د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د یوویشتمې غونډې رپوټ

د لراوبر اداره | نوومبر 6th, 2008


د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر یوویشتمه اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷ کال د لړم په یولسمه دګڼو ښځو په ګډون د استقلال لېسې په تالار کې جوړه شوه.

غونډه الینا راسي چلوله او د غونډې مشر مېلمه شاعر او لیکوال پیر محمد کاروان وو. 

پدې غونډه کې د بهیر په کاري مسایلو لنډې خبرې وشوې،  د غونډې په دوهمه برخه کې  د سیما ثنا وردګ د (سوځم زه) په نامه غزل کره کتنې ته وړاندې شو چې د غونډې ګډونوالو او مشر مېلمه پرې مفصلې خبرې وکړې او ځینې بیتونه یې اصلاح شول.

بیا ښاغلي کاروان د شعر په قداست او په ټولنه د شعر په اغیزو خبرې وکړې ویې ویل لکه څنګه چې هره ځمکه د یو کښت لپاره ښه مناسبه وي نو،  ښځې هم چې له رواني پلوه  ډېرې عاطفي،  له جنګ ، جګړو او جنایت نه بیزاره دي نو دوی تر هر چا زیاتې د شعر او نورو هنري پنځونو په برخه کې بریالۍ تجربې کولای شي، ښاغلي کاروان د خپلې همدې خبرې د لا قوت لپاره د نړۍ د ځینو ښځو حماسي او له ټولنیز درد نه ډک اغیزناک شعرونه واورول، زیاته یې کړه  چې افغانې شاعرانې او لیکوالې هم باید د ټولنې هغه دردونه په خپلو لیکنو کې راڅرګند کړي چې د افغانانو تر هډونو رسېدلي.


بیا د غونډې ګډونکونکو د ادبیاتو په برخه کې ځینې پوښتنې مطرح کړي چې ښاغلي کاروان په تفصیل ځوابونه ورکړل.

د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره هم وشوه .

غوڼده د افغانو ښځو د ژوند د بهترۍ او د هغوی د هنري پنځونو په هیله پای ته ورسېده.

Copyright Larawbar 2007-2024