غزل

د لراوبر اداره | اکتوبر 29th, 2008


 پـــــــــــــــــــــه لمده مــــــــــــــرۍ کې نن ده ښوئيدلي
خـــــــــو سلګۍ د ځنکدن ده ښوئيـــــــــــدلــــــــــــــي
دژونــــــــديـــــــــود مړو حــــــــال څـــــه رانه پوښتې
هـــــــره تيږه د وطــــــــــن ده ښوئيـــــــدلــــــــــــــــــــــي
دهجـــــــــران تيزابي اوښکو داسې سره کــــــــــــړل
دلــــــيمونه مې څــــــــرمــــــــن ده ښوئيدلـــــــــــــــــي
پــــــــه ګنډلـــــــــو کې يې تابې باکي کــــــــــــــــــــړي
کـــــــــه په بژه  ګريوان مې ستن ده ښوئيدلــــــــــــي
راشه پټ يې کــــړه دمينـــــــــــې پـــه لاسونـــــــــــــــو
دعشق مـــــــــــړي نه کفــــــــــــــن ده ښوئيدلـــــــــــــي
داد ښکلو يې په ( خوست) بـــــانــــــــدې پيرزو وه
کــــــــــــــه لـــــــــه لاسه يـــــې لمن ده ښوئيدلــــــــــــي
نورانيدغــــــــــزل زغــــــــــره ده پـــــــــرغـــــــــــــــــاړه 
نـــــــــــه دجنګ پر وخت له تن ده ښوئيـــــدلــــــــــــي


Copyright Larawbar 2007-2024