کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د کندهار د پیښی اصلی عاملین څوک دي ؟

د کندهار د پیښی اصلی عاملین څوک دي ؟

د۴ / ۱۱ / ۲۰۰۸ م تاريخ دسه شنبې ياګل په سهارراډيويوخبرخپورکړچي دکندهاردشاولي کوټ په ولسوالۍ کي امريکايي الوتکوپريوه واده بمباروکړچي په ترڅ کي يې لسګونه بې ګناه ولسي وګړي چي زياته برخه يې ماشومان اومېرمنې تشکيلوي شهیدان شول .
ددې پيښـــي دخبـــــرله خپرېدلوووروسته ځينوکسانوپرامريکايانوددې پړه ورواچوله ځينوبيا طالبان ګرم وګڼل ځکه طالبان له ولسي ميشتوسيموڅخه پرامريکايانوبرېدونه کوي نودې کم عقله خلکوته زه حيران ځکه يم چي داخــــولــــومـــړۍ پېښـــــه نـــه ده چي امريکايان ولسي وګړي بمباروي،بلکه په لسګونه ځله يې داکارکړی دی نواياهرځل طالبان له ولسي ميشتوسيمو څخه پرامريکايانوبرېدونه کوي؟ نواياطالبان دومره عقل هم نه لري چي په دې سيمه کي دولســــي خلکـــوزيـــــان دي؟ اياطالبــان دولسي خلکومرګ ژوبله غواړي؟ اياطالبان ددې ولس دښمنــــان دي؟ اواياطالبـــــان ددې ولس دخپلــــواکــۍ لپاره نه جنګيږي؟ اياددې وطن ازادي نه غواړي؟ زه وايم چي طالبان دهمدې ولس زامن دي هيڅ کله ترې بېلېدای نه شي ددې خلکو زيان هيڅ وخت نه غواړي په دې وګړوکي ددوئ پلرونه وروڼه اونورخپلوان دي نوايا طالبان دا خپل خپلوان هم دمرګ کومې ته سپاري هيڅکله نه .
دهرات په پېښه کي خوبه طالبان نه ؤښکېل هلته خودطالبان په دي نژدې حدکي هم نه ؤدطالبانو څرک هم نه ترسترګوکيدی اوس زه دې امريکايي ډالرخوروته وايم چي دافغانستان په فضاکي دچـــادطيــــاروغـرهاراورېدل کيږي،په فضاکي له امريکايانوپرته دچاولکه ده؟ددوئ له اجازې پــرته څوک کولای شي چي دافغانستان له فضاڅخه ګټه واخلي . دامريکاډالرخوروخپل قلمونه، خولې،ويب پاڼې اونورټول دطالبانوپه بدنامه ولواودامريکايانوپه سپینولوکي په کاراچولي دي . دمیوندپه پېښه کي چي دملي اردوعسکر ووژل شول ټول هيوادخوله خوله او انتقادونه شوله هرلوري طالبان دګوزارونونښه ؤ. هغه کسان خوطالبانووژلي ؤاوادعاوې بېلابيلي وي خـــــوپـــه دې ننۍ اوپرونيوپېښوکي په خاصه توګه امريکايان ککړدي بياهم ځيني ناانصافه پر طالبانونيـوکه کوي ددې بې انصافوقلمونه دي مات،عقلونه دي فلج اوژبې وچې شي .