کور / راپور / د شاولي كوټ په اړه د احتجاجي غوڼدي پرېكړه ليك

د شاولي كوټ په اړه د احتجاجي غوڼدي پرېكړه ليك

په كندهار كي د شاولي كوټ د پېښي په اړه د احتجاجي غونډي پرېكړه ليك


دوشنبه 20-مه د عقرب


 


په كندهار كي د شاولي كوټ ولسوالي د عامه وژني په باب احتجاجي غونډه جوړه سوه، پر ولسي وګړو يې د ناټو او ايتلافي ځواكونو ړندې بمبارۍ وغندلې او نړيوالي محكمې ته يې د دې پېښي د عاملينو د راكشولو غوښتنه وكړه.


غونډه چي د نومبر د مياشتي پر لسمه د (هنداري مطبوعاتي بنسټ) د غونډو په تالار كي د كندهار د فرهنګي او مدني ټولنو له خوا رابلل سوې وه، د قران مجيد تر تلاوت وروسته د علامه رشاد اكاډمۍ مشر انجينر شيرشاه رشاد، د بشري حقونو د خپلواك كمېسون مطبوعاتي مسئول عبدالعزيز اكرمي، ليكوال او شاعر عبدالنافع ثنا او د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار يو په بل پسې د شاولي كوټ ولسوالۍ او په مجموع كي په ټول هيواد كي د ايتلافي او ناټو ځواكونو له خوا د عامو خلګو وژني په سختو الفاظو وغندلې. او په پاى كي يې دغه لاندي پرېكړه ليك صادر كړ.


 


پرېكړه ليك


لومړى: د كندهار خلګ د شاولي كوټ ولسوالۍ پېښه چي د ايتلافي ځواكونو په ړانده بمبار كي د واده په خوشحالي كي راټول سلګونه كسان شهيدان او زخميان شول، په ډېره سخته توګه غندي، او عاملينو ته يې په نړيواله محكمه كي د محاكمې غوښتنه كوي.


 


دوهم: ايتلافي ځواكونه بايد د ولسي وګړو له مرګ ژوبلي لاس واخلي.


 


دريم: كه ايتلافي ځواكونه په دې پوهېږي چي د دوى مخالفين له ولسي وګړو څخه د سپر په توګه كار اخلي، نو دوى بايد له نورو پوځي تاكتيكونو څخه كار واخلي، نه دا چي پر ولسي وګړو بمبار كوي.


 


څلورم: په شعوري توګه عام خلګ بمبارول، ګواښل، وژل، ټپي كول، او بېځايه كول يو ترهګر عمل دئ، مرتكبين يې ترهګر بلل كېږي، چي بايد د نړيوالو حقوقي او جزايي ارګانونو له خوا په سخته توګه محكوم شي.


 


پنځم: د دولت مخالفان هم بايد له ولسي وګړو څخه د سپر په توګه كار وانخلي.


 


شپږم: د افغانستان پارلمان بايد د شاولي كوټ ولسوالۍ د پېښي په باب چپ پاته نشي، افغان حكومت، نړيوالو ايتلافي ځواكونو او نړيوالي ټولني ته د خپل اعتراض ږغ ورسوي او د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره بايد جدي كړني ترسره كړي.


 


اووم: د كندهار ولايتي چارواكي او ولايتي شورا بايد بې تفاوته پاته نشي او په څرګنده توګه د شاولي كوټ د پېښي غندنه وكړي او د بيا تكرار د مخنيوي لپاره يې جدي كړني وكړي.


 


اتم: د بشري حقونو خپلواك كمېسون او نور اړوند ارګانونه بايد په پرله پسې توګه دغه بشر ضد عمل وغندي او د نورو ورته پېښو د مخنيوي غوښتنه دي وكړي.


 


نهم: د افغانستان د مسئلې د حل لاره جنګ نه دئ، بايد د سياسي حل پر لارو چارو صادقانه غور او هلي ځلي وشي.


 


لسم: د شاولي كوټ غوندي پېښو د تكرار په صورت كي به د هر ولسي عكس العمل او ناورين پړه د افغان دولت او نړيوالي ټولني پرغاړه وي.


 


يوولسم: څنګه چي ايتلافي ځواكونو او افغان دولت منلې ده چي د شاولي كوټ په پېښه كي ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، عاملين يې بايد محكمې ته راكش كړل شي او يوازي د جرم منل او خواشيني ښوول جبران نشي كولاى.