کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا د پښتنو او مسلمانانو کار ندئ

دا د پښتنو او مسلمانانو کار ندئ

په هلمند کي دلغمان د تنکي بېګناه ځوانانو بې رحمانه  وژنه، ديوه کس دسترګو ايستنه او تر دې مخکي د هيواد په پښتني سيمو کي د افغانانو  حلالول او بيايې  ټوټه کول،د انسانانو تښتول، زورول، د مکتبونو سوځول د بيت المال عامه شتمنۍ تباه کول ، عام خلک وژل،  دا دکوم پښتني، افغاني او اسلامي کارنامو معيار نه دی . دا دکوم اسلامي ښووني او جهادي کردار اصل ندئ  . دا دافغانانو کار ندئ .

دا کارونه او لوی جرمونه في الارضه مفسدين او شياطوين  تر سره کوي  په دې کي د پنجاپي جنرال حميد ګل او د بابر، د انګريزي مولوي فضل الرحمان  او پلورل سوي د ايران او د روس د ګوډاګيانو ﻻس دئ  او  هغه بيا د پښتون په نامه، دطالب په نامه   او د اسلام په نامه پلي کوي . دا سراسر يو غير انساني مفسدانه او انګريزي کردار دئ چي زموږ د پښتنونوم را بدوي او  بېخ  مو را وباسي .

ای خلګو د خدای په لحاظ خپل دښمن وپېژنۍ . انګليس زموږ تاريخي دښمن دئ، ايران زموږ تاريخي دښمن دئ، روس زموږ تازه دښمن دئ ، امريکا هم په همدوی پسې را اخيستې ده  هغوی  هم د کرزي ملاتړ  کوي، هم  د شمال ډانګيان او وطن پلوره جنګسالاران پر شاټکوي، او هم د پښتنو په نامه پنجاپي او ايراني، چيچني، او عربي  مزدوران را مخته کوي  تر څو  دغه غير انساني، غير پښتني او غير اسلامي کارنامي ور باندي تر سره کي  . په دې کارناموباندي، پښتانه، انسانيت، افغانيت او اسلاميت ورباندي شر ميږي  .

او خلکو دغه شر اچونه دغه وژنه او فساد دپښتنو کار ندئ ،  پښتانه نارينه ، وطنپال، مسلمان او  بارحمه قوم دئ دغه کارنامې د هغو نه دي . په دې کي د اجانبو ﻻس دئ او بس  د پښتنو د تباهي په خاطر يې جاري ساتل کيږي  .

او وطنپاله ليکوالانو افغانانو په هر ځای کي چي ياست، په هر ګوند کي چي ياست د خدای په لحاظ قلم مو تيز کړی او واقعيتونه  نړۍ والو او خپل ولس ته وواياست . دا يوه لويه د فساده ډکه منصوبه ده چي پر پښتنو باندي جاري شوې ده  او پښتانه ور باندي ځپي. ددې خاوري دښمنان چي په ای ايس ای، واشنګټن ، بکنګهم ، مسکو او تهران کي ناست دي و دې خلګو ته ور وپېژنۍ  او رسوا يې کړی . دا وطن تباه کيږي .