کور / تازه خبرونه / اوباما: د يوې پټي خوشحالۍ احساس كوم

اوباما: د يوې پټي خوشحالۍ احساس كوم

په داسي حال كي چي د امريكا د جمهوري رياست انتخاباتو ته فقط ۳۰ ساعته پاته دي د ديموكرات ګوند كانديد باراك اوباما وايي له څو ورځو راهيسي د يوې پټي خوشحالۍ احساس كوي.
باراك اوباما په اوهايو ايالت كي د انتخاباتي مبارزې پر وخت وويل د امريكايي عوامو احساساتو ته چي ګوري دا يې محسوسه كړې چي سپيني ماڼۍ ته به د جمهور رئيس په توګه ننوزي.
باراك اوباما كه څه هم تر جمهوري غوښتونكي كانديد جان مك كين څو ګامه مخته دئ، خو د كارپوهانو په وينا د نړۍ د ميليارډونو وګړو د انتظار وروستۍ شېبې به د نومبر پر څلورمه هغه پاى ومومي، چي د نړۍ د ځواكمن سياستوال په حق كي امريكايان خپلي رايي وكاروي.