرونه وايي د اکټوبر پر ١٩ د طالبانو يوې جنگي او خوني ډلي د کندهار-هرات پر لويه لاره باندي دېرش کسه بې گناه ځوانان  له دريو ٣٠٣ ټرانسپورټي بسونو څخه را کښته کړل.  بيا يې همدا تنکي، خوار، او اجل نيولي مسافرځوانان سمدستي حلال کړل. عيني شاهدان وايي د څو تنو جسدونه مثله سوي وه. هغوى وروسته له ډېرو وهلو او شکنجې څخه په کاملي او دقيقي بې رحمۍ قتل سوي وه. د لغمان ولايت د اوسېدونکو په وينا، ټول ځوانيمرگ ځوانان ايران ته د مزدورۍ او خوارۍ په نيت له خپلو عزيزانو، کورونو، او کليو څخه د يوه نامعلوم او ډارونکي برخليک په لور راوتلي وه. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د همدې قتل او څرگند بربريت  مسوليت په خپله غاړه واخيست.  هغه زياته کړه طالبانو هغوى د دولتي عسکرو په تور وژلي دي. هغه وويل: طالبانو ددغو برمته سويو ځوانانو کورونو ته تيلفونونه وکړل او د هغوى د کورونيو غړو ته يې وويل چي عزيزان يې نيول سوي دي او ډېر ژر به ذبح سي. طالب ياغيان لکه د چنگېز خان او مغل لښکري بني ادمان او اسيران حلالوي. سرونه يي غوِڅوي او کله منارونه جوړوي. پښتني سيمي بدناموي. د ميوند تاريخ او شهيدانو ته سپکاوى کوي. د ټرور، قصابۍ ، او وچ ظلم ژوندي مثالونه ږېږوي. په بين المللي سطح کي، افغانان او د هغوى تاريخ او کلتور بد ناموي. په عين زمان کي، افغانان سرټمبه، خوني، او ټروريسټ معرفي کوي. طالبان غواړي چي افغانان د جهل، تورتم، او افراطيت توري کندي ته ورکش کړي.  هغوى د  زمان، خوځښت، او تمدن  درول او را ايسارول غواړي. هغوى د ولس تباه کول غواړي. هغوى لکه شوپرکان له نور او علم څخه ډار او کرکه لري.


د طالبانو ددغه ښکاره وحشت پر خلاف د لغمان خلکو مظاهره او اعتراض وکړ. هغوى له بين المللي ټولني او افغاني حکومت څخه جدي اقدام وغوښت. د لغمان اعتراض کونکو د “مړه دي وي طالبان” او مړه دي وي قاتلان” شعارونه ورکول، او د تورو بېرغونو په وړلو سره يې خپل خپګان او غم څرگندوى.   هغوى غواړي چي د دغه نه بخښونکي قتل عام مسولين د  عدالت منگولو ته وسپارل سي.  د روان بربنډ بغاوت او بدعت مخه دي ونيول سي. او جنگي طالبان او القاعده دي سټ کړى سي.

د ليکوال د خپلو سترگو حال کال ٢٠٠٧ د مې مياشت: 

له کندهار څخه تر گرشگ پوري لاره ډېر خرابه ده. پخوانى ډامبر گرده ټوټه ټوټه او يا بيخي ورک سوى دى. سيلاوونو، د حکومتونو پر له پسې غفلت او لټۍ، او دايمي ناکراريو د سړک پراخي برخي په وچو ماندو، کنډوکپرو، او  عذاب باندي بدل کړي دي. سرعت خورا کم وي. دوړي او خاوري د هر مسافر پر مخ په پېخر پرتې وي. هوا تل گرمه او دوږخي وي.  د لمر وړانگي هرڅه سوځوي. هر پلو سيراب ښکاري. حتى شاوخوا غرونه تک تور او لمر وهلي ښکاري. کاڼي او  وچ بوټي جل وهلي برېښي. خو اسمان صاف او شين وي. وخت نا وخت، دلته او هلته، يو  او نيم زرغون بټى غيبي راټوکېدلى وي، او په  يوازي سر د يو جهان محيطي خطرونو او ناخوالو سره ډغري وهي. د سرويس قهرجن او سيگريټي استاد، او د هغه پوچ خولي او جنجالي کلېنر ، او په خولو او خاورو کي پټ مسافرين وارخطا او چوپ وي. کلېنر لکه ښکاري سپى د دروازې په خوله کي ولاړ او په غټو او ډارېدلو سترگو لاري او دښتي څاري. اکثره مسافران هغه افغاني مهاجرين دي چي له ايران څخه په زوره راشړل سوي دي. اکثره د شمالي ولايتونو او مرکزي ولايتونو بېکاره او روزگاره هغه ځوانان دي چي په تکڼده ځوانۍ کي د خپل کور او  کلي  پرېښېدو ته اړ سوي دي.  اکثرو پطلونونه اغوستي او  ايرانۍ لهجه کوي. په سرويس کي د ډېروالى په سبب ځيني د بس په لاره کي ناست دي. هغوى د موټروان او کلېنر سره جنجال کوي. ښه سلوک او بهتره سروېس غواړي. د ايران او افغان  له حکومتونو  څخه سرټکوي. د افغانستان فقر او د ايران شمتني او دولت سره پرتله کوي. مقايسه يې دقيقه او عملي ده.  د کابل-کندهار- هرات د لويي لاري په ټولو کثيفو او خواگرځنو رستورانونو کي همدا در به دره  افغان ځوانان کوټه کوټه ناست وه.  ځينو ډوډۍ خوړله.  ځينو استراحت کاوه. او ځيني نور بيا په چورتونو او فکرونو کي ډوب وه.
د سړک په اوږدو کي، دلته او هلته، افغاني پوليس په بد شکله او بدرنگه جامو او پوستو کي پراته وه. د پوستو په شاوخوا  کي د کوک، فانتا، اوبو، او نور شيانو په خاورو او ريگو لړلي بوتلونه، پلاستيکي مرداري کڅوړي، او اغزن سيمونه خرې خرې پراته وه. د پوليسو په څېرو کي، د قحطۍ، مفلسۍ، او سويي تغذيې  نښي نښانې له ورايه څرگندي وي. پوليسو به عموما مولونه وهلي وه؛ څپلۍ به يې په پښو وې؛ ورېښتان او مخونه به يې په دوړو او خاورو کي پټ وه؛ سترگي به يې سرې وې؛ خو البته توپکان به هم  ورسره وه.  د سرويسونو د رارسېدو سره سم، له خپلو پوستو او خزو څخه د سړک غاړي ته را ډانگي، او له هر سرويس او موټرڅخه معين او ټاکلى رشوت اخلي. چنې، ناندرې، او نارې وهي.  جنگ، تهديد، او ښکنځل کوي. د دولت او د قانون د حاکميت تر سيوري لاندي په سپينه ورځ غلا او ډاکه اچوي. 
په همدې سيمه کي د ژړۍ او ميوند ولسوالۍ پرتې دي. د شمال پلو ته څېرمه د خاکريز ناکراره سيمه پرته ده. جنوب ته يې د پنجوايي نا امنه سيمه غزېدلې ده. همدلته، د کجکي د بند څخه را غزېدلي د برق غټي خادې ماتي او بېکاره ولاړي دي. که څه هم، د کابل-کندهار- هرات پر لويه لاره باندي په ځينو ځايونو کي د خارجي قواوو پوستۍ پرتې دي، خو پدې سيمه کي نه د خارجي قواوو پوسته سته او نه هم د افغان ملي اردو.  هغوى ډامبر او امني لاري څاري! عجبه دا ده چي تر گرشگ وروسته بيا تر هرات پوري  لاره ډامبر او پخه ده. مگر د کندهار-گرشک لاره خامه او  ډبي ډبي ده. سرعت بېخي کم وي. د مسافرو د تښتول اسانه وي. د کابل- کندهار- هرات د لويي لاري د امنيت خرابېدل د افغان ولس پر بېشمارو ستونزو باندي يوه بله شريره ستونزه هم ور اضافه کړه.  په همدې سيمه کي، تل جنگ وي. د کال ٢٠٠٧ د مې په مياشت کي همدلته پر له پسې بمبارۍ جاري وې.  د امريکا په قيادت د بين المللي ايتلاف جنگي طيارې د کندهار- هرات د لويي لاري پر سر تېرېدې او د سړک په شمال کي يې خپل ړانده او عبث بمبونه اچول. له کندهار څخه تر گرشگ پوري ټوله لاره ښايي سل او يا يو نيم سل ميله وي.  دېرش کاله پخوا، همدآ فاصله په دوو ساعتو کي  ټنډه، ارام، او په امن او  امان کي وهل کېده. مگر نن سبا همدا مهمه لاره تر اوسه پوري خامه او خرابه ده. نا امنه او خوني ده. په افغانستان کي، د امريکا د ناکامي ستراتيژۍ ښه مثال د همدې لنډي لاري ناامني او وحشت دى.  دلته د ميوند د شهيدانو تر څنگ طالبان په سپينه ورځ جنايت او قتل کوي.   پردېس، غريب، او بې وزلي وژني. له ټولو  اسلامي، مدني، او افغاني اصولو څخه سرغړونه کوي. هيځ اخلاقي اصل او پرنسيپ نه مني. يو وچ خرتوب او سپېرې سرټمبه گۍ ته ادامه ورکوي. 
پدې دېرشو کالو کي، د افغانستان په مختلفو سيمو کي  څو ځله قتل عامونه سويدي.  ددې راز ډله ايزو  وژنو زياتېدل د افغاني ټولني د يووالي او ملي هويت اډانې سستوي.  ملي اتحاد او همکاري ته صدمه رسوي.  د افغان ملت د مختلفو پرگنو تر مينځ دښمني، بې اعتباري، او فاصله ايجادوي.  افغان ولس له دننه کمزورى کوي. کورني اختلافات او تضادونه لا زياتوي.  په شمال کي، څو ځله د متخاصمو  ډلو تر مينځ ايتنکي او قومي قتل عامونه سويدي. د افشار قساوت، دکابل قتلونه، د دشت ليلي وحشت، د هسکي مېني وژني، د شنډيډ قتل عام، او نن ورځ د ميوند قتل عام او داسي نوري ډله ايزي وژني پدې تېرو کلونوکي بار بار تکراري سوي دي. 
په پښتني سيمو کي د مذهبي افراطيت ډېرېدل د دغه قوم ژوند او پاېښت د جدي خطرونو سره مخامخ کړى دى. دېرش کاله کېږي چي پدې سيمه کي د مذهبي افراطيانو پله ډېره درنه سوېده.  هغوى گستاخه سويدي. پوره درې لسيزي کېږي چي د پردو په لمسون مذهبي افراطيت د پښتنو په سيمو کي ځالي جوړي کړي دي. پراخي سيمي يې تر خپلي ولکې لا ندي کړي دي.  په سيمه کي يې ډار او وحشت خور کړى دى. دلته يې د خارجي مذهبي افراطيانو او ټروريسټانو لپاره اډې جوړي کړي دي. په پښتني سيمه کي  د مذهبي انارشستانو او ډانگيانو ډېرېدل د پښتون قام راتلونکې او شتون د جدي خطرونو سره مخامخ کړي دي. او په بل عبارت، په پښتني سيمو کي يې د غم او شر تخم شندلى دى.   د دغه مذهبي شرارت د  نوغى ايستل او شنډول د ټولو منورو پښتنو دنده او مسوليت دى.  موږ مجبوره او مکلفه يو چي دا د مرداري موږى له خپلو سيمو څخه وبا سو. بله هيڅ چاره نلرو.  همدا پرابلم موږ د عصر او زمان تر ټولو مهم چلنچ دى. زموږ د ټولني يو اساسي سياسي او اجتماعي مشکل دى. زموږ د ټولو بد بختيو يوه اساسي سرچينه ده.  ددې سر چيني بندول پکار دي. د طالبانو او القاعده سټول پکار دي.  
د اسلامي نړۍ په ټولو اقوامو کي افغانان په هر لحاظ وروسته پاتي دي.  د نورو قومونو په تناسب په پښتنو کي بې سوادي زياته ده. اقتصاد کمزورى دى. بنيادي اجتماعي او سياسي اصلاحات ندى عملي سوي. پدې تېرو څو کلونو کي، د عصري علومو او ساينس سره مخالفت او دښمني زياته سوېده. په خلکو کي خرافات او سپېره جهل ډېر سوى دى. په پښتني سيمو کي د مکتبونو سوځول يو عادت گرځېدلى دى.  طالبان په ډاگه د مکتب او معلم مخالفت کوي. د علم او هنر سره دښمني کوي.  د انسان ازادۍ، حق، حرمت ته هيڅ احترام نلري. د خپل متحجر او وروست فکري چوکاټ په څرخ کي اسير او بند دي. هغوى د يوې تللي او ورکي دنيا استازي دي. هغوى غواړي چي پدې سيمه کي د هر مثبت بدلون مخه ونيسي.  پښتانه د تباهۍ کندي ته ور شوه کړي. افغانان د تمدن د کاروان څخه راوگرځوي. تېاره او خپگان حاکم کړي. او بالاخره د رڼا او خوښۍ بېخ وباسي.  افغانان مجبوره دي چي ځيني اساسي پوښتني يو ځل بيا مطرح کړي: ايا افغانان کولاى سي چي په يويشتمي پېړۍ کي د طالبانو تر نظام لاندي ژوند وکړي؟ ايا کېداى سي چي له جهانه څخه ځانونه پټ او ورک کړو؟  ايا د تمدن له کاروان څخه پاته کېدل زموږ په خېر دي؟ موږ څه غواړو؟ کوم ځاى ته رسېدل غواړو؟

والسلام.