کور / سياسي / پريږدي چي افغان غيور ملت خپله راتلونکي خپله وټا کي !

پريږدي چي افغان غيور ملت خپله راتلونکي خپله وټا کي !

اي وطنه !


 ستا بچوڼي به لا س يوکړي په خپل ننګ به دي ساتي
دهر غليم مخ به ور تور کړي ستا فرهــنګ به درساتي


تـــا روزلــــــي اتــــــلان دي نـن هغـــــــو قســـم خوړلـــــي
دمــيوند په سرو نيزو او تورو شرنــګ به دي ســاتـــــي

 
پريږدي چی افغان غيور ملت خپله راتلونکي خپله  وټاکي !
 


     دڅو هفتو راهيسي دافغان جمعي رسانو له لاري په افغانستان کي دولس مشري دټول ټاکنو له پاره پرمختليفواحتمالي کانديدانو باندي دمختليفو زاويو څخه مختليفي ليکني او نظريي وړاندي کيږي ۰او دځينو احتمالي کانديدانو نومونه هم  په ګوته سوي دي ۰  چي شايد په راتلونکو ټول ټاکونو کښي خپل ځانونه دجمهوري رياست دپاره کانديد کړي ۰ لکه محترم (کرزي   جلالي ، خليل زاد ، ډاکټر داود مير ه کي ، رمضان بشر  دوست ، داود  ) او دافغانستان په داخل کښي  شايدنور شخصيتونه هم  خپل ځانونه ودي مقام ته ونوموي ۰ په دي اړوند دځينو افغاني او خارجي جمعي رسنو له لاري هم مختليف افغاني سياسي کارپوهانو او روشنفکرانو پر احتمالي  کانديدانو باندي  دهغوي دکار دوړتيا او نه وړتيا په هکله مختلف  نظرونه وړاندي کړي او  کوي يي۰ دانتخاباتو په دي  تبليغاتي کمپاين کښي شايد هر کانديد او دهغوي پلويان دافغان لا س تړلي ملت دفريب ، چل او چم له پاره دتيرو اوو کالو په څير دقانونيت مشروعيت ، ډموکراسي ، دمخدره موادواو تروريزم   پر ضدد مبارزي او دبيکاري دمنځه وړلو ږغونه پورته کړي ۰ او په دي درشل کي ځينو احتمالي کانديدانوا وددوي پلو يانوخپل   تبليغاتي تيره غشي دمحترم کرزي ادرس په نښه کړي دي ۰ .هغه دا چي : دکرزي مخالفين په داخل او خارج کښي دده دحاکميت ناخوالي ددوي په قول يعني دخارجي قواوو اودولت  تر منځ د ګډي سترا تيژي نشت والي ،دتروريزم او مخدره موادو پر ضد دمبارزي ناکام والي ، داداري فساد لوړه کچه او دزړو جنګ سالارانو تقويه اودنووجنګ سالارانوظهور او دهغو پرمختګ ۰

ولي محترم کرزي هم په خپله مصاحبه کښي کوم وخت چي يي غوښتل خپل ځان په نووټولټاکنو کښي د کانديدپه توګه اعلان  کړي ،نو دخپلو خبرو په درشل کښي داسي وويل : که زه بيا په ټولټاکنوکښي بري ترلاسه کړم هغه ځيني کارونه چي پاته دي هغه بايد تر سره کړم ۰

نو ولس ته معلومه نه سوه چي کوم کارونه ؟ دملت د  شتمنيو ډيره برخه خو يي پر غربي تيکنوکراتانو او جنګ سالارانو باندي په ډيره سخاوتمندانه ډول تقسيم کړل ،او ملت يي وتشي کاسي ته کښيناوه، اووڅنګ ته يي دطالبانو دوخت امنيت هم ځيني واخيست ۰ نو سوال دادي چي نوريي کوم کارونه پاته دي چي بايد تر سره يي کړي  ؟

 ولي بايد ووايو چي دپورتنيو احتمالي کانديدانودجملي څخه  يوازي ډاکټر ميره کي  خپل پروګرام دويلو په درشل کي په افغانستان کښی ديرغلګرو په زريعه بشري جنايات  يي تقبيح او پرافغانستان باندي دهغو حمله يي غير توجيه وبلله ۰

ولي متأسفانه تر اوسه هيڅ يوه احتمالي کانديداوددوي پلو يانو  ونه کړايسواي چي دافغانستان دآزادي يعني ديوه دقيق سيا سي  حل ميکانيزم وړانديز چي دهغه دتطبيق په نتيجه کي زموږ په ګران وطن کښي دامپر يالستي نړي اشغال ته دپاي ټکي کښيښول سي ، ملت اوجهانيانو ته وړاندي کړي ۰او يا  دي دافغانستان داوسني دولت  اقتصادي ستراتيژي انتقاداو دخلګو په ګټه يي نوي وړانديزکړي وايي ، کوم چي زموږ دمملکت ا قتصادي زير بناوي يي دبوش او تاچري دمنفورو  هيلو ښکارکړي ۰

يعني دافغان ملت دملي ګټو ضد آزاد بازار تر نامه لاندي يي دملت اقتصادي زير بناوي فلج او په لس هاوو تخصص لرونکي انجنيران او ماهر کارګران يي  پر کورونو باندي لاس تنګي کښينول . چي نن ددي آزاد بازار په نتيجه کښي ديوي ډوډي پيدا کول هم ورته مشکله ده ۰او دمملکت اقتصاد ته يي دونه لويه ضربه ورکړه چي افغانستان يي په دي څو کلو نو کښي دمنطقي په يوه مصرفي مارکيټ باندي تبديل کړي دي ۰ولي بر عکس ددي ملي شتمنيو په چورولو باندي جنګ سالاران  او تيکنوکراتان دملي تجارانو په نامه په غير مشروع ډول دلس هاوو او سل هاوو ميليونونو ډالرو خاوندان سول ۰

ښکاره خبره ده چي دټولټاکنو په دي   تبليغاتي کمپاين کښي به هغه څوک ددي مقام ګټونکي وي ، چي دامريکا راتلونکي ولس مشر يي په افغانستان  او منطقه کښي دخپلو اقتصادي او نظامي  مخو له پاره لازم وبولي ۰

نه داچي دافغانستان خلګ کوم مشر تابه غواړي اوڅوک ددوي له پاره استقلال ، امن ، ثبات او پرمختګ راوستلا يسي ۰ولي ډيره دتعجب خبره په پخوانيو او اوسنيو دټولټاکنو په تبليغاتي کمپاين کښي خو لا داده چي ودي امريکايي سياسي  لوبي ميدان ته ولي داسي کسان وردرومي ، کوم چي هغه دامريکا او انګليس امضأدځانه سره نه لري ۰نو هدف ددوي  په دي امريکايي سياسي لوبه کي څه دي ؟

دا ځکه چي دامريکا او انګليس تر رهبري لاندي داشغالګرو هيله هم دا ده چي ددوي په دي لوبه کي ځيني پاک شخصيتونه هم داخل سي۰ چي ددوي ودي سياسي لوبي ته يو مصنوعي مشروعيت ور کړي ۰ چي په نتيجه کښي  دامريکا او انګليس دوارده سوي ډموکراسي تمثيل پکښي څرګند سي ۰ ځکه نوپه داسي حساسو تار يخي شيبو کښي  بايدافغان ملي ګټو ته وفاداره شخصيتونه او په مجموع کي ټول وطن پرسته روشنفکران به ډير احتياط اود ملي ګټوپه نظر کي نيولو سره قدمونه واخلي۰ داځکه چي افغانستان په اوس مهال کښي دامريکا او انګليس تر رهبري لاندي د۳۷ مملکتونو په نوي امپريالستي استعماري زنځيرونوکښي بند راغلي دي ۰ وران اقتصاد يي نور هم داشغالګرو له خوا څخه دجنګ وسر ولمبو ته ورپور ي وهل سوو۰ چي په نتيجه کښي ددي ملت ميليونونه انسانان ددوي په قول دجهاني ټولني دشلو ميليارډو ډالرودکمک سره بيا هم دتيرواوو کلونو په څير  په راتلونکي يخ ژمي کښي  دوچي ډوډي ، دڅښلو دپاکو اوبو اود استوګني دخيمود نشت والي تر تهديد لاندي راغلي دي ۰ چي په واقعيت کښي دا ټول هغه څه دي چي داشغالګرو دنظامی او اقتصادي مخو له کبله زموږ په ګران وطن کښي دافغان لاس پوڅو واکمنانو په زريعه تر سره کيږي ۰دپورتنيو عيني واقعيتونوپه نظر کي نيولو سره بايد ووايو چي: دافغانستان په اوسنيو سياسي ، اقتصادي او امنيتي بدو حالاتو کښي به دپردوتر  امنيت او لار ښووني لاندي دا مصنوعي انتخابات  دخلګو له پاره کوم دخوشحالي زيري را وړي ؟

دا ځکه چي وطن دپردو تر اشغال لاندي راغلي او امنيتي حالات يي په ډيره چټکي سره دبي امنيو پر خوا داسي روان دي ، چي دامپرياليستي نړي ستر جنګي ځواک يي هم ګيچ کړي  دي ۰ په داسي حال کښي چي اوس دمملکت جنوبي ، جنوب غربي او شرقي سيمو کښي دولت تنها په ښارونو کښي څه نا څه حاکميت لري ۰ اونوري سيمي يي په امنيتي لحاظ تقريبأ دلاسه وتلي دي ۰ او جنګ په دي اکثرو سيمو کښي داشغالګرو او مقاومت تر منځ مخ په ډيريدو دي ۰او هم دوطن په شمالي سيمو کښي بي امنيو خپل ځان ښکاره کړي ،او خلګ د بي امنيو دګواښونوسره مخامخ سو ي دي ۰ اودبله طرفه دخلګو پر استوګنځايونوباندي داشغالګرو دروز مره بمباردونواوپه لس هاوواو سل هاوو  دملکي کسانو ( ښځو، کوچنيانو  ، زړو، ځوانانو ) شهادت ، اودخلګو اقتصادي سختو ستونځودمقاومت ليکي نوري هم تقويه کړي ، اوداشغالګرو په مقابل کي په چټکي سره مخ ته ځي ۰ نو په داسي ورانو سياسي او امنيتي حالاتو کښي به دا ټولټاکني په اسلا مي اوافغاني لحاظ کوم مشروعيت ولري چي ولس دي  ونکړايسي چي خپله اراده په ټولټا کنو کښي څرګنده کړي ؟ ځکه په مخکنيو مصنوعي ټولټاکنو کښي نه تنها افغاني چارواکواو جنګ سالارانو   په خپل ښکاره زور سره درغلي وکړل ، بلکه ديونما استازو هم دټولټاکنو په مرکزونوکښي داسي درغلي وکړي چي په جهان کښي تر اوسه پوري ساري نه دي موندل سوي ،

ولي حقيقت خو دادي چي نن افغان وطن دامريکا اوانګليس تر رهبري لاندي د۳۷ مملکتونو تر اشغال لاندي راغلي اودا غيور ملت يي په خپلو استعماري زنځيرونو باندي دډموکراسي دپلي کولو اوتروريزم پر ضد دمبارزي په نامه داسي تړلي دي ،چي ددي يرغلګر ځواکونو واکدارانو او په افغانستان کښي ددوي لاس پوڅو واکمنانودا فکرنه کاوه چي داجنګ ځپلي ملت به بيا داتوان پيدا کړي ، چي د۱۹مي او۲۰مي پيړيو په څير  ددي نوي امپر ياليستي نړي ديرغل  په مقابل کښي دي هم دمقاومت اودخپل وطن اوناموس ددفاع په خاطردي په ډيره فدا کاري او سر ښندنه سره ځان سمبال او زموږ په مقابل کي دي   راپورته سي ۰ او ددوي داو وکالومخکني خوب دي يو پوچ خيال کړي ۰ځکه نو په اوس مهال کښي دامريکا اوانګليس نظامي اوملکي لوړ پو ړي چارواکي دافغان دولت دمخاليفينو(افغان مقاومت )سره تر نظامي لاري  دمذاکري لارغوره بولي ۰چی په دي اړوند محترم کرزي هم څو ځله په رسمی محافلو او مصاحبو کښي دطالبانودمشرانو سره دخبرو اومذاکرووړانديزونه کړي دي ۰

ولی دامريکا، انګليس اوافغان دولت دسياسي حل  وړانديزونه دافغان مقاومت رهبرانو ته په وطن کي دريښتيني صلح او افغان ملي ګټو دساتلو په هنداره کي نه بلکه په وطن  کښي دخارجي لښکرو او افغان لاس پوڅي دولت دبقا په هنداره کي کتل کيږي ۰هغه دا چي دامريکا تر رهبري لاندي دناټو واکمنان افغان مقاومت ته دصلح دراتلو له پاره  دسالم سياسي تعقل او عيني امنيتي او سياسي حالاتو  څخه ليري داسي  وړانديزونه کوي ، چي هغوي بايد دڅو امتيازونوپه مقابل کښي دمقاومت  وسله پرمځکه کښيږدي ،اساسي قانون ومني او ديرغلګر ځواک  دهيلو سره سم د دوي د کاروان سره يو ځاي سي .۰ چي دانو په واقعيت کښي دافغان لاس تړلي ملت دفريب او چم له پاره تش په نامه  خبري نور څه نه دي ۰ دا ځکه چي په واقعيت کښي ددوي دوړانديزونوڅخه  هدف دافغان مقاومت بي له قيد او شر طه دهغو تسليمول دي ۰ او دافغان مقاومت رهبري هم بايد په افغانستان کښي دصلح دراتلو، ملي ګټواو دافغانستان اوسني امنيتي ، سياسي او اقتصادي سختو ستونځو اودمنطقي سياسي او نظامي حالاتو په نظر کي نيولو سره ددولت سره دمذاکري په وړاندي نوي نظر وکړي ۰

هغه داچي : که دافغان مقاومت رهبري دافغان دولت سره دسياسي حل له پاره دمذاکري لومړي شرط دا کښيږدي ۰ چي لومړي بايد يرغلګري ځواک دمملکت څخه ووزي نو وروسته بيا دوي حاظر دي ددولت سره دسياسي حل دمذاکري خبري شروع کړي . چي دا په واقعيت کښي په اوسني شرايطو کښي دامکانه ليري خبره ده ۰ داځکه چي په اوسني حال کښي افغان دولت ديرغلګر ځواک په نه شتون کښي دبقا ديوه ساعت توان هم نه لري ځکه نه ځانته وفاداره  مسلح قوتونه لري ،اونه  په ملت کښي کومه دبقا پايه لري ۰ نو په داسي سختو سياسي اونظامي حالاتو کښي مادخپل نظره دافغانستان دکړکيچ  دسياسي حل له پاره تقريبأ ددووکلونو راهيسي دافغاني ويب پاڼو له لاري وخپلوافغانانو او ملګرو ملتونوته وړانديزونه کړي دي ۰ چي خوشبختانه د ملګرو ملتونويوه استازي محترم ډاکټر وحيد وحيدالله هم يوه هفته مخ  کښي ۰دپيامي افغان دټلويزوني شبکي له لاري څخه دافغانستان دمعضلي دسياسي حل لا پاره څه ناڅه مشابه نظر وړاندي کړ ۰ دلته به  زه دخپلي   پخواني ليکني څخه دافغانستان دلانجي دسياسي حل وړانديز دلته تکرارأ را نقل کړم ۰ .

  زما په نظر روشنفکران بايد دخپل تاريخي رسالت له مخي که داروشنفکران دسياسي احزابوپه صفوفو کي متشکل وي ،  اوياپه نورو اجتماعي سازمانونوکښي ،  اويادهغو څخه دباندي دخپل ملت دپاکو ارمانونودپاره کاراوفعاليت کوي،  په دي ټولوحالاتو کښي دوخت تاريخي غوښتنه د ه ،  چي د خپلو  ملي ګټودپوره واک اخيستلو له پاره خپل ترمنځ ددي مقدس ارمان له پاره ګډ تفاهم ته سره  ورسيږي ۰ کيدلايسي داتفاهم د(  سياسي مشترکو غونډو ، ملاقاتونواويادنوروجمعي رسانو له لاري که هم وي .) بايد ژر ترژر ه شروع سي . اوپه دي سياسي غونډو  کي بايد دافغانستان داوسني لانجي دسياسي حل له پاره پر يوه داسي  ميکانيزم باندي کاراو تفاهم  وسي ،  چّه دهغه دتطبيق په نتيجه کي نه تنهاپه  افغانستان کي امن او ثبات  راسي، بلکه دافغان ملت دملي ګټو واک او اختيارهم بايد   بيرته داغيور ملت په خپل لاس کي واخلي . ولي داهم لازمه ده چی دداسي يو ه حياتي او با ارزښته ميکانيزم وړانديز بايدديوه با صلاحيته  منتخب کميسون په لاس باندي و ملګرو ملتونوته  اوهم دجنګ دواړو طرفوته ورکول سي ، کيدلايسي داميکانيزم  دلوي افغاني تفاهم په نتيجه

کي پراخ او هر اړخيزه  بڼه اختيار کړي۰ . 

۱ــ دامريکا تررهبري لاندي جهاني ائتلافي  ځواک دافغانستان ددولت سره په ګډه اودافغانستان ددولت په مقابل کي  وسله وال مقاومت بايد بي له قيداوشرطه اوربند اعلان اودملګرو ملتونوله خواه دي  دواړه طرفه  دمذاکري وميز ته راوبلل سي۰ 
 
 ـــ  دواړه طرفه بايد دنړيوال کنفرانس غوښتونکي سي .او دسياسي حل پر دقيق ميکان ۲

باندي موافقه سره وکړي۰

   ۳   ـــ   داکنفرانس بايددهيڅ يوه خارجي قدرت دنظامي اقتصادي اغيزي لاندي نه وي . ۴ـــ  دکنفرانس ګډون کوونکي بايد  دافغانستان داوسني حاکميت اوددوي په مقابل کي  وسله وال مقاومت سربيره بايد يو تعداد آزاد پر وطن مين   کارپوهان دملي ډموکراټيکو احزابو نماينده ګان اويو تعداد په ولس کي محبوب شخصيتونه وي۰ 

۵ـــ دخارجي قواوودوتلو زماني جدول دي داسي جوړ سي ، چه هيڅ نوع بي امنيو ته مخه خلاصه نه کړي۰ 

۶ــ‏‏ـ که دخارجي قواوو دوتلو پر سر اوزماني جدول باندي خبرو ځان ته مشکله بڼه اختيار کړل ، نوپه هغه صورت کي دي ددغه معين وخت دپاره دملګرو ملتونو دصلح ځواک راوغوښتل سي ، يادي داسلامي نړي دهيوادونوڅخه تظامي پوځونه راوغوښتل سي . ولي په هم دغه ټاکلي وقفه کي بايد په مملکت کښی ټولي غير قانوني سلاح دهر ګروپ څخه چه وي راټولي اودملي دفاع  وزارت ته تسليم کړل سي۰

۷ـــ داکنفرانس  بايددافغانستان دملي منافعو په نظرکي نيولو سره نوي موقته اداره جوړه اوترراتلونکي لويي جرګي ترجوړيدو پوري دولتي چاري مخ ته بوزي۰ 

۸ـــ داکنفرانس بايد پر جهاني ټولني باندي زور واچوي چه دراتلونکو پينځو کلونودپاره بي له قيده اوشرطه خپلو اقتصادي کومکونوته ادامه ورکړي ۰ ولي دهرکال په اخر کښي بايد دپيسو دمصرف دقيق راپور واخيستل سي اودنوي کال اقتصادي کومک پيسي   ددولت په اختيار کي کښيښول سي۰

۹ــــ ملګري ملتونه بايد دامنيت شورا ته وظيفه ورکړي چه په راتلونکو وختونوکي   دافغانستان په داخلي چارو کي کوم خارجي هيواد مداخله ونه کړي ۰ 


تمت بالخير

تبصره نسته

  1. انجینیر صاحب ، د مضمون د متن څخه دې باالکل د پاک ضمیر او افغانی مینی جذبه معلومه او ثابته ده . ډېر ترخه واقعیتونه دې ویلي دي ټوله د پوره تصدیق او مننی وړ دي تا خپل مسؤلیت او ملی رسالت ادأ کړ ، خدای دې دا بیده او تر ستونی پوری ډوب مظلوم ولس راویښ او متوجه کړی . خو هغوی هم ملامت نه دي . بلکی ملامت اشغالګران او د هغوی ګوډاګیان دي چی ولس یې د سرو زرو په قفس کی بندی کړی دی . حالت داسی راغلی چی خدای دې یې د بد څخه بدتر نه کړی . والسلام

  2. انجينر صيب له كوم ادرسه غږېدلى يې: دريځ مو يو وار د مقاومت په پلوۍ دى او بيا بېرته د اشغال په پلوۍ مو د معضلې د حل غوښتنه كړې ده. ته كه غواړې چې ستا خوب رښتيا شي او ستا هغه خيالي دولت جوړ شي نو دغه كار له پاره په كار ده چې ته د دولت له څوكيو له پاره له اسمان څخه پريښتې راوغواړې، ځكه هغه مامورين او بهرنيان چې تا د خپل خيالي حكومت او جوړجاړي له پاره غوره كړي د افغانستان او نړۍ له واقعيتونو سره اړخ نه لګوي د افغانستان دننه له جنګسالارانو او ټوپكيانو ډك دى او بهر د تېلو د حريصو غلو څخه.
    ايا كله دې هم په دې فكر كړى چې ستا د روغې جوړې فورموله د دولت د مخالفينو له پاره د منلو وړ ده؟ او په تېره هغو مذهبي تندروانو ته چې په وسله وال جهاد باور لري او غواړي تر څو چې په نړۍ كې وروستى كافر يې مسلمان كړى نه وي او يا شهيد شوى نه وي پر ځمكه د وسلې ايښودو ته تيار نه دى.
    ايا تا تر اوسه له حكمتيار او يا ملا عمر څخه اورېدلي كه دى كامياب شو د كجكي برېښنا به جوړوي، د بكواه دښته به ودانوي، بندونه به تړي او فابريكې به جوړوي؟ د دوى شونډې يوازې په سرزورۍ، ووژنه، سر يې ووهه، ويې تړه، پول وران كړه او ښوونځي وسوځوه او …………….ښورېږي.
    ايا د مقاومت واګي او ابتكار چې د داسې كسانو په لاس كې وي چې ديموكراسي او د خلكو په غوښتنه د حكومت جوړول كفر بولي، جرګه كفر بولي او پر ځاى يې د ملايانو انډوخر پر ځاى ګڼي، د ولس خبره او پوښتنه په راكټ لانچر ځوابوي، ايا دغو بې وسلو او خوراكيو روشنفكرانو ته په دا انډوخر كې څه ځاى وي؟
    روشنفكران پرته له دې چې ځانونه د امريكې او ناټو غېږ ته وغورځوي او واك له هغوى څخه په پور وغواړي بله څه چاره لري؟ ايا ته فكر كوې چې استاد رباني، پهلوان فهيم، پهلوان دوستم او درې متره ږيرى سياف به لكه د وحيد وحيدالله غوندې روشنفكران به پرېږدي چې په مفته كې دكابل په څوكيو كېني؟
    ايا كله ې هم دا فكر كړى چې له روشنفكرانو څخه مخكې همدغو جنګسالارانو او ټوپكيانو د امريكې او ناټو لاس په پيرۍ نيولى او لګيا دي په ډېره ارزانه بيه يانې يوازې په جيب خرڅ ملي شتمنۍ پر هغوى پلوري او ځانونه يې له روشنفكرانو څخه مخكې د ښكېلاكګرو غېږ ته رسولي او غورځولي دي.
    افغان ولس بله كومه لار لري، يا به د ښكېلاك همدغه ملايي او جنګسالاري انډوخر ته غاړه ږدي او يا به د يو روښانه او ويښ ولس په توګه د دې امريكايي او انګرېزي ملايزم په وړاندې سپېڅلي جهاد ته لاس اچوى او په خپل جهاد سره به نصراني او يهودي ملا سالاري له منځه وړې او د الله ج رضا او برى به ترلاسه كوې. نن ستا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په امريكايي باروتو(RTX ) موادو سره طالب ځانمرګى يې الوزوي لا ته هم له هغه طالب څخه د هيواد ساتنې او د بهرنيو ځواكونو پر وړاندې د مقاومت تمه لرې. دا بنګړي ماتول خو د امريكې په اشاره روان دي او هغه وخت په درېږي چې په سيمه كې د امريكايي ځواكونو شمېره 100 زرو كسانو ته ورسېږي، دايمي اډې ورته وركړ شي او له منځنۍ اسيا څخه يې نل ليكي د عربو سمندرګي ته وغځېږي. بيا به هم واكمن خوش باوره روشنفكران نه بلكې غټې پګړۍ او لوى ږيرې سخت دريځه سني ملايان وي او امريكې ته به د افغانستان او پاكستان له ميدانه وروسته د ايران ډګر په فتح كولو لګيا وي. راځئ چې ببولالې او خپله خوش باوري پرېږدو،د خيال له قصرونو ووځو، ولس ته رښتيا ووايو او په عملي اقدام لاس پورې كړو. په ډېر درنښت