کور / راپور / د هلمند چارواکو او قومي مشرانو غونډه جوړه سوه

د هلمند چارواکو او قومي مشرانو غونډه جوړه سوه


عزيز احمد شفيع له هلمند څخه


په هلمند ولايت كى دموسى كلاكجكى اونوزاد ولسواليو دنيولو په موخه يوه غونډه جوړه سوى وه 


په دغه غونډه كى چى ددغه ولايت جگ پوړى حكومتى چارواكو او ددريو ولسواليو لكه كجكى موسى كلا اونوزاد قومى مشران سپين ږيرى او ددغه ولايت دولايتى بيارغاونى ټيم يا پى ار ټى كسان راغونډسوى وه په دى موخه راغونډسوى چى حكومتى چارواكو راغولو قومى سپين ږيرو اوقومى مشرانو ته وويل چى موږ به ډير ژر دموسى كلا پر ولسوالى فوځى عمليات شروكړو ترڅو دالقا عده او تروريستانو څخه دغه ولسوالى پاكه كړودغه خبرى ددغه ولايت والى اسدلله وفا ناستو كسانو ته وه كړى


وفادموسى كلا سپين ږيرو ته وويل چى نوربه دهميشه لپاره په موسى كلا ولسوالى ددولت حاكيميت پاته وى او نوربه القاعده نه وى .


وفا په خپل خبروكى زياته كړه چى دموسى كلا دولسوالى دنيولو وروسته به په ټولو ولسوالىو كى دبهرنيو قواو په كومك عمليات شروع كړو خو ددپه وينا چى لومړى به دكجكى اونوزاد په ولسواليوكى فوځى عمليات شروع كړو.


وفا راغلو سپين ږيرو ته وويل چى وه ټولوهغه طالبانوته معافى ده كوم چى ستاسى په واسطه راسى اودجنگ څخه لاس واخلى


هلمند والي ښاغلي وفادكوكنارونه كرولوته هم اشاره وه كړه اووويل چى هرڅوك وى اوزه په هلمندكى والى يم تارياك به ماتيږى .


ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال هم داخبره تكراركړه چى په لومړى گام كى به  دموسى كلاولسوالى بيرته ددولت په لاس كى كيږى اوهلته به ددولت ټول مامورين هلته خپل په كار پيل كوى .


انډيوال هم  پرهغه كسانو ږغ وكړ چى دچاسره توپك وى اويائي په لاس كى وى اوكښيږدى ورته عفه ده تر څو وكولاي سوخپل وطن په گډه سره جوړكړو.


وروسته ددغه ولايت دولايتى بيارغاوانى ټيم يا پى ار ټى يوتن چى دبيارغاونى كارونه چى  پرمخ بيايي سكندرعلى وويل موږ موافقه لرو چى كله په موسى كلا ولسوالى كى امنيت راسى نوهلته به دبيارغاونى كارونه پرمخ ولاړسى


سكندر وويل چى موږ په دى پو هيږو چى په موسى كلا ولسوالى كى دمكتبونو جوړول حتمى دى او هغه مكتبونه چى خراب سوى وى هغه به جوړوو.


دقومى مشرانو په استازى توب ددغه ولايت يو قومى مشر على شا ه مظلوم يار ددولت سره ژمنه وكړه چى سل په سل كى موږ ورسره په دى همكاره يو چى كوكنار اوجنگ جگړى زموږ دولايت څخه ورك سى نوموړى زيا ته كړه چى دكوكنارو كر اودجنگ جگړى څخه صلح اوسوبات نه راځى


خومظلوم يار زياته كړه چى بايد دولت دبيارغاونى په كارونوكى خپل وس او توان وه نه سپه موى اوموږ هم ددوى سره وږه په ږوه همكاره يو


عزيزاحمد شفيع ۱۴-۹-۱۳۸۶.