کور / خبرتیا او پيغامونه / دوردګو دمشرانوپرانيستى ليک دوردګو والي ښاغلي فدايې ته

دوردګو دمشرانوپرانيستى ليک دوردګو والي ښاغلي فدايې ته

اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

ښاغى والي صاحب : موږ نيږدې سل تنه سپين ږيري مشران اودخلکو نمايندګان ستا دفتر ته راغلو ترڅوتاسو دهغه جنايت څخه خبر کړو کوم چې دوه ورځې وړاندې په دې ولايت کې ترسره شو .

خو په تاسف سره بايد ووايو چې ته په خپل ولايت کې نه وي اونه پوهيږو تردې به مهمه پېښه په دې ولايت کې وه چې تا دغه پېښه هيره کړې وه اوتتلى وي بهسودوولسوالۍ ته .

سپين ږيري اومخور وروسته له هغې له ولايت نه خالي لاس دميدان ښار څخه بيرته دسيداباد ولسوالۍ ته لاړل چې ددې ولايت والي ښاغلى حليم فدايې دتيرو دوو ورځو راپديخوا دبهسودو ولسوالۍ په ليدنه اوکتنه بوخت دي .

والي خوپه اصل کې دولسمشر استازي  وي په يو ولايت کې خو نه پوهيږو چې ښاغلى فدايې څرنګه په بهسودو کې مصروف  دي چې دسيداباد دسيمي دبيګناه خلکو په وژنه ياخو خبرنه دي اوياهم ځان نه پرې خبروي .

په روانه اونۍ کې دوردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ دهفت اسيا په سيمه کې دطالبانو او بهرنيو ځواکونوترمنځ سخته جګړه شوه .

په دې جګړه کې دواړو لوريوته درنده مرګ ژ وبله اوښتې وه .

  دامريکايانو ددريوټانګونوپه ګډون يوه الوتکه دطالبانوپه ډزو کې رانسکوره شوه .

خوطالب جنګياليوته هم مرګ ژوبله وا وښته ،   دملاتيمور په نوم ديوقوماندان په ګډون اوه تنه مړه اوڅوتنه نور يې ټپيان شول .

خوددې ترڅڼګ د١٦ نه زيات ملکي وګړي اوماشومان هم بيګناه په دې   ډوزو  کې ووژل شول .

دډونډونکي په کلي کې پنځه ماشومان دامريکايانو دډزو له امله اوپاتې نور کسان چې درې نجونې هم په کې شاملې وي دسړک پرسر دامنيتي کمپنۍ دساتونکيو لخوا له کوروو څخه راويستل شوي اوپه ډزو سره ويشتل شو .

خودادي ټولو رسنيو راډيوګانو ټلويزيونوپرې خبرونه ليکلي ولي نه پوهيږو  دورد ګو ښاغلى والي پرې خبر نه دي اوکه  مهمه موضوع يې نه ګڼي .

دالومړى ځل نه دي چې په دې ولايت کې دامنيتي کمپنۍ لخوا خلک وژل کيږي اوپوښتنه يې نه کيږي تردې وړادې هم په دې ولايت کې په بار بار دهمدې امنيتي کمپنۍ اودسيمه ايزو پوليسو لخوا خلک ځورول شوي وو اوآن وژل شوي اوموټرو اوکورونوته يې هم اورونه اچول شوي وو .

دوه کاله وړاندې دغزني دوخت دوالي پټان ساتونکيو دهفت اسيا په سيمه کې څلورو کورونه ته اور ورته شو او وسوځول شول

دهغې نه وروسته دهمدې والي په دوران کې نيږدې شل ورځې وړاندې هفت اسيا اوشش کلاترمنځ دلوړې په سيمه کې دبيګناه کليوالو کورونوته همدا دامنيتي کمپنۍ وسله وال  غله ورننوتل او دکوردننه يې موټران وروسول او له کورونو څخه يې ډير شيان غلاکړل .

داد ي اوس موږ دقوم مشران سپين ږيري اودخلکو استازي لومړى له والي ښاغلي حليم فدايې نه غوښتنه کو و چې زموږ اواز واوري اودغه کسان محاکمه کړي .

که چيرې والي ځان پرې خبره وي نوموږ به دغه موضوع کابل ته انتقال اوپه کابل کې به دلوړپوړو مقاماتو سره داخبره مطرح کړو چې بيا به دوالي بي کفايتي هم په کې ښه ثابته شي .

حاجي خانۍ ،حاجي جانان ،حاجي عارف هغه مشران وو چې په دې ډله کې راغلي وو اودسيداباد ولسوالۍ کې دوي ته قناعت ورکړل شو اودوي ته وعدې ورکړل شوې چې ستاسو اوز به لوړپوړو چارواکيو ته رسوو .