کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزی نېویارک ته ځي.

ولسمشر کرزی نېویارک ته ځي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په نېویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د سعودي عربستان د پاچا په نوښت د ادیانو او مذهبونو په نړېواله ناسته کې د ګډون په موخه متحدو ایالتونو ته ځي.
دسولې د کلتور د رواجولو دغه نړیوال کنفرانس چې سبا پيلیږي دوه ورځې نور به هم دوام ومومي، پدغه ناسته کې د ۱۹۲ هېوادونو ولسمشران، لومړي وزیران او د باندینیو چارو وزیران برخه اخلي، د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز دغه نوښت چې د ادیانو ترمنځ د خبرو اترو لاری خپلې شي د روان کال په سرطان میاشت کې په مدرید کې هم ترسره شوی وو .