کور / تازه خبرونه / موسى كلا كلابنده سوه

موسى كلا كلابنده سوه

افغان دولت دبهرنيوځواكونوپه مرسته دهلمندپرناكراره والسوالي موسى كلا پوځي عمليات پيل كړل  .


دهلمندامنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال لراوبرته  وويل چې والسوالي يې كلابنده كړي خوجګړه يې لانده پيل كړي .


ځاي خلګ دجګړو له بيري دښتواوددولت ترولكې لاندي سيموته دتګ هڅه كوي .


اوس زياتوكورنيو دموسى كلاوالسوالې پري ايښي ده .


پرون دهلمندوالي اسدالله وفا خبريالانوته ويلي چې دموسى كلاوالسوالۍ ته به ډېرژرددولت واكمني وغځوي  .


 د موسی کلا ولسوالي تير کال د بهرنيو ځواکونو او دولتي چارواکو له خوا دموسی کلا سيمه ايزو قومي مشرانو شورا ته سپارلې وه چي تر دريو مياشتو وروسته طالب وسله والو اوربند لغوه اعلان کړ او پر موسی کلا واکمن پاته سوه .


په دې ژمني موسم کي د جګړو پيل کېدلو سيمه ايز عام وګړي له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي دي .