کور / تازه خبرونه / امريكايي ميزايلو ۳۳ تنه ووژل

امريكايي ميزايلو ۳۳ تنه ووژل


د شمالي وزيرستان په ميرعلي او جنوبي وزيرستان په ډوك سيمه كي د امريكا د جاسوسي الوتكو په څلورو ميزايلو ۳۳ تنه وژل سوي دي.
راپورونه وايي چي د بريد هدف د القاعده شبكې لوړ پوړى غړى ابوعقاش العراقي و، چي په دې ۳۳ مړو كي نوموړى هم شامل دئ.
داسي راپورونه هم خپاره سوي چي د ازبك جنګياليو مشر طاهر يلداش هم په دې سيمه كي و، خو د مړيني پخلى يې تر اوسه نه دئ سوى.
خبرونه وايي چي ابوعقاش العراقي د قبايلي سردار امان الله خان په كور كي اوسېدئ چي له پاسه پرې امريكايي الوتكو دوه ميزايلونه فير كړل، همدا راز د طاهر يلداش په اړه راغلي چي نوموړى د فضل الحق په نامه د يوه قبايلي خان په كور كي موجود و، چي بريد ورباندي وسو، خو د مړيني پخلى يې تر اوسه نه دئ سوى.