کور / شعر / ‌BBC

‌BBC

زموږ د وطن يو سپين ږيری ملي شخصيت ، وطنپاله او ولسي شاعر ښاغلی عبدلهادي ريشاء د خپل ا شعارو په لومړۍ مجموعه « پټي کرږي » کي چي په کال ۱۳۷۳ هجري شمسي کي خپور سوی دئ د بي بي سي په هکله يې په خپله شعري ژبه داسي ويلي دي :


 چي مي کله اورېدلې بي بي سي ده
که اردو ده که پښتو ده که فارسي ده


په ترخه ژبه کوي خوږې خبري
زما په خيال چي داسي ژبه سياسي ده


د خبرو په پالش کي ده ماهره
ځکه دې لره حاصله برﻻسي ده


د بل ګټي کله نيسي په نظر کي
خپل مطلب يې د خبرو پاليسي ده


ازادي يې نه خوښيږي و بل چا ته
تش په خوله يې تل ډيموکراسي ده


نوکان جنګوي چي دوه پر له اخته وي
دغه مشې، دغه ﻻره يې اساسي ده


د جنګو خبري ډيري په خوند وايي
سرې لمبې ور لره ښه ګل هوسي ده


شايد بل چا تر ما ښه وي پېژندلې
ما ريشاء خو کړې هسي برسي ده



کندهار  ۲۸ حوت ۱۳۶۶