کور / تازه خبرونه / په کور کې کورګى نه منم / اصف علي زرداري

په کور کې کورګى نه منم / اصف علي زرداري

د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري وايي په سوات او قبايلي سيمو کې به د هغووران کارو پرضد د فوځ عمليات روان وي چې د حکومت  د واک د خپلولو هڅه کوي . زرداري د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د امنيت په اړوند د يوې مهمې غونډې د جوړيدو پر مهال وويل چاته به هيڅ کله په پاکستان کې د ننه د يوبل حکومت د جوړولو اجازه ورنه کړل شي .

زرداري دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې ، تېره ورځ ورسره د امريکا منتخب جمهور رئيس بارک حسين او باما د ټيلي فون په ليکه خبرې وکړې او د پاکستان سره يې د اوږد مهالو اړيکو او مرستو ژمنه وکړه . د زرداري حکومت په کور دننه که له يوې خوا دترهګرۍ د ګواښونو سره مخ دى نو له بله پلوه ، په قبايلي سيمو د بهرنيو چورلکوپرله پسې بمباريو هم  دوى د اولسي غبرګون سره مخ کړي دي .