کور / علمي / كابل او زابل ( علامه عبدالحی حبيبي )

كابل او زابل ( علامه عبدالحی حبيبي )

دغه دوه مشهور تاريخي نومونه له ډېر پخوا څخه باب او د تاريخ په پاڼو كي ژوندي دي او تر اوسه يې خلګ پېژني. د زړو آثارو او كتابونو په كتلو سره وينو چي د آريايانو تاريخي كتابونه ريګويدا، ښكلى كابل كوبها ياد كړى، اوستا د شپاړسو آريايي پولو په ډله كي ويكره ته (vackereta) نومولى، خو په رښتينې توګه د كابل د نامه د اوسنۍ بڼي د رواجېدو او مشهورېدو په اړه څه نشي ويل كېداى.



دغه دوه مشهور تاريخي نومونه له ډېر پخوا څخه باب او د تاريخ په پاڼو كي ژوندي دي او تر اوسه يې خلګ پېژني.
د زړو آثارو او كتابونو په كتلو سره وينو چي د آريايانو تاريخي كتابونه ريګويدا، ښكلى كابل كوبها ياد كړى، اوستا د شپاړسو آريايي پولو په ډله كي ويكره ته (vackereta) نومولى، خو په رښتينې توګه د كابل د نامه د اوسنۍ بڼي د رواجېدو او مشهورېدو په اړه څه نشي ويل كېداى.
تر كومه ځايه چي څرګنده ده، يونانيانو د پار او پاميزادي د مركزي ولايت يو ښار باله او د كابل درې يې د كوفن(Khphen) په نوم يادولې.
مشهور يوناني جغرافيه ليكوال بطليموس او د هغه مهال مورخانو كابل ښار كابورا(kabolitae) او ځيني ګاونډۍ سيمي ارګردا(ارغند)، لوكرنا(لوګر) او بګردا(وردګ) نوموي او يادوي .
كه څه هم ځينو پخوانيو ژبپوهانو، نومونه د يوه علت زېږنده نه بلل، خو نوو فيلالوژيكو څېړنو دغه فكر له منځه يووړ او كله چي ژبپوهانو په بېلابېلو ژبو كي د كليمو ريښې مطالعه كړې، ډېري كليمې يې له يوې ريښې او يوه علت زېږنده وبللې.
كه پورتنى تحليلي فكر موږ هم ومنو او د تاريخ د مطالعې په وسيله د تاريخي ځايونو نومونه وڅېړو، ډېري ښې پايلې به تر لاسه كړو او زه اوس دلته له همدې لاري د كابل او زابل نومونه تر مطالعې او غور لاندي نيسم.
يوه قاعده:
د ډېرو تاريخي ښارونو او ځايونو د نومونو په پاى كي يو (ل) ليدل كيږي، چي په آريايي ژبو كي د ظرفيت مفهوم لېږدوي.
پښتو ژبي تر اوسه دغسي ډېر توري ساتلي دي، د بېلګي په توګه:
بورجل(اقامتګاه او مسكن)، كتل(وژنتون، مقتل) او درشل(چارچوب).
پر دې سربېره، وروستيو لامونو په زماني مواردو كي هم د ظرفيت معنا لرلې، چي د (مال=مهال او په لنډه بڼه مل) كليمه په زړو پښتو ادبياتو كي له زماني نومونو سره غوټه كېده، د بېلګي په توګه:
برمل(ماپښين)، لرمل(مازيګر) او ترمل(ماښام).
د پښتو ژبي شاعر ښكارندوى غوري د سلطان غوري(د 600هـ شاوخوا) په دربار كي، پخپله يوه قصيده كي داسي وويل:
كه برېځر وي كه غرمه وي كه برمل وي
كه لرمل كه لمر لوېده كه ترملونه
د شهاب جګړن به نه كښېني له زغلو
نه به پرېږدي دا زلمي خپل بهيرونه
په نورستاني ژبه كي هم وروستى (ل) د ظرفيت معنا لري چي د يوه (ګ) په يو ځايوالي سره د ځايونو د نومونو په پاى كي راځي، لكه:
نورګل، ديوګل او نور . . . . اوس د همدې قاعدې پر بنسټ د كابل او زابل نومونه، د دوى له زړو ظبطونو سره مطالعه كوو.
د دغو دوو نومونو ضبطونه:
زموږ په هيوادنيو ادبياتو كي دغه دوه نومه پخپله اوسنۍ بڼه ياد شوي، خو د (كاول) او (زاول) په شكل هم ضبط دي. لاندنۍ بېلګي وګورئ؛ زابل له فردوسي څخه:
از ګنبدان بود راهش يكي
اګر سوى زابل كشيد اندكي
زابلستان له فردوسي څخه:
هم اندر زمان ديد بانش پديد
سوى زابلستان فغان بر كشيد
كابل او كابلستان له فردوسي څخه:
بخواري شوم سوى زابلستان
بنالم ز سالاري كابلستان
د پورتنيو بېلګو په تائيد، فردوسي عموماً دغه دوه نومونه پخپله اوسنۍ بڼه راوړل .
خو د ګرشاسب په نسخه كي د حكيم اسدي طوسي (458هـ) په ليك كي په دواړو بڼو راوړل شوى او ضبط شوى دى، مثلاً:
بشد تا سر موز كابلستان
به كين جستن شاه زابلستان
كاول او زاول له اسدي څخه:
مرو را بزاول فرستاد باز
شد او سوى كاول بكين رزم ساز
زاولستان او كاولستان له اسدي څخه:
كزين بار بگندم بزاولستان
بګيرم شهي تا به كاولستان
له دغو بېلګو څخه ثابته شوه چي د آل سبكتګين د مهال اديبانو د دغو نومونو دواړي بڼي كارولې. د ګردېزي له زين الاخبار، مجمل التواري، د البېروني له آثارو، سيستان تاريخ او حدودالعالم څخه هم څرګنديږي، چي زابل او كابل (په ب سره) تر كاول او زاول (په و سره) ډېر راوج و، خو په دويم ډول هم ليكل كېدل، لكه د حمدالله مستوفي د تاريخ ګزيده په چاپ شوې نسخه كي، چي تر فردوسي او اسدي څو سوه كاله وروسته په (730هـ) كي ليكل شوى، هم (زاول) ضبط شوى، وايي:
“محمد زاوليك مور يې د زاول د رئيس لور وه، او له همدې امله زاولي وبلل شو.”
داسي ښكاري چي د كاول املا قديمه او زاول يې يوه بله بڼه وي، ځكه نوموړي بڼي، پخپلو اصلي رېښو كي ډېري سره نژدې دي، چي شرح يې را روانه ده.
د دغو دوو نومونو ريښې:
كه د يادي شوي قاعدې پر بنسټ د كابل او زابل كليمې تجزيه او وروستي لامونه يې ظرفي آدات وګڼو، نو له لومړي نامه څخه (كاب) او دويم څخه (زاب) پاتيږي.
وروسته كه همدا پاته لفظونه په آره بڼه يعني زړه املا وليكو؛ (كاو او زاو) ځني جوړيږي، چي زما په فكر د كليمو آري ريښې دي.
اوس دواړه عنصره تر تاريخي او فيلالوژيكي مطالعې لاندي نيسو او داسي نتيجه تر لاسه كوو:
كاو_كو_كاوه:
دغه ريښه په زړو آريايي ژبو كي ارزښتناكه او د پخوانيو مشهورو ادوارو د نومونو په جوړښت كي تر سترګو كيږي.
په فرهنګ شهنامه كي وايي:
“كاو: لوى ته وايي، پخوا يې كاوي باله، وروسته (كى) شو، د بېلګي په توګه:
كيكاوس، كى قباد، كيا هم هماغه معنا لري، كو هم په شاهنامه كي هماغه دى او د كاو تورى ارزښت او درنښت ته وايي.”
په شهنامه كي د كاوګانو (د كاو په كورنى پوري تړلي) نومونه او كاوه (د آهنګر نوم چي لوى ته وايي) له همدې ريښې سره تړلي دي.
په شهنامه كي د يو آهنګر نوم كاوه:
خروشيد و زد دست بر سر ز شاه
كه شاها منم كاوه داد خواه
كاويان په شهنامه كي:
ز ديباى پرمايه و ګوهران
بر انګونه ګشت اختر كاويان
كاوګان د فردوسي په شهنامه كي:
سپه دار چون قارن كاوګان
سپهكش چو شرد و چون اوګان
او:
سپه دار شان قارن كاوګان
به پيش سپه اندرون آوګان
په همدې ډول كاوه_كى_كيان كاو_ګان_ګو په پارسي ادب كي رواج ول، خو نوموړې ريښه تر پارسي ژبي مشره ده او تاريخ يې هغه مهال ته رسيږي چي لا آريايي توكمو وګړو په باختر كي روښانه مدنيت درلود.
اوستا دغه نوم د بلخ پاچا ويشتاسپ ته، چي د زردشت مرستندوى او ساتونكى و، وركوي .
د بلخ د مشهورو شاهانو د كورنۍ د نومونو په لومړيو كي؛ كاوي يا كواني يا كياني او يا يې هم لنډيز (كى) راتى، چي په (كاويان=كيان=كيانيان) او نورو . . .
مشهور ول.
دغه ريښه په ويدا كتاب كي د (كوى، كاوي) په بڼه راغلي وه، چي د پوه، لارښود او مشر معنا يې وركوله .
ځينو ارباب انواعو ته يې (كاوي) ويل ، په سنسكريټ كي (كاويه) د شاعر او ويناوال په معنا موجود و .
له دغو معلوماتو څخه چي د ويدا او اوستا له تاريخي ژبو او دوو زړو كتابونو څخه راټول شوي ول، داسي پايله راوزي چي له ډېر پخوا څخه چي آريايان د مدنيت په زانګو كي زنګېدل (كاوي=كواني=كى=كاوه) د پوه، سرور او لارښود معنا درلوده او همدغه ريښه د پښتو ژبي په (كاوه) كليمه كي هم تر سترګو كيږي، چي د نوموړي ژبي په پخواني ادب كي د پوهي، لويۍ او سرورۍ په معنا كارېدى، په دې ډول:
“د 400هـ په شاوخوا كي د ملتان د پاچا شېخ حميد ورور شېخ رضى لودي د اسلامي تبليغ لپاره سلېمان غره ته تللى و، هورې يې واورېدل چي وراره يې نصر كافر شوى او له خپل دينه اوښتى دى. هغه د شكايت په دود څو بيته خپل وراره ته ولېږل، چي يو بيت يې داسي دى:
نصره نه مو يې له كهاله
لودي نه يې په كاوه “
يعني:
“اى نصره! زموږ څخه نه يې او د لوديانو په شان پوه او غزتمن نه يې!”
نو په پښتو كي هم، چي زړه آريايي ژبه ده، (كاوه) تورى د پوهي او سرورۍ په معنا موجود و، چي زما په عقيده د كابل (چي كاول هم ورته ويل شوى) لومړۍ برخه له همدې زړې آريايي ريښې څخه عبارت ده. څنګه چي په آريايي ژبو كي د (و) اوښتون په (ب) سره، ډېر عام دى، نو د كليمې لومړۍ برخه (كاو) په (كاب) اوښتې ده. د دغسي اوښتنو بېلګي په آريايي نومونو او اعلامو كي ډېر مونداى شو، مثلا:
د بلخ د يوه پخواني پاچا نوم (كوات) په (قباد) اوښتى او (و) يې په (ب) تبديل شوى دى، همدارنګه له (كاوس) څخه (قابوس) جوړ شوى، چي د (كاول) په (كابل) بدلېدو ښه انډول دى.
كه د كليمو ريښه د هغوى د پخوانۍ معاني پر بنسټ وڅېړو، بايد د كابل نوم د كاويانو، پوهانو او سرورانو په ځاى وژباړو او د پوهي او سرورۍ فرهنګستان او روزنځاى يې وبولو، د ويدي (كوبها) او يوناني (كوفر) د نومونو په لومړيو كي هم هماغه (كوكاو) پروت دى، چي بېشكه د همدې ريښې لرغونتوب پر ډاګوي او دا چي په پښتو ژبه كي هم همدغه ريښه شته، نو په ټينګه ويل كېداى شي، چي دغه ريښه او نوم محض آريايي او خالص ښاري دى.
څنګه چي د بلخ د كاويان كورنۍ ډېره لرغونې ده او له نن څخه نژدې درې نيم زره كاله وړاندي د ويدا او اوستا مهال ته رسيږي، نو له همدې امله د كاول او كابل نوم له همدغو مهالونو سره تړلاى شو او د فردوسي له لاندني بيت څخه چي د (كو=كاو) د ريښې په څرګندونه كي يې د شهنامې د فرهنګ مرسته كړې، هم پوهېداى شو:
نديدند جز پور طهماسپ زو
كه فركيان داشت و فرهنګ كو
زور آب، زاو:
اوس د (زاول او زابل د نامه لرغونې ريښه تر غور لاندي نيسو.
كه وروستى ظرفي لام ليري كړو، (زاو=زآب) پاتيږي، چي د مورخانو په وينا (زاو يا زو) د يوه پاچا، چي د آريايانو د اساطيري پاچا نوزر د زوى تهماسپ زوى و، نوم دى، طبري يې زو بن تهماسپ بن منوچهر ګڼي او منهاج سراج وايي:
“دغه زو له آره زاب دى او كله چي پاچا شو، د آكا زوى يې ګرشاسپ لښكركښي وكړه . . . .”
دغه نوم په باختري آريايانو كي ډېر و چي د ژبپوهانو په وينا لرغونې بڼه يې (اوزاوه) وه او د ګران او عزيز په معنا راغلى دى، فردوسي وايي:
يكي مژده بردند نزديك زو
كه تاج فريدون بتو ګشت نو
بينداخت شاهي و برخاست زو
بيابد نشست از برګاه نو
دغه (زو=زاب) په داستاني تاريخ كي له كيان كورنۍ سره تړلى دى، چي د فردوسي لاندي بيتونه يې سپيناوى كوي.