کور / تازه خبرونه / یو فرانسوی تبعه په کابل کې وسلوالو تښتولی.

یو فرانسوی تبعه په کابل کې وسلوالو تښتولی.

یو فرانسوی تبعه نن سهار ۹ بجې او پنځلس دقیقې د کابل ښار د کارته پروان په سېمه کې ناپېژاندو وسلوالو تښتولی، په سېمه کې یوه عیني شاهد لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې د غه بهرنی په یوه کور کې اوسېده ، هغه وویل دری وسلوالو راغلل او هغه یې په موټر کې واچاوه، د عیني شاهد په وینا دوه فرانسویان ول یو یې وتښتاوه ولې بل په منډه ځان خلاص کړ، د لر او بر ویبپاڼې د عیني شاهد په وینا یوه تن چې غوښتل یې دغه فرانسوی د سړي تښتونکو له منګولو وژغوري ولې وسلوالو په هغه ډزی وکړی او په روغتون کې یې ژوند له لاسه ورکړی، دغه ژغورونکی د پنجشیر د جنايي مدیر ساتونکی وو، د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري پېښه تایئد کړی، پدی وروستیو کې د سړي تښتونکو له خوا د یرغمل نېولو پېښې خورا زیاتې شوي، چې خلکو ته یې د ناامنۍ اندېښنې پیدا کړي.