کور / تازه خبرونه / پاکستان ۲۲۰ افغانان را وشړل

پاکستان ۲۲۰ افغانان را وشړل

اسوسیټیډ پریس د پېښور څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د خیبر ایجنسی محلی چارواکو نن ۲۲۰ هغه افغانان د ډیورنډ تر کرښي را تېر کړل چی د دوی په وینا هغوی قانونی اسناد نه لرل . دا افغانان د صوبه سرحد په مختلفو برخو کی نیول سوی او بیا بندی سوی وو څو چی نن یې تر یو ځای کولو وروسته په تورخم کی افغانی محلی چارواکو ته وسپارل چی هغوی هم د تحقیقاتو په غرض پسی بندیان کړل . دا لومړی ځل دی چی افغانان د دواړو خواوو تر دغسی جبر او زور زیاتي لاندی راځي .