کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې ورځپاڼي د افغانستان ورستيو پيښو او وضعيت ته په اشارې په يوه مطلب كې ليكلي  چې ددې هيواد اوضاع  ناڅرګنده ده . 


دې ورځپاڼي  په يوه ځاى كې د پاكستان پر پوليسو انتقاد كړى او وايې چې وخت ناوخت د افغان كډوالو د آزار سبب ګرځي . 


ارادې  په يوه بل مطلب  كې د خلكو اقتصادي ستونزي او لوږه راخستې  او ليكلي يې دي چې دا لړې تر طالبانو هم خطرناكه ده  .


خو د ملي ارمان ورځپاڼي هم په افغانستان كې د خوراكي موادو كموالي ته اشاره كړې او وايې دې ستونزو بايد جدي رسيدګي  وسي .

ملي آرمان د ولسوالو طالبانو سره د خبرو  لړۍ په يوه مطلب كې څيړلې او ليكلي يې دي چې دا مساله  له ستراتيژو سره تړاو لري  .

پدې ورځپاڼي كې  د پاكستان په پيښور ښار كې د افغانستان د ماليې وزير د ورور د تښتونې  تفصيلي راپورو وركړل سوى او ويل سوي دي چې 


ويسا ورځپاڼي خبر وركړى د پاكستان په خاوره كې د وسلوالو طالبانو د مركزونو په نښه كول د پاكستان د حكومت او اردو  په موافقې تر سره كيږي . 


ويسا خپل د نن ورځي د گڼي  سرمقاله د افغانتسان د اطلاعاتو او كلتور پر وزارت باندي د حملې په اړه مطلب ته ځانګړې كړې او پوښتنه يې كړې چې دا حمله ولي وسوه . 


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼي په افغانستان او پاكستان كې د جنرال پتريوس نويو مسوليتونو ته په اشارې ليكلي دي چې دغه امريكايې جنرال به په پاكستان كې د نويو ستونزو سره مخ وې . 


دې ورځپاڼي په كابل كې د يو شمير امنيتي ځواكونو پر چلند انتقاد كړى او وايې د كابل امنيتي حوزې په سر قلفۍ وركول كيږي . 


هشت صبح په يوه بل مطلب كې ويلي چې افغانستا ن او امريكا  د  وسلوالو طالبانو سره د خبرو پر سر په خپلو كې اختلافات  هم لري  . 


پيمان ورځپاڼي بيا پر ولسمشر حامد كرزي انتقاد كړى او ليكلي يې دي چې دى په سياسي معاملو كې ښكيل خو  د خلكو غوښتني هيڅ په پام كې نه نيسي .


اصلاح او انيس دولتي ورځپاڼو د هيواد د وروستيو امنيتي پيښو په اړه تحليلي مطالب خپاره كړي دي .

اصلاح په يوه مطلب كې ويلي چې بايد د افغانستان د ليري پرتو سيمو اميني او اقتصادي وضعيت ته پاملرنه وسي .

خو هيواد بيا د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور پر وزارت د حملې په اړه ليكلي چې  دښمنان د  هيواد كلتوري پرمختګ نسي ليدلاى . 


د راه نجات بيا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د نويو څرګندونو يوه برخه رااخستې او ليكلي يې دي چې افغانستان د هغو كسانو حضور ته اړتيا لري چې جنګيږي . 


دا ورځپاڼه په يوه بل ځاى كې د يوه لوړ رتبه امريكايې چارواكي  په حواله ليكي چې ملا عمر هغه كس ندى چې د هغه سره دي سوله وسي . 


راه نجات په خپله سرمقاله كې  د كابل امنيتي حالت څيړلى او وايې كابل اوس يوډير ويروونكى ښار دى .