کور / تازه خبرونه / امریکا : کابل د ملکی تلفاتو له امله ورڅخه خپه نه دﺉ

امریکا : کابل د ملکی تلفاتو له امله ورڅخه خپه نه دﺉ

اسوشیټیډ پریس د واشنګټن څخه په خپل تازه خبر کی وایی چی د خارجه وزارت مرستیال ریچرډ بوچلر نن وویل چی وروستیو ملکی تلفاتو د کابل او واشنګټن اړیکی نه دي خرابی کړي . ده وویل چی زموږ پوځ کوښښ کوی چی ملکی تلفات حد اقل وی خو طالبانو په شاه ولی کوټ کی واده یرغمل کړﺉ و تر څو موږ مجبور کړی چی بمباري وکړو او ملکی خلک ووژنو . ده وویل چی طالبان غواړی زموږ پر ضد د افغانانو خښم را وپاروی . خو څېړونکي عقیده لری چی که بوچلر رښتیا هم وایی نو دا د طالبانو تاکتیکی برﺉ او د امریکایی پوځ تاکتیکی ناکامی ده چی استعمالوی یې . امریکایی طیارو په دې بم وري کی ۴۰ ملکی انسانان شهیدان کړل .