کور / تازه خبرونه / افغان پاسپورټونه په تور بازار کښي پلورل کيږي

افغان پاسپورټونه په تور بازار کښي پلورل کيږي

 د تيري يوي مياشتي راپديخوا د پيښور افغان کونسګري لخوا اعلان شوي سپين افغان پاسپورټونه نلرو خو ټول افغان ته معلومه شوه او په خپلو سترګو وليدل چه د پيښور افغان کونسګري لمړي سکرتر جان محمد قاري زااده موټر چلوونکي د او چوکيدران د پيښور افغان کونسګري غربي ديوال ته ولاړ او مراجعينو نه د يو پاسپورت لپاره ٣٠٠ډالره اخلي او پاسپورت ورته جوړه وي٠


د د پيښور افغان کونسګري يو مامور ټول افغان ته وويل د عبدالخالق فراهي تښتوني نه وروسته پيښور افغان کونسګري لمړي سکرتر جان محمد قاري زاده د رشوت او اداري فساد بازار ګرم کړي او افغان کډوال ئي د سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي. نموړي مامور زياتوي پيښور افغان کونسګري لمړي سکرتر جان محمد قاري زااده د بهرنيو چارو د معين کبير فراهي په مرسته او ملګرتيا د هيچا پرواه نلري او واي د ټولو دي لاس ازاد وي. تر دي وړاندي هم افغان ګډوالو د لمړي سکرتر جان محمد قاري زااده چه د تقاعد او د خدمت موده يئ پوره شوي او د دفتر د ننه د کار نه زيات وخت د مراجعينو سره په تندو خبرو او جګړو تيره وي شکايت افغان خارجه وزارت ته شوي وه خو د بهرنيو چارو د معين کبير فراهي د کونسګري لمړي سکرتر جان محمد قاري زااده بدخشاني د تبديلي يا د نمړي داداري فساد د تحقيق مخه نيسي .