" />   " />   " />   " /> دشاولي کوټ وروستى حال    – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / دشاولي کوټ وروستى حال  Fotos 

دشاولي کوټ وروستى حال  Fotos 

په کندهارشاه ولي کوټ والسوالۍ کې دواده پرمراسمودايتلافي ځواکونوپه بمباردکې داوښتي مرګ ژوبله شمېره ځايې خلګوپوره شپږ پېښته (٦٦ )ياده وي .
دشاه ولي کوټ والسوالۍ د باغتواوچنارتودکليوپه لس ګونوځايې مشران نن دکندهاردولايتي شورادريس اودولسمشرکرزي دکشروروراحمدولي کرزي په کورکې راټول سوي واودتيري ورځي په هوايې بمباردکې يې داوښتي مرګ ژوبلي په اړه له ولسمشرحامدکرزي سره دتليفون له لاري خبري کولې .
دباغتودکلي اوسيدونکې قومي مشرحاجي ولي محمدخان وويل چې دښځواوکوچنيانوپه گډون په هوايې بريدکې ټول ٣٨ کسه وژل سوي او٢٨ تنه نورچې په هغوکې هم ښځي اوکوچنيان شامل دي ټپيان سوي دي .
د٢٨ تنه ټپيانوله ډلي څخه يې ٢٦ تنه دکندهارپه ميرويس روغتون کې تردرملنې لاندي دي اوددوې مېرمني چې ددواړوپښې پريسوي پاکستان ته ددرملنې لپاره لېږدول سوي دي .
ولسمشرحامدکرزي دزيانمنوسويوکورنيوله مشرانوسره په تليفوني خبروکې پرپېښه خپله سخته خواشني وښودل اودپېښي دبشپړه څېړلوژمنه يې ورسره وکړه .
دغه رازولسمشرټپيانواوشهيدانوله کورنيوسره ژمنه وکړه چې بيت الله شريفي ته به يې لېږي اونقدي مرسته به هم ورسره کوي .
حاجي ولي محمددپېښي درامنځ ته کېدوپه اړه وويل چې ((ايتلافي ځواکونولمړي په کلي کې واده ولېدي اوله کلي څخه تيرسول خووسله والوطالبانوکلي له بامونواودسرايونوله منځ څخه پرهغوي باندي بريدوکړ))
نوموړي قومي مشرزياته کړل چې ((هرڅومره مووسله والوطالبانوته وويل چې زمودکورنواوکلي له منځ څخه ووځي خوهغوي زموږخبره ونه منله اوخپلوقومندانانويې په تکرارسره ورته امروکړچې دکلي له منځ څخه ونه وځي ))

دکندهاردولايتي شوراريس نن په يوه خبري ناسته کې پروسله والوطالبانوباندي  نيوکه وکړه چې دغه کاريې دستوري کړي دي اوقصدآغواړي چې ددلت اوولس ترمنځ واټن رامنځ ته کړي .

په بمباردکې ټول زيان من سوي کسان بزګري کورنۍ دي چې له اقتصادي پلوه هم خوراگڼي ستونزي لري .

په پېښه کې دټولوټپيانوددرملنې اووژل سويوکسانولگښتونه دکندهاردولايتي شوراريس په خپله غاړه اخيستي .

پېښي په کندهارکې هم دولسي سخت خفګان رامنځ ته کړي اودغه کارغندنه يې کړيده .

په ټولېزه توګه له پرون راهيستي په کندهارښارکې دخواشيني يوه څپه راغلي اودولسي وګړوپروژونه سخت خواشيني دي .

بل خواپه کندهارکې دبشردحقونودخپلواک کميسيون ديوې مطبوعاتي اعلامې په خپرولوسره دپېښي غندنه کړې اوپه جګړه کې يې له ښکېلوغاړوڅخه غوښتي چې دولسي وګړوژوندته دي درناوى وکړي اوهغوي دي دځان سپرنه گرځوي .

تراوسه پوري لاايتلافي ځواکونودشاه ولي کوټ دوروستي پېښي په اړه خپل غبرګون ندي څرګندکړي

خوپرون ناوخته مهال دکندهاروالي رحمت الله رووفي په يوه خبري ناسته کې وويل چې سيمي ته يې پلټونکې پلاوي استولي اوپايلي يې تراوسه لاندي په ډاکه سوي .

تبصره نسته

  1. محمدرسول –  زابل
    دکندهاردپیښي
    اصلي عاملین څوک دي ؟


    د۴ / ۱۱ / ۲۰۰۸ م تاريخ دسه شنبې ياګل په سهارراډيويوخبرخپورکړچي
    دکندهاردشاولي کوټ په ولسوالۍ کي امريکايي الوتکوپريوه واده بمباروکړچي په ترڅ کي
    يې لسګونه بې ګناه ولسي وګړي چي زياته برخه يې ماشومان اومېرمنې تشکيلوي
    شهیدان  شول .

    ددې پيښـــي دخبـــــرله خپرېدلوووروسته ځينوکسانوپرامريکايانوددې پړه ورواچوله
    ځينوبيا طالبان ګرم وګڼل ځکه طالبان له ولسي ميشتوسيموڅخه پرامريکايانوبرېدونه کوي
    نودې کم عقله خلکوته زه حيران ځکه يم چي داخــــولــــومـــړۍ پېښـــــه نـــه ده
    چي امريکايان ولسي وګړي بمباروي،بلکه په لسګونه ځله يې داکارکړی دی نواياهرځل
    طالبان له ولسي ميشتوسيمو څخه پرامريکايانوبرېدونه کوي؟ نواياطالبان دومره عقل هم
    نه لري چي په دې سيمه کي دولســــي خلکـــوزيـــــان دي؟ اياطالبــان دولسي خلکومرګ
    ژوبله غواړي؟ اياطالبان ددې ولس دښمنــــان دي؟ اواياطالبـــــان ددې ولس
    دخپلــــواکــۍ لپاره نه جنګيږي؟ اياددې وطن ازادي نه غواړي؟ زه وايم چي طالبان
    دهمدې ولس زامن دي هيڅ کله ترې بېلېدای نه شي ددې خلکو زيان هيڅ وخت نه غواړي په دې
    وګړوکي ددوئ پلرونه وروڼه اونورخپلوان دي نوايا طالبان دا خپل خپلوان هم دمرګ کومې
    ته سپاري هيڅکله نه .

    دهرات په پېښه کي خوبه طالبان نه ؤښکېل هلته خودطالبان په دي نژدې حدکي هم نه
    ؤدطالبانو څرک هم نه ترسترګوکيدی اوس زه دې امريکايي ډالرخوروته وايم چي دافغانستان
    په فضاکي دچـــادطيــــاروغـرهاراورېدل کيږي،په فضاکي له امريکايانوپرته دچاولکه
    ده؟ددوئ له اجازې پــرته څوک کولای شي چي دافغانستان له فضاڅخه ګټه واخلي .
    دامريکاډالرخوروخپل قلمونه، خولې،ويب پاڼې اونورټول دطالبانوپه بدنامه
    ولواودامريکايانوپه سپینولوکي په کاراچولي دي . دمیوندپه پېښه کي چي دملي اردوعسکر
    ووژل شول ټول هيوادخوله خوله او انتقادونه شوله هرلوري طالبان دګوزارونونښه ؤ.

     هغه کسان خوطالبانووژلي ؤاوادعاوې بېلابيلي وي خـــــوپـــه دې ننۍ
    اوپرونيوپېښوکي په خاصه توګه امريکايان ککړدي بياهم ځيني ناانصافه پر طالبانونيـوکه
    کوي ددې بې انصافوقلمونه دي مات،عقلونه دي فلج اوژبې وچې شي .