کور / تازه خبرونه / افغان ولسي جرګې دوهم کاري کال پای ته ورساوه

افغان ولسي جرګې دوهم کاري کال پای ته ورساوه

د ولسي جرگې دويم کاري کال د ژمي په رارسېدو سره نن پاى ته ورسېد.

د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني د جرگې په وروستۍ غونډه کې وويل چې ولسي جرگه د تېرکال په پرتله سږکال ډېرې لاسته راوړنې لري.


د هغه په وينا د ولسې جرگې په تېرو دوو کاري کلونو کې د حکومت له خوا ١٧٠ بېلابېل قوانين ملي شورا ته لېږل شوي چې ٥٦ يې د ولسې جرگې له خوا تصويب شوي.


خو بيا هم د ښاغلي قانوني په وينا د ولسې جرگې د غړو په کارونو کې ځينو نيمگړتياوو شتون درلود.


د ولسي جرگې غړو د کلنيو رخصتيو په را رسېدو سره د جرگې دويم کاري کال بشپړ کړ. دا رخصتۍ به د يوې نيمې مياشتې لپاره دوام وکړي.


د ولسې جرگې مشر وويل ددې رخصتيو په موده کې به وکيلان له خپلو سيمو څخه ليدنه وکړي او له خلکو سره به د هغوى د ستونزو او مشکلاتو په اړه وغږيږي.


که څه هم په وروستيو څو مياشتو کې د حکومت او ولسي جرگې تر منځ گڼو ستونزو شتون درلود خو د ولسي جرگې مشر ىونس قانوني د جرگې د دويم کاري کال د پاى په غونډه کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د گڼو لاسته راوړنو يادونه وکړه.


د نوموړي په وينا د نشيي توکو ډېرېدل، اداري فساد، بې امنيتۍ د خلکو گڼې ستونزې او ادارې کمزوري هغه څه وو چې ولسي جرگې د تير کال په موده کې تر څېړنو لاندې ونيول.