کور / تازه خبرونه / خوست: بمي چاودنې پېنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست: بمي چاودنې پېنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د خوست په ختيځه سرحدي سيمه كې د يوې بمي چاودنې له امله له ناټو سره د ځانګړو افغان سرتېرو دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه تېر ماښام ناوخته د عليشېرو سرحدي ولسوالۍ، د هارون خېلو په سيمه كې شوې.
د خوست امنيې قوماندان عبدالقيوم باقي زوى وويل، چې د كمپاين، يا له ناټو سره د ځانګړو افغان سرتېرو موټر د ببرك تاڼي سرحدي سيمې ته روان ؤ، چې د سړك غاړې بم پسې وچاوديد او له امله يې دوه سرتيري ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
قوماندان وويل، چې په سيمه كې پلټنې پيل شوې، خو تر اوسه له دې پېښې سره د تړاؤ په تور څوك نه دي نيول شوي.
كه څه هم تر اوسه چا د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې هم په نوموړې او ورڅېرمه سيمو كې د كمپاين پر موټرو بمي چاودنې او مخامخ بريدونه شوې او مسؤوليت يې وسله والو طالبآنو پر غاړه اخېستى.
د كمپاين په نوم دغه ځواكونه، چې د ډېرو په وينا د افغان پوليسو او ملي اردو په پرتله مجهز دي،  د خوست په زياترو سرحدي سيمو كې مېشت دي، د ناټو له هوايي ډګرونو ساتنه كوي او هم له دوى سره په ډېرو پوځي عملياتو كې څنګ په څنګ برخه اخلي.